منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فارياب پوهنتون ٩ محصلين مسموم شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

ميمنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د فارياب پوهنتون ٩ محصلين مسموم شوي چې د دريو روغتيايي وضعيت نازک دى.

دا پېښه تېره شپه د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د محصلينو په يوه خصوصي ليليه کې رامنځته شوه.

د فارياب د عامې روغتيا رياست سرپرست ډاکټر عبدالمعروف ثمر وايي چې ٩ محصلين افغان-ترک روغتون ته لېږدول شوي ، درې کسه نور يې د بې هوښۍ په حالت کې دي .

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا هم د مسموميت لامل نا څرګند دى او روغتيايي مختصصن يې د لامل  معلومولو په هڅو لګيا دي، امکان لري چې د مسموم شوو خوړو نه پيدا شوى وي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې دا محصلين د اسلامي جمعيت ځوانانو پورې اړوندې ليليې( فرهنګ سراى) کې مسموميت شوي او د پېښې د لامل معلومولو لپاره څېړنې پيل شوې دي.

په فارياب کې د اسلامي جمعيت د ځوانانو مشر فيروز ايماق وويل چې د مسموميت لامل مرموز دى، تېره ورځ يو شکمن سپين ږيرى د سوالګر په جامه کې د فرهنګ سرا دروازې ته راغلى ، پيسې يې غوښتي او محصلينو يوه اندازه پيسې هم ورکړې دي.

ايماق زياته کړه چې له دې وروسته، دا پېښه رامنځته شوه او امکان لري چې دې شکمن کس مسموم کوونکي توکي کارولي وي.

د فارياب پوهنون، څه باندې اووه زره محصلين لري، دوه کاله وړاندې يو محصل په ليليه کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ووژل شو او ١٧ نور ژوبل شول چې د ځينو بدنونه سوځېدلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه