منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بدل ودونه ناوړه پايلې لري

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

زرنج (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٤): د هېواد په يو شمېر سيمو کې د "بدل" په نوم يو ناخوښه دود اوس هم شته، چې د دوو کورنيو اړيکې پيکه کوي او ان د طلاق لامل کېږي.

"بدل" په دې معنا چې يوه کورنۍ خپله نجلۍ د بل کور هلک ته ورکوي او د دوى لور بيا د خپل کور هلک ته په نکاح کوي.

دا ډول ودونه بېلابېل عوامل لري، چې اقتصادي ستونزه يې يو لامل ده، د هغو کورنيو په منځ کې چې ولور په کې رواج دى، له هغه تېرېږي او د خپلو نجونو او هلکانو ودونه د بدل په ډول تر سره کوي.

په نيمروز کې ځينې هغه کورنۍ چې دغه دود يې تر سره کړى، وايي چې له دغه کار څخه ښه خاطره نه لري او لوڼې يې د مېړونو په کورونو کې د تاوتريخوالي موخه ګرځي.

دوى زياتوي چې دغه رواج د دې لامل شوى، چې يو شمېر ښځې له طلاق سره مخ شي.

د نيمروز مرکز زرنج ښار يوه اوسېدونکي خان محمد وويل، دېرش کاله وړاندې يې خپله خور د نجم الدين په نوم يوه خپلوان ته په نکاح ورکړې او په بدل کې يې د نجم الدين خور ځانته نکاح کړې ده.

هغه پژواک خبري ژانس ته وويل، دواړو کورنيو دغه کار د دې لپاره وکړ چې د ولور د ورکړې وس يې نه درلود. په لومړيو کلونو کې يې ښه ژوند درلود، خو په وروستيو کې د هغو ناوړو خبرو له امله چې د خواښې له لوري به يې خور ته کېدلې، مور به يې دى هم دې ته اړ ايسته چې له کوم لامل پرته پر خپلې مېرمنې هم فشار راوړي او بهانه ورته پيدا کړي.

خان محمد زياته کړه: "که چېرې به مې خور د مېړه په کور کې نوي کالي نه درلودل، نو ما هم نه شوى کولى چې خپلې مېرمنې ته نوې جامې واخلم او يا به کې چېرې بې مالګې او تروشه ډوډۍ پخېده، نو ما هم بايد له کوم دليل پرته په خپلې غوسه کړې وى، تر دې چې مور مې اړ ايستم چې بله ښځه وکړم."

هغه زياته کړه، دويمه مېرمن يې هم وکړه او لومړۍ مېرمن يې هم وساتله، خو اوښي يې پر دې سربېره چې دويمه مېرمن يې وکړه، د هغه خور ته يې هم طلاق ورکړ او له خور څخه يې درې لوڼې او يو زوى هم ورته پاتې دي.

خان محمد وويل: "ما دا چې له خپلې ښځې سره مينه درلوده، خو بيا مې هم د خپلې مور له ډېر ټينګار سره هم هغې ته طلاق ورنه کړ، خو اړ شوم چې بله ښځه هم وکړم او لومړۍ مېرمن چې په بدل وه، نو بدل د دې لامل شو چې خور مې طلاق شي او زه درې ښځې وکړم."

د نيمروز د ښځو چارو رياست سږکال د طلاق ٩ پېښې ثبت کړې دي.

دغه شمېرې په ګوته کوي، چې په نيمروز ولايت کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تاوتريخوالي ٨٠ موارده او د تېر کال په ورته موده کې ٦٠ موارده ثبت شوي دي.

د نيمروز د ښځو چارو مشرې امنې حکيمي وويل، درې قتلونه او د ځان سوځونې يوه پېښه چې په مرګ پاى ته رسېدلې، د سږ کال د تاوتريخوالي په پېښو او دوه قتلونه هم تېر کال تر سره شوي دي. له دې پرته وهل ډبول، له کور څخه تېښته، د کم عمر پر مهال کوژدنه کول، نفقه نه ورکول او... د تاوتريخوالي نورې پېښې جوړوي.

هغې زياته کړه، تېر کال د بدل ١٢ موارده ثبت شوي، خو سږ کال بيا تر اوسه پورې کوم مورد نه دى ثبت شوى.

خو مېرمن حکيمي وويل، د بدل رواج تر اوسه پورې په دغه ولايت کې شته، چې په ځينو مواردو کې د دوو کورنيو تر منځ د اړيکو د پيکه کېدو لامل هم کېږي. ان کم عمره نجلۍ هم په بدل ورکول کېږي چې د ښځې او مېړه تر منځ تريخ ژوند تېرېږي.

د ياد ناخوښه دود يوې قرباني شوې مېرمنې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې ١٤ کاله وړاندې ١٣ کلنه وه، چې ورور يې يوه ځوان ته په نکاح کړه او په بدل کې يې د هغه ځوان خور ځان ته نکاح کړه.

يادې مېرمن، چې د زرنج ښار اوسېدونکې ده، زياته يې کړه چې تر اوسه پورې له خپل مېړه او کورنۍ سره د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

هغې زياته کړه: "خواښې به مې راته ښکنځلې کولې او د کور سخت کارونه لکه د غوا او مېږو ساتل، اوړه لندول او کاليو وينځل او نور کارونه به يې هم په ما باندې کول، څو مې مېړه مجبور کړ چې بله ښځه وکړي."

يادې مېرمنې زياته کړه، له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې مېړه دويمه ښځه په نکاح کړې، خو هغې ته نفقه نه ورکوي.

يادې مور وويل، اوس د خپل مېړه په يوه کور کې ژوند کوي او د خپل يوه وړوکي زوى او دوو لورګانو ټول لګښتونه د خياطۍ له لارې ترلاسه کوي.

د نيمروز د استيناف محکمې مشر قضاوتمند مولوي عطاءالله  فکري وايي، انسان ازاد پيدا شوى او د يوه ازاد انسان په بدل کې بايد بل څوک ورنه کړل شي، ازاد انسان بايد د يوې خور او نجلۍ په بدل کې ورنه کړل شي، واده بايد په رضايت سره او د مهر په ورکړې سره تر سره شي، نه د بل انسان په بدل کې چې په هغه کې د څلورو کسانو برخليک يو ځاى تړل شوى وي.

هغه په دې اړه يو حديث هم نقل کړ چې حضرت محمد (ص) مسلمانان د بدل له نکاح څخه منع کړي او فرمايلي يې دي، چې کونډه او يا نجلۍ تر هغه وخت پورې په نکاح نه ورکول کېږي، څو له دوى سره مشوره نه وي شوې.

فکري په هېواد کې د کورنيو تر منځ د٧٠ سلنه شخړو او تاوتريخوالي بنسټ د بدل د واده له امله وباله او زياته يې کړه: "ځکه په يو شمېر کليو او بانډو کې مې وليدل چې دغه رواج تر اوسه پورې شته او د دا ډول ودونو په ضد هغومره تبليغ نه کېده، نو په همدې موخه مې يو کتاب ليکلى، څو د وس پر مهال يې مخه ونيول شي."

نوموړي د "بدل نکاح" تر نوم لاندې په پنځوسو مخونو کې او دېرشو عنوانونو تر نوم لاندې د درېيو کلونو په موده کې يو کتاب ليکلى، چې په هغه کې خلکو ته سپارښتنه شوې، چې د بدل رواج ته نور د پاى ټکى کېږدي.

ياد ديني عالم چې په تېرو لسو کلونو کې يې په قضايي ادارو کې د دايکنډي، غور، بادغيس او نيمروز ولايتونو د استيناف محکمو د رييس په توګه کار کړى، نو په خپل کتاب کې يې له هغو ټولو تجربو چې د قضا په برخه کې يې لرلې، ګټه اخيستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشر حقونو خپلواک کميسيون د ښځو او نجونو د تاوتريخوالي په برخه کې، چې طلاق، د بدل او کم عمره ودونه او... تشکيلوي؛ ٢٦٠٠ قضيې ثبت کړې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه