منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د ۳۴۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې پلې او پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۶ لېندۍ ۹۴): د کليو پراختيا وزير په ننګرهار ولايت کې د ۲۳۰ ميليونه افغانيو د کارموندې پروژې پيل او د ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

د کليو پراختيا وزير  نصيراحمد دُراني د لېندۍ په ۲۶مه جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې د کارموندنې په پروژو کې به کابو اوه زره کسانو ته  کاري زمينې برابرې شي او له ټولګټو پروژو به سلګونه زره کسان ګټه واخلي.

هغه زياته کړه چې ۱۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت نن په دغه ولايت کې ۷۷ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دراني وويل: ((دې پروژو کې د ۲۱۰۳ جريبه ځمکې د خړوبولو کانالونه، ۹۸۳۵ متره استنادي دېوالونه، ۳۳۵ جريبه ځمکې د خړوبولو ذخيرې، ۱۷متره د اوبو سربند، ۵۶ پلچکونه، ۶۷۰۳ کليومتره سړکونه او ۳۸۷۷ متره د پليو لارو جوړول شامل دي.))

د نوموړي په وينا، په دې پروژو کې د يوه ښوونځي د ودانۍ په ګډون ځينې نورو وړې  او غټې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو يې سلګونه زره خلکو ته اسانتياوې برابرې شوې.

وزير د يادو پروژو له ډلې د بهسود ولسوالۍ د سراچې په سيمه کې سلګونه متره فرعي سړک هم ګټې اخيستنې ته وسپاره چې له امله به د سيمې سلګونه کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.

بلخوا د کليو پراختيا وزير وويل چې نن به په دغه ولايت کې په رسمي ډول د ۲۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د کارموندنې پروژې پيل شي.

وزير وايي: ((دا پروژې چې پخوا يې ولسمشر په هېواد کې د پيل اعلان کړی، نن مو پيل له ننګرهاره وکړ. موږ په د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د پخوانيو پروژو په بيارغونه کې کابو اوه زره کسانو ته موقتي کار پيدا کړو.))

نوموړي وويل چې دا پروژې د ننګرهار په بهسودو، سره رود، کامې کوز کونړ، دره نور او ګوشتې ولسواليو کې د ۳۷۳ کليوالي شوراګانو له لوري پلي کېږي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي بيا د کليو پراختيا له وزيره غوښتنه وکړه چې په يو شمېر ولسواليو کې ورته پروژو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((په ځينو سيمو کې وړې پروژې چې سيمو او خلکو ته به يې ګټې ورسېږي اړينې  دي، موږ بايد په لرو پرتو سيمو کې د ثبات لپاره خلکو ته کاري زمينې برابرې کړو.))

د ننګرهار د پرمختيايي شوراګانو په استازيتوب قاري هجرت الله وويل: ((په سرحدي ولسواليو کې له ملي پيوستون پرته نورې پروژې نشته،هغه ځوانان چې د مخاليفنو ليکو ته ځي لامل يي بېکاري ده.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې موسسات او په ځانګړې ډول مرکزي حکومت بايد د دغه ولايت په لرو پرتو ولسواليو کې پرمختيايي کارونه او پروژې پيل کړي.

د کليو پراختيا وزير بيا يادونه وکړه چې په پام کې لري د ننګرهار ولايت لپاره ځينې نورې ټولګټې او کارموندنې پروژې هم منظورې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه