منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيکا والي : فارغ شوي ټول محصلين به د ښوونکو په توګه جذب شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

ښرنه ( پژواک،  ٢١ليندۍ ٩٤ ) : د لومړي ځل لپاره د پکتيکا د ښوونې او روزني له پوهنځي څخه لسګونه محصلين فارغ او ورته سندونه ورکړل شول.

په دې اړه د ليندۍ په ٢١مه، په جوړه شوې غونډه کې د پکتيکا والي امين الله شارق د ولسمشر پيغام ولوست چې د محصلينو دفراغت د مبارکۍ ترڅنګ يې پر دې خوښي څرګنده  کړې چې د پکتيکا ځوانان تحصيل کوي.

والي  زياته کړه چې پکتيکا يو نا امنه ولايت و، خو اوس د ولس او دولت د ښې همغږۍ په لرلو او د ولسي ملاتړ له امله يې امنيت ټينګ شوی او خلک په ارامه ژوند تېروي.

هغه د پکتيکا پر پانګوالو غږ وکړ چې په دې ولايت کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې او خپل ولايت له نورو سره سيال کړي.

شارق فارغ شوو محصلينواو د هغوی کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې دغه ٩٥ فارغ   کسان به ټول د پوهنې  په رياست کې د ښوونکو په توګه په دندو وګوماري او له محصلينو يې وغوښتل چې له دوی سره په دې برخه کې همکار شي.

د پکتيکا پوهنتو رييس دريا خان هڅاند پژواک اژانس ته وويل ، دوی ټول ۱۱۰۰ تنه محصلين لري چې د ښوونې او روزنې او کرنې په پوهنځيو کې زدکړې کوي.

هڅاند د پوهنتون د ودانۍ او ترانسپورټ  نشتون خپلې ستونزې وبللې او د پکتيکا ولايت له پانګوالو او ولايتي ادارې څخه يې د  پاملرنې غوښتنه وکړه .

غونډې ته د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، راغلو مېلمنو او محصلينو هم خبرې وکړې .

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه