منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

اسعد اباد، کلات (پژواک،١٢ليندۍ٩٤): د کونړ ولايت د شيګل او شلطن ولسواليو لسګونو قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او د زابل د پوليسو له روزنيز مرکز څخه سل تنه فارغ شول.

د کونړ ولايت چارواکو او د شيګل او شلطن ولسواليو لسګونو قومي مشرانو د ليندۍ په ١٢مه ګډه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د شيګل ولسوالۍ قومي مشر علي الرحمن وويل، په ولسوالۍ کې ټول ولسونه له دولت او امنيتي ځواکونو سره همکار  دي.

هغه زياته کړه، شيګل يوه د امن او سولې ولسوالۍ ده چې په ټولو سيمو کې يې ښوونځي فعاله دي.

د ده په وينا، د شيګل ولسوالۍ ځوانان د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.

دى وايي: ((موږ چمتو يو چې خپل ځوانان نور هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې شامل کړو.))

د شلطن ولسوالۍ قومي مشر عجب خان وويل، دولت دې د دې ولسوالۍ چې نوې جوړه شوې، د قوم په خوښه په يوه مناسب ځای کې د ودانۍ جوړولو تابيا وکړي.

د شلطن ولسوالۍ چې تازه له شيګل ولسوالۍ نه بېله شوې او د کونړ ولايت پنځلسمه ولسوالۍ ده، د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ولسوالۍ چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، د ناامنۍ ستونزې په کې ډېرې دي.))

ده هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرستې ته چمتو دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل، په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه د خلکو ملاتړ اړين دى.

ده زياته کړه: ((موږ په همدې خاطر ولسواليو ته سفرونه پيل کړي، چې له قومي خلکو سره له نږدې وګورو او د هغو خلکو چې له دولت سره يې فاصله پيدا شوې، د قومي مشرانو په مرسته د خبرو  شته واټن له منځه يوسو.))

نوموي د دواړو ولسواليو له خلکو څخه وغوښتل، چې د سولې په برخه کې له دولت سره مرسته وکړي او همدارنګه له امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې، د زابل ولايت د پوليسو له روزنيز مرکز څخه سل پوليس فارغ شول.

د زابل د امنيه قوماندان پاسوال ميرويس نورزي پژواک ته وويل، په دې روزنيز مرکز کې ٦ اوونۍ يادو پوليسو ته زده کړې ورکول شوې دي.

هغه وايي، دې پوليسو ته د حقوقو، جنايي جرمونو د پلټنې، تکتيکي جګړې او عقيدتي برخه کې زده کړه ورکول شوې ده.

د ده په خبره، دغه پوليس د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه د زده کړې په موخه را ټول شوي وو او اوس به بېرته خپلو دندو ته ځي.

له ياد مرکز څخه يو تن نوي فارغ شوي پوليس نورالله پژواک ته وويل: ((دغه روزنيز پروګرام له هر لحاظه موږ ته ګټور و.))

هغه وايي، په راتلونکي هم بايد دوى ته دغه ډول کورسونه جوړ شي، ترڅو وکولى شي په ښه ډول جګړه وکړي او قانون پلى کړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه