کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤): د پوهنې وزارت وايي، سږکال ژمي کې شاوخوا ٣٠ ميليونه درسي کتابونه د هېواد پر ښوونځيو وېشل کېږي، چې په دې سره به څه باندې ٨٠ سلنه د کتابونو کمښت ستونزه راتلونکي تعليمي کال کې هواره شي.
د دې وزارت په وينا، له پخوا څخه د دې وزارت په ګودامونو کې اووه ميليونه درسي کتابونه شته او ٢٠ ميليونه ټوکه نور کتابونه به تر يوې مياشتې پورې له هند او ويتنام څخه وارد شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د څه باندې دوو ميليونو درسي کتابونو لېږد بهير چې په معياري ډول او نړيوال نرخ د هېواد دننه مطبعو کې چاپ شوي دي، ١٣ ولايتونو ته پيل شوه.
د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبير حقمل کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، دا دوه ميليونه کتابونه د ١١ کورنيو مطبعو له لوري د څه دپاسه يو ميليون ډالرو په ارزښت چاپ شوي او په کابل، پروان، کاپيسا، پنجشېر، لوګر، بغلان، کندوز، کونړ، کندهار، زابل ، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې وېشل کېږي.
هغه زياته کړه، د روان کال تر سلواغې مياشتې پورې شاوخوا ٣٠ ميليونه درسي کتابونه په ټول هېواد کې وېشل کېږي، چې د څه باندې ٨٠ سلنه ښوونځيو اړتياوې په ١٣٩٥ تعليمي کال کې پوره کولى شي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د لرې پرتو ولايتونو او ولسواليو زده کوونکي د کتابونو له کمښت او نه شتون څخه سرټکوي او وايي، کتابونه هغه مهال د دوى لاس ته ورځي چې تعليمي کال نيمايي شوى او يا پاى ته د رسېدو په حال کې وي، چې دا وضعيت د دې لامل کېږي څو يو شمېر زده کوونکي په ازمونيو کې پاتې راشي.
د پوهنې وزارت د خپرونو مشر وايي، راتلونکي کال کې د کتابونو د چاپ لپاره هېڅ راز امکانات نه لري چې د ټولو زده کوونکو اړتياوې پوره کړي.
حقمل د دې مطلب په څرګندولو سره چې د راتلونکي کال بوديجه کې د کتابونو چاپ لپاره تخصيص نشته، وايي: "که د پوهنې وزارت کافي بوديجه تر لاسه نه کړي، څرنګه چې اړتيا ده، کتابونه نه شو چاپولى او ښوونځيو ته يې نه شو رسولى."
هغه زياته کړه چې تېرو ١٤کلونو کې حکومت داسې بوديجه د پوهنې وزارت په واک کې نه ده ورکړې، چې سل سلنه د کتابونو چاپ اړتيا پرې هواره شي، دا موضوع د ملي شورا له کمېسيونونو او ولسمشر سره شريکه شوې ده، څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د مرستندويو هېوادونو له سرچينو او همکاريو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د ماشومانو نړيوال وجهي صندوق (يونيسف) د ٥٠ ميليونو ټوکو کتابونو د چاپ ژمنه کړې ده او هيله مندي لري، څو د راتلونکي کال په لومړيو کې بوديجه د وزارت لاس ته ورشي، څو هغوى د کتابونو چاپ ته ملا وتړي.
حقمل زياته کړه، نړيوال بانک هم د کتابونو د چاپ ژمنه کړې ده؛ خو که حکومت غواړي چې ښوونځيو کې د درسي کتابونو ستونزه سل په سلو کې هواره شي، بايد هر کال د کتابونو چاپ لپاره کابو ٢٣ميليونه ډالره ځانګړي کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










