کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د کابل د څلورګونو پوهنتونونو استادان د راتلونکې شنبې له ورځې د درس او د سمستر د ازموينو د نه ورکولو او د کانکور ازموينې د نه اخيستو اعتصاب پيلوي.
د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د ټولنې له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن يې په کابل کې د جمهوري رياست د سلاکارانو او ولسي جرګې د ځينو وکيلانو پر وړاندې د ليندۍ له ١٤ مې نېټې (شنبې ورځې) څخه د سمستر د ازموينو او کانکور د لغوه او درس نه ورکولو اعتصاب اعلان کړى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، استادانو د ليندۍ په اتمه د جمهوري رياست د سلاکارانو او لوړو زده کړو د وزيرې پوهنوال فريدې مومند سره غونډه نيولې وه، چې په هغه کې پرېکړه شوې وه، که چېرې ولسي جرګه او اړوندو مسولينو د لوړو زده کړو قانون تر نن چهارشنبې (د ليندۍ ١١مه) پورې رد نه کړ، نو دوی به د شنبې پر ورځ خپل اعتصاب پيل کړي.
سرچينه کاږي، استادانو نن د ولسي جرګې وکيلانو او د ارګ سلاکارانو ته په ډاګه کړه، چې دغه اعتصاب به تر هغه دوام لري، ترڅو د لوړو زده کړو هغه قانون چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت ولسمشر اشرف غني په بېړنۍ توګه د يوه تقنيني فرمان په ترڅ کې توشيح کړی، چې له امله يې د پوهنتونونو د استادانو غوسه يې راپارولې، د نوموړي تقنيني فرمان د رد غوښتنه کوي.
د يادې شوې ټولنې يوه غړي او د کابل پوهنتون استاد پوهاند لطف الله صافي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د کابل څلورګونو پوهنتونونو (کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، پولي تخنيک پوهنتون او طب پوهنتون) استادانو په کابل پوهنتون کې له يادو شويو چارواکو سره ناسته لرله.
ده زياته کړه، په دې ناستې پرېکړه وشوه، چې سر له راتلونکې شنبې ورځې به پوهنتونونو کې درس نه ورکوي او هم به د سمستر روانې ازموينې قطع کوي او له دې وراخوا به د را روان کانکور ازموينه نه اخلي.
د هغه په وينا، ترڅو پورې چې د استادانو غوښتنې ونه منل شي، خپل اعتصاب ته دوام به ورکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










