خوست ښار (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٤): د خوست د شپې لېسې نارينه او ښځينه زده کوونکي د دغه ولايت د پوهنې له مسوولينو د خپلو زده کړو د کيفيت د لا ښه کېدو لپاره د اړينو اسانتياوو غوښتنه کوي.
زده کوونکي وايي چې که څه هم د کتابونو او قرطاسيې په برخه کې جدي ستونزه نه لري، خو هغه ډول زده کړې نه ورکول کېږي چې د ورځني ښوونځيو زده کوونکي ترې برخمن دي.
د دې لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی محمد عثمان د ورځې په اوږدو کې د خوست ښار په سوېلې څنډه کې د پټرولو د خرڅلاو کاروبار کوي او مازديګر دغه ښوونځي ته راځي.
نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د شپې لېسه د ده غوندې کاروباريانو لپاره د زده کړو بهترينه موکه وبلله، خو له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د زده کړو کيفيت ته يې پاملرنه وکړي.
هغه وويل: ((له مازديګر څخه ماښام تر ناوخته درې مضمونونه راته تدريس کوي، خو وخت يې کم دی. بل هغه عملي زده کړې چې د ورځې زده کوونکي يې لري، موږ ته نه دې برابر شوې.))
په خوست کې د يوې غير دولتي موسسې کارکوونکې مېرمن سپوږمۍ چې د دې لېسې د دوولسم ټولګې زده کوونکې ده، له تېرو دريو کلونو راهيسې دلته زده کړې کوي.
سپوږمۍ د يوې سروې د ترسره کولو په خاطر چادري په سر ټوله ورځ له خپلو نورو همکارو سره کلي په کلي ګرځي او مازديګر مهال ستړې ستومانه خپل ټولګي ته د زده کړو لپاره ځان رسوي.
هغې پژواک ته وويل: ((په کابل کې مې زده کړې کولې، خو پېښور ته له مهاجرت سره سم له زده کړو پاتې شوم. اوس دې لېسه کې نيمګړې زده کړې پوره کوم. موږ د زده کړو ټولې اړينو اسانتياوو غوښتنه کوو.))
مېرمن سپوږمۍ د شپې لېسه د ځان غوندې خويندو لپاره زرين چانس بولي، خو د پوهنې له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زده کړو د کيفيت ښه کولو په برخه کې بنسټيز بدلون راولي.
د دې لېسې يوه ښوونکې، وزيره سعادت هم د ورځې په اوږدو کې بل ځای رسمي بوختيا لري، خو د ورځې په اخر کې له ستړيا سره، سره پرله پسې دريو بېلابېلو ټولګيو ته تدريس ورکوي.
هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پوهنې پر مسوولينو له دې امله نيوکه وکړه چې د دې لېسې د ستونزو د هواري په برخه کې يې لازمه پاملرنه نه ده ورته کړې.
دې زياته کړې: ((دا خويندې شاهد حال دي چې له يو او بل ښوونځي او موسساتو څخه مې کتابونه راوړي او دوی ته مې ورکړي دي. لابراتوار باندې هېڅ کار نه دی ورته شوی. پوهنې رياست دې لېسې ته هېڅ توجه نه ده کړې.))
login or register a new account.