ترينکوټ ، کندهار ښار (پژواک ۵ مرغومى ۹۴): د اروزګان والي ددې ولايت د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه فارغ شوو محصلينو ته ډاډ ورکړ، چې دولتي ادارو کې به ورته دندې ورکړي.
د اروزګان پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د مرغومي په ٥مه، ۱۱۲ تنه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي خوښي وښوده، چې اروزګان هم د هغو ولايتونو په کتار کې راغى چې لسګونه ځوانان يې د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کړل.
هغه زياته کړه، چې ددې محصلينو له فراغت سره به په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو ستونزه هواره شي.
والي فارغ شوو محصلينو ته ډاډ ورکړ چې ددې ولايت په ښوونځيو او دولتي ادارو کې به ورته د کار زمينه برابره کړي .
د اروزګان د پوهنتون رييس محمدنذير حکيمي پژواک ته وويل، چې دوى د تېرو څو کلونو راهيسې ډېرې ستونزې لرلې چې يوه يې هم د پوهنتون لپاره د ودانۍ نه شتون و.
هغه زياتوي ، د ښوونکو له کمښت سره سره دوى وکولى شول چې د لومړي ځل لپاره فارغان ورکړي.
د حاجي خان محمد په نامه يوه فارغ شوي محصل له مسوولينو وغوښتل چې دوى ته د کار زمينه برابره کړي.
د نوموړي په وينا، غواړي چې په خپله ولسوالۍ چوره کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي.
د يوه بل خبر له مخې ، په کندهار کې د کرنيز علومو او ټکنالوژي په ملي پوهنتون کې د ماسټرۍ په برخه کې د زده کړې لپاره له ٤٣ تنو محصلينو څخه د ټاکل شوي پلاوي له خوا ازموينه واخيستل شوه.
په دغه پلاوي کې د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ د پوهنې، دارالمعلمين، د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځي، د زراعتي علومو او ټکنالوژي د ملي پوهنتون او يو شمېر نورو ادارو مسوولين شامل وو.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړى ځل دى چې په دې ولايت کې د ماسټرۍ په کچه له محصلينو ازموينه اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه، په ازموينه کې ٤٣ تنو محصلينو برخه اخيستې، خو له دې ډلې به ٢٠ محصلين ټاکل کېږي، څو د زراعتي علومو او ټکنالوژي په ملي پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې وکړي.
د ده په وينا، د ازموينې برخه وال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادان، محصلين او د زراعتي ادارو مامورين دي چې په ازموينه کې تر برياليتوب وروسته به په تخصصي څانګو کې د ماسټرۍ زده کړې کوي.
هغه خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دې پوهنتون کې د دکتورا په کچه هم زده کړې پيل شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










