کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د کابل د څلورګونو پوهنتونونو اعتصاب کوونکو استادانو غوښتنو ته د لاسرسي غوښته وکړه او له حکومت يې وغوښتل، څو ژر تر ژره د لوړو زده کړو د قانون په اړه تقنيني فرمان يادې جرګې ته ور واستوي.
د لوړو زده کړو قانون په مسوده کې د بدلون رامنځته کولو له امله د کابل، طبي، پوليتخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو استادانو اعتصاب، شپږمې ورځې ته وغځېد.
استادان وايي، تر هغه مهاله پورې چې د لوړو زده کړو د نوي قانون په اړه د ولسمشر عملي شوى تقنيني فرمان رد نه شي، دوى به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.
دوى وايي چې د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ له ٢٥٠٠ زيات استادان منفک او شاوخوا ٧٨٥ نور استادان تقاعد ته اړ ايستل کېږي.
ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي وويل: "د لوړو زده کړو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د قانون خلاف دى او غواړي چې له هغه څخه په ګټې، مسلکي کدرونه يا منفک او يا هم تقاعد ته اړ باسي."
هغه زياته کړه چې د استادانو په کاري اعتصاب سره د هېواد بچيان بې برخليکه شوي او حکومت او ملي شورا بايد په دې اړه تصميم ونيسي.
په ياده جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري وويل: "که چېرې د استادانو غوښتنو ته پام ونه شي او د ولسمشر تقنيني فرمان رد نه شي نو د کابل پوهنتونونه به د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شي او مسلکي استادان به تقاعد ته اړ ايستل شي."
د نوموړي په وينا، استادان په حقه دي او د دوى غوښتنو ته بايد په وړه سترګه ونه کتل شي.
نوموړي په دې اړه د ولسي جرګې د ځانګړې ناستې د تر سره کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل: "ولسي جرګه بايد ځانګړې غونډه تر سره کړي او د فرمان برخليک بايد روښانه کړي، څو د استادانو ستونزه حل شي."
د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د استادانو مشروع غوښتنو ته د لاسرسي او د دوى د اعتصاب د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي قدير چې د جرګې د نن ورځې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل چې د پوهنتونونو استادانو ته بايد ژر تر ژره لاسرسى او د لوړو زده کړو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان ولسي جرګې ته راولېږل شي.
هغه په پارلماني چارو کې د دولت له وزارت وغوښتل، څو ياد فرمان ژر تر ژره ولسي جرګې ته راولېږي، څو ياده جرګه په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
نوموړي دغه راز د يادې جرګې د لوړو زده کړو او پوهنې کميسيون ته لارښوونه وکړه، څو د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د استادانو کاري اعتصاب ته د پاى ټکى کېږدي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










