جلال اباد (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار په ځينو سيمو کې د بيارغونې ٨١ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې په کامې، بهسودو، او سره رود ولسواليو کې د ۱۴۹ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې ٣٠١٩ د موانع دېوالونه،١٦٣٠ متره د ځمکو خړوبولو کانالونه، د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو ذخيرې، ٧٩٤٢ متره استنادي دېوالونه، څه دپاسه ٢٥ کيلو متره کليوالي سړکونه ، ١٢٨١ متره د سړک غاړې لښتي ، ١٦٦٣١ متره پلې لارې، درې بابه ټولنيزمرکزونه ، د ښوونکيو احاطې او د څښلو د اوبو څاه ګانې شاملې دي.
خوږياڼي وويل چې دا پروژې د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام له خوا په لاره اچول شوې وې.
د نوموړ ي په وينا، د ياد پروګرام له خوا د ننګرهار ١٨٥٠ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي او تر اوسه په دې سيمو کې ٤٦٢٩ لويې او وړې پروژې بشپړې شوې دي.
د والي وياند وايي چې تر ياد پروګرام لاندې اوس هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٥٤٣ پروژې تر کار لاندې دي.
د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکي حمايت الله وايي چې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا د دوى په کلي کې د پليو لارو پخولو پروژه بشپړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې پخوا به د بارانونو پر مهال لارې خټې وې او خلک له ستونزو سره مخ وو خو اوس يې دا ستونزه هواره شوې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










