منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ د کرنې لېسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د کونړ د کرنې مسلکي لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني د لړم په ٢٧مه د دې پروژې د پرانیستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرنې د مسلکي لېسې ودانۍ  د نورګل ولسوالۍ د زېړي بابا په سيمه کې جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې دا ودانۍ پر ٢٢ جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې ١٦ تدريسي، اته اداري خونې او نور محلقات لري.

د نوموړي په وينا، پر دې ودانۍ ١٧،٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د ډنمارک هېواد له خوا ورکړل شوى او د جوړولو چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.

د پوهنې رييس وايي چې په کونړ کې اوس مهال د کرنې او سوداګرۍ اوه مسلکي لېسې فعالې دي چې د دوه زرو په شاوخوا کې زده کوونکي پر مسلکي زده کړو بوخت دي.

ده زياته کړه چې لېسې يې تر اوسه په يوه زړه او وړه ودانۍ کې فعاليت کاوه چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې پروژې د پرانیستلو پر مهال له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او د زده کړې له دې زمينه څخه دې ګټه پورته کړي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي چې تر دې ورسته نورو لېسو او ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

د کونړ د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت له ٥١٢ ښوونځيو څخه ٣١٢ ښوونځي ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه