اسعداباد (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): په کونړ ولايت کې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون محصلين وايي چې دوى اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له چارواکو يې د هواري غوښتنه کوي.
دغه پوهنتون شپږ کاله مخکې د ولايت د مرکز اسعداباد لوى سيند ته څېرمه د يارګل او سالار باغ په سيمو په ٩٠ جريبه ځمکه کې تاسيس شوى او سلګونه محصلين په کې لوړې زده کړې کوي.
که څه هم د دغه پوهنتون ځينو پوهنځيو ته عصري ودانۍ جوړې شوې، خو محصلين يې وايي چې اوس هم د برېښنا، د ودانۍ د پراخوالي، لابراتوار او د ليليې د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.
د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د درېيم کال محصل عبدالمتين حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، د ليليې، کتابتون، برېښنا او لابراتوار نه شتون هغه ستونزې دي چې دوى ورسره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې په پوهنتونونو کې دې لومړی د ليليې غم خوري، وروسته دې نور کارونه ترسره کړي.
د حيدري په وينا، د دغه پوهنتون ډېرى محصلين د اسعداباد ښار په کرايي خونو او کورونو کې اوسېږي، خو د بدل اعاشې چې کوم پيسې ورکول کېږي، هغه يواځې د ريکشې کرايه هم نه پوره کوي.
ده زياته کړه: ((په درسي سيستم کې کومه ستونزه نه لرو، که يادې ستونزې هوارې شوې، نو د سيد جمال الدين افغان پوهنتون به د هېواد په کچه يو له غوره پوهنتونونو څخه وي.))
د دغه پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د څلورم کال محصل عبدالواحد بيا وايي چې محصلين د مطالعې او زده کړې لپاره کتابتون ته اړتيا لري، خو دغه پوهنتون دا اسانتيا نه لري.
هغه زياته کړه: ((دا دى سږ کال موږ فارغېږو، خو د مونوګرافو ليکلو لپاره کتابتون نه لرو چې له امله يې له ستونزو سره مخامخ يو.))
د نوموړي په وينا، د دوى پوهنځى خپله ودانۍ نه لري او محصلين د کرنې او مالدارۍ پوهنځي ودانۍ کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي.
عبدالواحد دغه راز وايي چې د برېښنا او انټرنېټ نه شتون هم د محصلينو يوه له مهمو ستونزو څخه ده او له چارواکو يې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پام وکړي.
ده زياته کړه چې ليليه جوړه شوې، خو تر اوسه نه ده پرانيستل شوې او نه هم د محصلينو په واک کې ورکړل شوې ده.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د دويم کال محصله عادله بيا وايي چې په پوهنتون کې دې د نجونو لپاره ځانګړې ليليه جوړه شي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه پوهنتون کې د ښځينه محصلينو لپاره د تفريح هېڅ کوم ځانګړى ځاى نه دى ټاکل شوى.
دې زياته کړه: ((سهار چې ټولګي ته ننوځو، غرمه ترې وځو.))
د کونړ پوهنتون مسوولين د محصلينو ستونزې او شکايتونه مني او زياتوي چې د هواري په موخه يې هلې ځلې او هڅې پيل کړې دي.
د سيدجمال الدين افغان پوهنتون رييس پوهنمل ميراحمد حامد پژواک اژانس ته وويل چې د ليليې د تجهيزاتو، د پوهنځيو لپاره د ودانيو د جوړېدو، روغتيايي مرکز، ورزشي ميدانونو، د احاطې دېوالونو، د مجهز کتابتون، د نجونو د ليليې او شپې پوهنځيو د جوړېدو په برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت ته جدي وړانديزونه کړي چې هغوی ورسره د جوړېدو په برخه کې کلکه ژمنه کړې.
حامد وايي که څه هم د کونړ د سيدجمال الدين افغان پوهنتون د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر اوږد علمي مزل نه دی کړی، خو زياته يې کړه چې په خپل لنډ علمي مزل کې يې ډيرې ستونزې تر شاه پريښې او پرمختګ يې کړى دى.
هغه زياته کړه چې دغه پوهنتون تر جوړېدا وروسته ډېرې لاسته راوړنې هم لري د يو شمېر پوهنځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې، اداري ودانۍ، د کنفرانسونو تالار او د بيارغونې ځيني نور کارونه يې ترسره شوي دي.
د کونړ سيد جمال الدين پوهنتون اوسمهال په شرعياتو، تعليم او تربيه، کرنې او مالدارۍ، کمپيوټر ساينس او اقتصاد په پوهنځيو کې د ۵۲ نجونو په ګډون ۵۵۵۲ محصلين لري چې د لسګونو استادانو له لوري يې درسي چارې پر مخ وړل کېږي.
د ځايي مسوولينو په وينا، دغه پوهنتون تر دې دمه ۵۰۰ ځوانان په دوو علمي دورو کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










