منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لته بند – سروبي سړک د قير کولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٤): د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د لته بند – سروبي سړک د قير کولو چارې پيل شوې.

د نويد نوري سړک جوړونې شرکت استازي احمد خالد د دې سړک د جوړېدو د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک د فوايد عامې وزارت له لوري په ٩٤٦ ميليونو افغانيو جوړېږي، چې اړوندې چارې يې دوى پرمخ بيايي.

ده زياته کړه، د لته بند – سروبي سړک چې ٢٧ کيلومتره دى، اوسمهال يې د ١١،٥ کيلومتر قير کولو چارې پيل شوې، چې د پاتې برخې د سړک د هوارېدو چارې هم پيل شوې دي.

د هغه په وينا، هڅه کوي د دغه سړک چارې تر راتلونکو ١٨ مياشتو پورې بشپړې کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل په دې مراسمو کې وويل، له ډېرو هلوځلو وروسته په دې وتوانېدل چې د دې سړک منظوري له دولته واخلي او د قير کولو چارې يې پيل کړي.

هغې زياته کړه، د دې سړک د جوړېدو پرمهال به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم له جوړېدو وروسته به ورسره د خلکو په ژوند کې اسانتياوې راشي.

خو نوموړې د سيمې له خلکو وغوښتل چې د سړک جوړولو د اړوندو کسانو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو څوک ورته ستونزې جوړې نه کړي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه