منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بغلان معارف سياسي شوى”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

پلخمري (پژواک،٢ ليندۍ ٩٤): په بغلان کې د ښوونکي د دندې ځيني غوښتونکي ادعا کوي چې د مقررۍ په برخه کې ترې رشوت غوښتل کېږي، د پوهنې سکتور سياسي شوى او د ښوونځيو ځيني مديران د ولايتي شورا له وکيلانو سره تړلي دي.

دوى وايي، کلونه کېږي چې د پوهنې وزارت نه د مقررۍ حکم ورسره دى، خو د پوهنې رياست په ادارو او د ښوونځيو په مديريتونو کې ستومانه ګرځي او څوک يې ستونزه نه حل کوي.

دا ښوونکي چې ازموينه يې ورکړې او بريالي شوي، ادعا کوي چې د ښوونځيو ځيني مديرانو د مقررۍ په بدل کې ورڅخه د شپږو مياشتو تنخوا په رشوت کې غواړي.

د پلخمري ښار يو اوسېدونکی عبدالعظيم وايي چې خور يې په ١٣٩١لمريز کال کې د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې له مرکزه فارغه شوې او په رقابتي ازموينه کې يې ګډون کړى، له کاميابېدو وروسته يې وغوښتل چې په يوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه مقرره شي، خو په معارف کې د فساد له امله له خپل حقه محرومه ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خور يې د مقررۍ د اسنادو له پړاوونو وهلو وروسته حضرت زيد ښوونځي، د خواجه کمال او زمانخېل لېسو ته مراجعه وکړه، خو د ښوونځيو چارواکو ويل چې خالي بست نه لري، په داسې حال کې چې له دې وروسته يې څو ښوونکي جذب کړل.

عبدالعظيم چې د خپلې خور اسناد يې په لاس کې وو، زياته يې کړه چې دويم او درېيم ځل يې مراجعه کړې او د ښوونځيو مديرانو ورته ويلي :((که د شپږو مياشتو تنخوا راکړې، نو بست به درته پيدا کړم.))

هغه وايي چې دغو مديرانو له ٣٠ تر پنځوس زرو پورې رشوت غوښتى، په داسې حال کې چې يوه غريبه او بېوزلې کورنۍ لري او د دومره پيسو د ورکړې توان نه لري او رشوت هم نه ورکوي.

نوموړي وويل: ((په دې دريو کلونو کې يې د خپلې خور د مقررۍ لپاره د پوهنې وزير او د ولايت له دفتره څو حکمونه اخيستي، خو د ښوونځيو مديران يې نه مني.))

د عبدالعظيم په خبره، دا چې د ښوونځي د مديرانو نوم نه شو اخيستلى؛ ځکه چې د ولايتي شورا له ځينو غړو او زورواکو سره تړلي او دا کار به ده ته زيان ورسوي.

مريم وويل: ((معارف سياسي شوى؛ ځکه چې د ښوونځي هر مدير په يوه وکيل پورې تړلى او څوک يې لرې کولى نه شي.))

هغه د چا د نوم له اخيستو پرته زياته کړه، د ولايتي شورا او ولسي جرګې ځيني غړي د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي، ښوونځي تر خپل کنټرول لاندې ساتي او خپل کسان د ښوونکو په توګه ټاکي.

د بغلان د پوهنې رياست سرپرست عبدالقادر شينوارى وايي چې دا څرګندونې نه ردولى او نه هم تاييدولى شي.

هغه وويل چې په پوهنې برخه کې ستونزې شته، دا چې د ښوونځيو مديران د ښوونکو د مقررېدو په برخه کې د شپږو مياشتو تنخوا په رشوت کې غواړي، شايد وي، خو تر اوسه په دې برخه کې چا د پوهنې رياست ته کوم اسناد په واک کې نه دي ورکړي.

شينواري زياته کړه: ((زه هم دا خبرې اورم، خو اسناد راسره نشته، د اسنادو ترلاسه کېدو په صورت کې به د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې اقدام وکړم.))

د ويلو ده چې د بغلان ولايت په کچه ٣٠٠ زره نارينه او ښځينه زده کوونکو ته په څه باندې پنځه سوه ښوونځيو کې د ١١٥٠٠ ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي، خو د پوهنې چارواکي تل د مسلکي ښوونکو د کمښت خبره کوي.

د بغلان ولايتي شورا مشر صفدر محسني وايي، د پوهنې په چارو کې څوک د لاسوهنې حق نه لري، که چېرې د شورا کوم غړي سرغړونه کړې وي، د اسنادو د وړاندې کولو په صورت کې ورسره قانوني چلند کېږي.

هغه د پوهنې په برخه کې د خلکو د شکايتونو د پخلي تر څنګ وويل چې ولايتي شورا د پوهنې رياست لپاره د شکايتونو د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى او څېړنې روانې دي.

د ولايتي شورا مشر زياته کړه، که چېرې دا خبرې رښتيا وي، نو د سيمه ييزې ادارې په همکارۍ به د پوهنې د اصلاحاتو په برخه کې اړين اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د بغلان والي عبدالستار بارز وايي په تېره څه باندې يوه مياشت کې چې د والي په توګه ټاکل شوى، له بده مرغه چې د خلکو ډېرى شکايتونه د پوهنې په برخه کې دي.

هغه وويل: ((په پوهنه کې تر ټولو ستره ستونزه داده چې په يوه پست څو کسانو له وزارته د مقررۍ مکتوب راوړى او اوس ورباندې لانجه ده، دا چې پوهنې وزارت څنګه په يوه پوسټ کې څو کسانو ته د مقررۍ مکتوب ورکوي، نه پوهېږم، دا موضوع به له وزارت سره مطرح کړم.))

د بغلان والي په پوهنې برخه کې د فساد د شتون په اړه وويل چې پلټنې پيل شوې او ډېر ژر به په دې برخه کې ښه بدلونونه رامنځته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه