منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې دوه ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

پل علم (پژواک،١٢ ليندۍ٩٤): په لوګر ولايت کې د سلو ميليونو افغانيو په لګښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سيمه کې د اوبو د کانال او په بره کي برک ولسوالۍ کې د نجونو د دارالحفاظ جوړېدل شامل دي.

د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، د لوګر والي محمدحليم فدايي او ځينو نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و.

عظيمي په دې غونډه کې وويل، د يادو پروژو مالي لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بديل معيشت پروګرام له خوا ورکول شوى دى.

هغې زياته کړه، د کانال په جوړېدو سره د دغه ولايت زرګونه جريبه ځمکه خړوبېږي او له دارالحاظ څخه به لسګونه نجونې ګټه پورته کړي.

د دې په وينا، پر يادو دواړو پروژو سل ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.

د لوګر والي محمدحليم فدايي هم وويل چې دغه پروژې د لوګر ولايت لپاره ډېرې مهمې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د اوبو کانال له بره کي برک ولسوالۍ څخه پيل او د بابوس تر سيمې غځېدلى چې ٤٦ کيلومتره اوږدوالى لري او د لارې په اوږدو کې زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي.

د هغه په خبره، د نجونو دارالحفاظ ٨ خونې لري چې څلور يې اداري او څلور نورې يې تدريسي دي.

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د بابوس سيمې اوسېدونکي ملک باقي پژواک ته وويل: ((مخکې موږ ته ډېرې کمې اوبه رسېدې، خو اوس چې دغه کانال جوړ شو، د اوبو له ضايعاتو څخه پوره مخنيوي کېږي.))

د هغه په وينا، کله چې پټيو ته برابر اوبه ورسېږي، نو حاصلات يې هم ښه وي.

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سيمې اوسېدونکي عصمت الله پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوښ يو چې په دې سيمه کې د نجونو لپاره دارالحفاظ جوړ شو.))

ده زياته کړه، تر دې وړاندې د نجونو دارالحفاظ ودانۍ نه درلوده او په کرايي کور کې يې زده کړې کولې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه