زرنج (پژواک، ٣٠ لړم ٩٤): د نيمروز نوى هوايي ډګر وروسته له درېيو مياشتو ددې ترڅنګ چې د هر راز الوتکو د ناستې او پرواز جوګه به وي، له زرنج څخه کابل ته به هم مستقيم پروازونه کوي.
دا هوايي ډګر به درې کيلومتره اوږده او د ٦٠ مترو په سور د پرواز کرښه (خط رنوي) او د الوتکو لپاره تمځاى ولري، چې د ٦٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د نيمروز مرکز زرنج ښار څخه شاوخوا ٢٠ کيلومتره لرې د چګني په سيمه کې په معياري ډول جوړېږي.
د ياد هوايي ډګر کار، نن په رسمي ډول پيل شو او د نيمروز والي محمد سميع وويل، ټاکل شوې تر درېيو راتلونکو مياشتو بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زياته کړه، د کار په بشپړېدو سره به بېلابېل ډول الوتکې، چې په اوسني هوايي ډګر کې د کېناستو امکان يې نشته، پرواز او ناسته وکړي چې د مساپرو د لېږد رالېږد چاره به اسانه شي.
نيمروز والي وويل، د نوي هوايي ډګر په جوړېدو سره به د ټکټ پر نرخ مثبت اغېز وشي او له بل پلوه به له نيمروز څخه کابل ته په مستقيم ډول پروازونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال يواځې د "افق شرق" خصوصي شرکت الوتکې له زرنج څخه هرات ته پرواز کوي؛ د يوه مساپر له يوې خوا ټکټ بيه ٩زره افغانۍ او له هرات څخه کابل ته ٦زره افغانۍ ده.
د نيمروز يوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ لومړى په يوه الوتکه کې هرات ته ځو او کله هم هلته يوه او يا دوه ورځې پاتې کېږو او په بل پرواز کې کابل ته ځو."
هغه زياته کړه، له نيمروز څخه کابل ته د موټر کرايه ٧٠٠ افغانۍ ده؛ خو د ناامنيو له امله د دولت کارکوونکو په ګډون د موسسو پرسونل اړ دي، څو د هوا له لارې تګ راتګ وکړي.
زوړ هوايي ډګر، زرنج ښار دننه پروت دى او له نوي هوايي ډګر څخه ٢٠ کيلومټره واټن لري.
د نيمروز هوايي ډګر امر هدايت الله يعقوبي وويل، پخوانى هوايي ډګر پوخ نه و او هر راز الوتکې په کې نه شوې کېناستى، چې يواځې کوچنيو الوتکو او چورلکو د ناستې جوګه و؛ خو د نوي هوايي ډګر له جوړېدو وروسته، هر راز الوتکې پرواز او ناسته کولى شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسنى هوايي ډګر په ١٣٤٨کال کې جوړ شوى دى، هوايي ډګر ته څېرمه د هستوګنې کورونه شته او ان چې ځينې کورونه د پرواز خط ته نږدې جوړ شوي دي.
د همدي نه معياريتوب له امله، يوه پوځي N32 الوتکه په ١٣٨٨کال له کرښې ووتله، چې د هستوګنې پر يوه کور ولګېده او ويجاړه شوه.
بله N32 الوتکه د مجاهدينو واکمنۍ پرمهال (١٣٧٠کال) د پرواز له کرښې ووته او د هستوګنې له کورونو سره يې ټکر وکړ؛ خو دواړو پېښو مرګ ژوبله نه لرله.
سيمه ييز چارواکي او د نيمروز خلک، تل له غيرمعياري هوايي ډګر او د الوتکې د نرخ له لوړوالي سرټکوي او ويلي يي دي، چې د ځمکې له لارې د هغوى سفر له امنيتي ګواښونو سره مخ دى.
نيمروز د هېواد له سوېل لوېديځو ولايتونو څخه دى او خلک يې د فراه او هرات له لارې د زيات مزل په ترسره کولو کابل ته سفرکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










