منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د يوشمېر پروژو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد(پژواک،۹ ليندۍ ۹۴): چارواکي وايي چې په ننګرهار کې د "دوستانه ښوونځي" په نامه ۳۵ پروژې پيل  شوې.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي نن د ليندۍ په ۹مه په دې ولايت کې د دوستانه ښوونځي په نوم ۳۵ پروژې پيل کړې، چې له امله به يې په يو شمېر ښوونځيو کې پرمختيايي کارونه ترسره شي.

کندوزي وويل: ((د يونيسف په ۱۱ ميليونه افغانۍ مالي مرسته به د جلال اباد ښار او ولسواليو يو شمېر ښوونځيو کې اړين کارونه ترسره شي.))

والي وايي، چې په دې پروژو کې د اوبو د څاه ګانو جوړېدل هم شامل دي.

والي په دې تړاو د غونډې څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ په ۳۵ سلنه ښوونځيو کې د څښلو اوبه نشته، يو شمېر ښوونځي مو ودانۍ نه لري او له اووم تر نهم ټولګي پورې ښووځينو کې درسي کتابونه کم دي.))

هغه په دې برخه کې د حکومت او مرسته کوونکو ادارو همکاري وغوښته او د پوهنې پر وزير يې غږ وکړ چې د دې ولايت معارف ته پاملرنه ډېره کړي.

د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسمعيل زي پژواک ته وويل چې پر دې مالي مرسته به په ۲۶ ښوونځيو کې هغه پروژې پلې شي چې اړتيا يې وي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه