زرنج (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د نيمروز والي وايي چې په راتلونکي کې به په دغه ولايت کې پنځه سوه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى او سرحدي پوليس به تجهيز شي .
د نيمروز والي محمد سميع چې په دې وروستيو کې له کابل څخه راستون شوى، وايي چې په کابل کې يې د ولسمشر اشرف غني او يو شمېر وزيرانو په ګډون له حکومتي چارواکو سره ليدلي ، د کابينې په ناسته کې يې هم ګډون کړى او هغوى د امنيتي، بيارغونې، پوهنې او...په برخو کې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې هيڅ سيمه ييز پوليس شتون نه لري ، يوازې د پوليسو دوه امنيتي حوزې شته او د غوره امنيت د ټينګښت په موخه سيمه ييزو پوليسو او ډېرو امنيتي حوزو ته اړتيا ده.
محمد سميع چې سږ کال اوړى مهال د نيمروز د نوي والي په توګه ټاکل شوى، وويل ، د کورنيو چارو وزارت ژمنه کړې چې د وزارت په چوکاټ کې به پنځه سوه سيمه ييز پوليس او دغه راز د نيمروز امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې به دوه نورې امنيتي حوزې هم رامنځته کړي.
والي زياته کړه، چې سيمه ييز پوليس به په خاشرود او چهاربرجک ولسواليو کې ځاى پر ځاى شي، خو نېټه يې څرګنده نه کړه.
سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت دنده لري دوى په هغو سيمو کې په دندو ګومارل کېږي چې د ملي پوليسو شتون په کې کم وي.
د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه لوا مېشته ده، چې د دلارام-خاشرود لويې لارې د امنيت د ټينګښت مسووليت لري، خو په دغه ولايت کې امنيتي مسووليتونه تر ډېره د ملي پوليسو پر غاړه دي.
محمد سميع څرګنده کړه، چې دغه راز به د سرحدي پوليسو شمېر زيات او دوى به لا ډېر سنبال شي.
نيمروز له ايران سره ٢٣٠ کيلومتره ګډه پوله لري، چې ٨٥ کيلومتره يې پرانيستې ده او په يادو سيمو کې امنيتي پوستې شتون نه لري.
دغه راز نيمروز له پاکستان سره هم ٢٢٠ کيلومتره ګډه پوله لري چې ١٨٥ کيلومتره يې پرانيستې ده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي او سرحدي پوليس، له يادو دوه هېوادونو سره د پولو په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو لپاره د پوره تجهيزاتو او پوستو کمښت يو ګواښ بولي او وايي چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او وسله وال مخالفين له دغو تشو څخه په ګټې ايران ته نشه يي توکي لېږدوي او دغه راز وسله وال مخالفين امنيت ګډوډوي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې نشه يي توکي تر ډېره له سوېلي ولايتونو څخه نيمروز او له دغه ولايت څخه ايران او بيا اروپا ته قاچاق کېږي.
د نيمروز والي وويل چې په کمال خان بند کې به د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په موخه ډېر ځواکونه ځاى پر ځاى کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د انرژۍ او اوبو وزارت د دغه ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند د دويم پړاو کار له بشپړېدو خبر ورکړى او ويلي يې دي چې په تېرو دوه مياشتو کې پر کمال خان بند باندې د وسله والو مخالفينو له خوا بريد شوى چې په پايله کې يې د اوبو او انرژۍ وزارت څلور کارکوونکي ټپيان شوي دي.
دغه بنسټيزه پروژه چې په درېيو پړاونو کې د سل ميليون ډالرو په لګښت عملي کېږي، سل زره هکټاره ځمکه خړوب او له ٨ مېګاواټه ډېره برېښنا به توليد کړي.
د نيمروز والي وويل چې د ښار جوړونې وزارت اړونده رياست ته د کاري وسايلو د لېږدونې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمپاين د پيلولو ژمنې کړې دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې اوس هم په دغه ولايت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې کوکنار کرل کېږي او وسله وال مخالفين ترې ډېر عايد ترلاسه کوي.
د دوى په وينا، تېر کال پر شا وخوا ١١ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و، خو سږ کال دغه اندازه ١٣ زره هکتاره ته لوړه شوې چې ډېر يې له هلمند او فراه سره پر پولې په دلارام او خاشرود ولسواليو او له ايران سره پر پوله په چهاربرجک ولسوالۍ کې کرل شوي و.
د نيمروز والي زياته کړه چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ١٥٠ ځوانانو ته د روزنيز پروګرام چارې پيلوي او دغه راز د قومونو او قبايلو چارو وزارت په نيمروز ولايت کې ٤٠٠ عالمان سره راټولوي، څو دغه عالمان له سيمه ييزې ادارې سره د امنيت د ټينګښت او شخړو د حل په برخه کې کار وکړي.
دغه راز د پوهنې وزارت په دغه ولايت کې د يو شمېر نويو ښوونځيو د پرانسيتې ژمنه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










