ژبه

زابل کې د دریو ماشومانو په ګډون ٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې د زابل ولايت په ځينو امنيتي پېښو کې د دريو ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د زابل د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي اردو او پوليسو د دې ولسوالۍ په اړوند سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې پرون ناوخته د شهبار خان په سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوى او دوه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د نښتو پر مهال يو ماشوم هم وژل شوى دى.

د محب الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوی ماشوم ١٢ کلن و او له جومات څخه کور ته پر لاره و چې مخې ته يې مرمۍ ولګېده.

بلخوا د مېزانې ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف وايي چې پرون د دې ولسوالۍ په اسماعيل کلي کې د ماين د يوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او بل ټپي دى.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع