کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٤): د لوړو زده کړو قانون په مسوده کې د بدلون رامنځته کولو له امله د کابل د څلورګونو پوهنتونونو استادانو اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځېد.
دغه استادان وايي، ترڅو چې د ملي يووالي حکومت او د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو نوى قانون چې د يوه تقنيني فرمان په ترڅ کې د ولسمشر له لوري پاس او د اجرا وړ ګرځېدلى؛ رد نه کړي، نو دوى به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
په هغه اعلاميه کې چې نن (د ليندۍ ١٦ مه) د يادو استادانو له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د لوړو زده کړو نوى قانون د يوه تقنيني فرمان په ترڅ کې له توطيې ډک او په وارخطايۍ سره نافذ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، د ياد قانون په اړه تر اوسه پورې د څلورګونو پوهنتونونو (کابل، طبي، پوليتخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو) استادانو ته کره ځواب نه دى ورکړل شوى.
په اعلاميه کې راغلي: "استادانو په دې اړه څو ځلې د لوړو زده کړو له وزيرې فريده مومند، د ارګ له سلاکارانو او د پارلمان له غړو سره خبرې اترې کړې، خو تر اوسه پورې دوى ته کره ځواب نه دى ورکړل شوى."
سرچينې زياته کړې، د يادو پوهنتونونو استادانو د ليندۍ مياشتې په ١٤مه په ټولو پوهنتونونو کې کاري اعتصاب اعلان کړى او د يادو پوهنتونونو له محصلينو ازموينې نه اخلي.
په اعلاميه کې يادونه شوې، که چېرې د استادانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، نو دوى به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت د يوې اعلاميې په صادرولو سره له استادانو غوښتي، څو له مهالوېش سره سم د مني سمسټر وروستۍ ازموينې پاى ته ورسوي.
په اعلاميه کې راغلي چې د لوړو زده کړو قانون په اړه تقنيني فرمان ته به د پوهنتونونو د استادانو، د دغه وزارت د مشرتابه، ملي شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو په تفاهم له قانوني لارې لاسرسى کېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










