منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون د تحصيلي کدرونو د پياوړتيا مرکز پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٣ لېندۍ ۹۴): د لوړو زده کړو وزارت او "د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا" پروګرام له لوري په ننګرهار پوهنتون کې د تحصيلي کدرونو د پياوړتيا مرکز پرانيستل شو.

د  "کارموندنې دفتر" په نوم  دغه مرکز چې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا پروګرام يا "USWDP " له لوري تمولېږي، د څلورمو ټولګيو محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابروي.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل د لېندۍ په ۲۲مه د دغه دفتر د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه دفتر په فعالېدو به يې په عملي برخه کې د محصلينو علمي کچه لوړه شي.

مياخېل  د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا پروګرام له مسولينو مننه وکړه چې دا پروژه يې د ننګرهار په پوهنتون کې پيل کړه، ځکه محصلين يې عملي کار ته اړتيا لري.

د پوهنتون رييس وايي: ((په دغه مرکز کې به زموږ محصلينو ته په بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکول کېږي او مهارتونه به يې پرې زياتېږي.))

د پوهنتونو د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا پروګرام مرستيال ډاکټر ظاهر جبارخېل په پرانيسته غونډه کې وويل چې په ياد مرکز کې به محصلينو ته د کارموندنې لارې چارې هم ښودل کېږي.

جبارخېل زياته کړه: ((دا مرکز تر ۴۰ زيات کمپوټر، انټرنيټ او يو شمېر کارمندان لري، د کمپوټر، کارموندنې، عامه اړيکو او نورو مهارتونو د ترلاسه کولو په برخه کې به محصلين روزي.))

د دغه پروګرام يوه مسوول احمدسيرمحب زاده پژواک اژانس ته وويل: ((د دغه مرکز د پرانيستلو يو هدف دا دی چې موږ د مارکېټ د غوښتنې پر بنسټ تحصيلي کدرونه بازار ته وړاندې کړو.))

د دغه مرکز تر پرانيستو وروسته يادې ادارې "د پوهنتون صنعتي مشورتي شورا" لومړۍ ناسته هم وکړه چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې له استازو او پانګوالو سره جوړه شوې وه.

مسولين وايي چې دا شورا به د ننګرهار پوهنتون د رييس په مشرۍ له صنعتي ټولنو سره د تحصيلي کدرونو د انکشاف په موخه په مياشت کې يوه غونډه کوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيکو مسوول حاجي عزيز الرحمن عرب په دې غونډه کې وويل چې پانګوال به د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلين په عملي برخه کې روزي.

عرب وويل: ((يو شمېر محصلين له فراغت وروسته په اړوند رشته کې دنده نه شي پيدا کولی، لامل يې دا دی چې په مارکېټ کې باتجربه کارکوونکي ته اړتيا وي او تازه فارغ شوي محصلين خپله رشته کې بې تجربې وي.))

هغه وايي چې "د پوهنتون صنعتي مشورتي شورا" په مرسته به محصلين  پر  تيوريکو زده کړو سربېره عملي زده کړې هم ترلاسه کړي.

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصل عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((د پوهنتون په ډېرو پوهنځيو کې د کمپيوټر ساعتونه تدريس کېږي؛ خو عملي کار لپاره ځای او کمپيوټرې نه لرو.))

دی وايي چې د دغه مرکز په رامنځته کېدو به محصلين، کمپيوټر او انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کړي او په عملي برخه کې به هم زده کړي ترلاسه کړي.

د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پياوړتيا پروګرام د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د هېواد په ۱۱ پوهنتونونو کې د "کارموندنې دفتر" په نامه مرکزونه لري او محصلينو ته په کې د عملي زده کړو زمينه برابره ده.

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په بهسودو، کامې او سره رود ولسواليو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دريو ميليونو افغانيو په لګښت د ٣٠  ژورو څاه ګانو پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې له دې پروژې څخه به زرګونه کورنۍ برخمنې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه