منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ د استيناف څارنوالۍ ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د کونړ د استيناف څارنوالۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس محمد موسی د لړم په ٢٦مه د دې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ودانۍ دری پوړيزه ده چې ۲۴ اداري خونې او يو لوی تالاري له نورو محلقاتو سره لري.

هغه زياته کړه چې پر يادې ودانۍ ٦٠٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د نړيوال بانک له خوا ورکړل شوی دی.

موسى وايي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره يې اداري ستونزې هوارې شوې، دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې يې په يوه زړه ودانۍ په ستونزمنو حالاتو کې خپل کارونه پر مخ وړل.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي  د دې پروژې د پرانيستې پر مهال له نړيوال بانک څخه مننه وکړه چې د دې ودانۍ په جوړولوکې يې مالي مرسته کړې وه.

د هغه په وينا، اوسمهال د کونړ اتلس رياستونه نه خپل ملکيت لري او نه هم اداري ودانۍ چې خپلې چارې په کرايي کورونو کې پر مخ وړي.

والي له څارنوالانو وغوښتل چې د هېواد له نافذه قوانينو دفاع او په ټول کونړ کې د فساد پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

قومي مشر حاجي محمد روزي بيا څارنوالانو ته ډاډ ورکړ چې د قانون په تطبيق کې د کونړ ولسونه له دوى سره همکار دي او ملاتړ يې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه