منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې لسګونه معلولين له حرفوي زده کړو فارغ شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد- مهترلام (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): د لغمان سلګونو کورنيو ته د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه، بلخوا په ننګرهار کې ۵۳ معلولينو ته د فراغت سندونه او د کار اړوند وسايل ووېشل شول.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له خوا د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د معلولينو پروګرام له لارې يې د ننګرهار ۵۳ نارينه او ښځينه معلولين په بېلابېلو حرفوي برخو کې روزل شوي دي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې معلولينو ته بايد د کسب او کار فرصتونه برابر شي.

هغه زياته کړه: ((معلولين حق لري چې د غيرمعلول وګړو په څېر د ټولنې په هره برخه کې له خپلې وړتيا سره سم رول ولوبوي. که چيرې دوی ته د زده کړې، کار او نورو ټولنيزو چارو د ترسره کولو وړتيا ورکړل شي، نو هغوی بيا کولی شي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او بل چا ته به اړ نه وي.))

د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل، په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه چې معلولين هم په کې شامل دي، په حرفوي برخو کې روزل شوي دي.

په ختيځ کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د معلولينو پروګرام مشر سلطان محمد ناصري وويل، په فارغو معلولينو کې ۲۹ نارينه او ۲۱ ښځې وې چې د کاليو ګنډلو، لاسي صنايعو، فلزکارۍ، مهره دوزۍ او نورو کسبونو زده کړه يې وکړه.

هغه زياته کړه، يادو کسانو ته د بهسودو، غني خېلو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې په بېلابېلو حرفوي زده کړو مرکزونو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکې مدينه چې په دواړو پښو د ګوزڼ له امله په دواړو پښو معلوله شوې او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خوښي څرګندوي چې د يوې معلولې مېرمنې په توګه به وکولی شي د خپلې کورنۍ په مالي ملاتړ کې اغېزمن رول ولوبوي.

هغې زياته کړه: ((ما د کاليو ګنډلو په اته مياشتني حرفوي زده کړو کورس کې ګډون وکړ، نن يې راته د کار وسايل هم راکړل، ان شاءالله چې له دې وروسته به زه د خلکو کالي ګنډم او يو څه عايد به ترلاسه کوم.))

د يوه بل خبر له مخې، نن په لغمان ولايت کې پر  ١٠٢٥ کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دې مرستو د وېشلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې
يادې مرستې پر زلزله ځپلو او جنګ ځپلو کورنيو وېشل کېږي.

هغه زياته کړه، هرې کورنۍ ته د ٢٤٠ امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي تو او غير خوراکي توکي ورکول کېږي.

د صفي الله په نوم يوه تن پژواک اژانس ته وويل، دوى ډېر اړمن دي او له حکومته يې مننه وکړه چې په مناسب وخت کې يې ورسره مرسته وکړه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه