منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوړو زده کړو وزارت د استادانو ستونزې هواروي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٤): د لوړو زده کړو وزيره وايي، د پوهنتونونو د استادانو ستونزې هوارېږي او د روان کال په ترڅ کې به د کانکور د ٣٥٠زره ګډونوالو له ډلې ١٢٠زره زده کوونکي د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته جذب کړي.

د کابل پوهنتون، طبي، پوليتخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو يو شمېر استادانو د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې د بدلون راوستلو په اړه له تېرو دوو اونيو راهيسې کاري اعتصاب کړى و او تېره ورځ يې پاى ته ورساوه.

دوى ويل، چې د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ له ٢٥٠٠ استادانو ډېر منفک کېږي او شاوخوا ٧٨٥ نور يې تقاعد ته اړ ايستل کېږي.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند، چې نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د استادانو د اعتصاب په اړه ځواب ويلو ته ورغوښتل شوې وه، وويل چې د لوړو زده کړو قانون مسوده د استادانو د وړانديزونو پر بنسټ ترتيب شوې وه، خو د کابينې شورا يوشمېر بدلونونه په کې وارد کړي، چې اوسمهال يې د استادانو غوسه راپارولې ده.

هغې زياته کړه، استادانو وړانديز کړى و چې د تقاعد عمر ٧٠ کلونه او د پوهنتونونو او پوهنځيو مشران د ټاکنو له مخې، وټاکل شي چې کابينې بيا د تقاعد عمر ٦٥ کاله او د پوهنتونونو او پوهنځيو مشرانو ټاکنه يې انتصابي تصويب کړې ده.

د لوړو زده کړو وزيرې زياته کړه، د وزارت چارواکو د ناستو په ترڅ کې له استادانو سره د هغوى د منفکيو په اړه خبرې کړې او هغوى ته يې يو کال وخت ورکړى، څو استادان وکولى شي چې په دغه موده کې د څېړنو او علمي کارونو په تر سره کولو سره ترفيع وکړي.

مېرمن مومند وويل، اوسمهال د هېواد د پوهنتونونو ٣٥ سلنه استادان د ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې لري او د لوړو زده کړو وزارت هېڅکله هم نه غواړي، څو هغه استادان چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري؛ منفک او يا تقاعد ته اړ باسي.

نوموړې د کانکور ازموينو په اړه وويل، چې دغه لړۍ په دايکنډي، باميانو، بادغيس او غور ولايتونو کې ترسره شوې او په نورو ولايتونو کې به په ترتيب سره واخيستل شي.

د لوړو زده د وزيرې معلوماتو پر بنسټ، د روان کال په ترڅ کې ٣٥٠زره تنه د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي چې د همدې کسانو له ډلې به يې کابو ١١٨زره د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لاره ومومي.

مېرمن مومند زياته کړه، د ورځني کانکور تر ازموينې وروسته به د شپې پوهنځيو لپاره د کانکور ازموينه هم پيل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو رييس نذير احمد کامه وال د مشرانو جرګې په ياده غونډه کې وويل، چې په خصوصي پوهنتونونو کې ستونزو ته د لاسرسي په موخه عملي کارونه پيل شوي دي.

د هغه په وينا، د لوړو زده کړو وزارت تحصيلي خصوصي موسسو ته د جواز د ورکړې لړۍ درولې، ځکه پخوا د کيفيت په پرتله کميت ته ډېر پاملرنه کېده.

کامه وال زياته کړه، اوسمهال د خصوصي لوړو زده کړو په ١٢٠ پوهنتونونو کې ١٥٠زره محصلين زده کړې کوي.

نوموړي د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو کې د فساد په اړه وويل: "له دې وروسته به د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ديپلومونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري چاپ کېږي او کومه موسسه نه شي کولى چې په خپل سره ديپلوم چاپ کړي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه