کابل (پژواک، ٦ مرغومی ٩٤): خلکو او بېلابېلو بنسټونو چې د دارالامان ماڼۍ د بيارغولو لپاره يې ميليونونه افغانۍ مرسته کړې، نيوکه کوي چې دا تاريخي ماڼۍ ولې نه رغول کېږي؟
د دارالامان ماڼۍ د کابل ښار لوېديځ ته په اته کيلومترۍ کې پرته ده. دا ماڼۍ د امان الله خان په دوره کې د ١٣٠٠ لمريز کال په لومړيو کې جوړه شوې وه چې د ١٣٧٠ لسيزې په جګړو کې ويجاړه شوه.
د دارالامان ماڼۍ چې شاوخوا ١٥٠ کوچنۍ او سترې خونې يې درلودې، په لومړيو کې د سلطنتي مرکز او وروسته بيا د دفاع وزارت ودانۍ په توګه کارول کېده چې د ١٣٧٠ لسيزې جګړو له کبله ويجاړه شوه.
اوسمهال د دې ماڼۍ ښکلا له منځه تللې ده، دېوالونه يې ويجاړ شوي او خونې يې پر کنډواله بدلې شوې دي.
کابل ښاروالۍ د دارالامان ماڼۍ د بيارغولو لپاره په ١٣٩٠ کال کې بانکي حساب پرانيست چې د سوداګرو، ځينو دولتي او خصوصي بنسټونو تر څنګ په بهر کې مېشت ځينو افغانانو هم نغدي مرستې وکړې او ان کابل کې يو ماشوم يو موټى پيسې چې په خپل (دخلک) کې يې ساتلې وې، بانکي حساب کې جمع کړې.
خلک شکايت کوي چې پر مرستو سربېره بيا هم دا ماڼۍ تر اوسه رغول شوې نه ده.
د غلام محمد ميمنګي هنري کارګاه پخواني مشر رحمت الله عالميار په کابل کې وويل چې دا ماڼۍ يوه تاريخي شتمني ده چې څو کاله وړاندې يې د بيارغولو لپاره خلکو پيسې ورکړې؛ خو نه پوهېږي چې ماڼۍ ولې نه جوړېږي.
نوموړى چې ٦٢ کلن دى او ١٥زره افغانۍ يې په ياد بانکي حساب کې جمع کړې دي، پژواک خبري اژانس ته وويل: "زما په اند کومې پيسې چې د دارالامان ماڼۍ بيارغولو لپاره راغونډې شوې وې، شخصي جېبونو ته تللې دي."
عالميار زياته کړه، کله چې ماڼۍ ويجاړه شوې نه وه، نه يوازې ښار ته يې ځانګړې ښکلا وربښلې وه، بلکې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه او ان بهرنيان يې ليدنې ته ورتلل او ماڼۍ کې د معمارۍ حيرانوونکى هنر تر سترګو کېده چې په جګړو کې له منځه ولاړ.
نوموړي له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ماڼۍ په جوړولو کې له جديت څخه کار واخلي.
د ماڼۍ بيارغولو لپاره د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو هم نغدي کومکونه وکړل.
رقيه، چې دری کاله وړاندې د چهلستون د نجونو لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه، وويل چې ښوونکي او زده کوونکي چې د هېواد ودانولو په تړاو کوم احساس لري، د دارالامان ماڼۍ د بياجوړولو لپاره يې د خپل توان له مخې مرسته وکړه.
نوموړې وويل: "ما خپله پيسې نه درلودې، له ټولګيوال مې شل افغانۍ پور کړې او وروسته مې د ټوالګيوال پور ورکړ، که څه هم دارالامان ماڼۍ په لږو پيسو نه رغول کېږي؛ خو کوم پاک احساس چې لرو يو انداز پيسې مو مرسته وکړه څو ماڼۍ جوړه ووينو."
هغه، چې د امهال په يوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي وويل چې په تېره يوه لسيزه کې نړيوالې ټولنې ميليونونه ډالره د هېواد د بيارغونې لپاره مرستې ترسره کړې؛ خو لا هم د کابل د ماڼيو او سړکونو په ګډون د هېواد تاريخي سيمې په ويجاړ حالت پاتې دي او دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.
کابل ښاروالۍ وايي چې خلکو، دولتي او خصوصي بېلابېلو بنسټونو شاوخوا ١٢ ميليونه افغانۍ او ٩٥زره ډالره د دارالامان ماڼۍ رغولو لپاره د بانکي حساب له لارې مرستې کړې دي چې دا پيسې د ماڼۍ د ډيزاين، د ماڼۍ په انګړ کې د کاشي لګولو، پاکولو، زرغونولو او د ماڼۍ شاوخوا ته د ځانګړو دېوالونو په جوړولو لګول شوې دي.
دکابل ښاروالۍ د عوايدو مشر عبدالوکيل عطايي پژواک ته وويل چې ښاروالۍ د راغونډو شوو پيسو تر څنګ ٤١ ميليونه نورې افغانۍ له خپلې بوديجې څخه د ماڼۍ په بيارغولو مصرف کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې د دې ماڼۍ د ډيزاين تړون له يو ترکي شرکت سره د ٥١٤ ميليونه امريکايي ډالرو په کچه لاسليک شو او ښاروالۍ له خلکو راغونډ شوي ٩٥زره ډالر ياد شرکت ته وسپارل؛ خو لا هم د دغه شرکت ١٩١ زره ډالر د کابل پر ښاروالۍ پاتې دي.
عطايي زياته کړه چې د چارو ادارې د مکتوب له مخې، د روان کال په سر کې د دې ماڼۍ د بيارغونې چارې د ښارجوړونې وزارت ته وسپارل شوې، اوس دا موضوع ماليې وزارت کې تر بحث لاندې ده کومې پيسې چې د ياد قراردادي شرکت له لوري پر ښاروالۍ پور دي او هغه پيسې چې لګول شوې دي د ښاروالۍ ١٣٩٥کال بوديجې ته دې حواله شي.
د ښارجوړونې چارو وزارت د رغونې چارو مرستيال اميرالدين سالک وويل چې ښاروالۍ يو اندازه پيسې چې له خلکو او ځينو بنسټونو څخه د بانکي حساب له لارې راغونډې شوې وې؛ خو دا چې دا پيسې لږ وې او د ماڼۍ بيارغولو امکانات يې نه شو پوره کولى، کار يې بشپړ شوى نه دى.
هغه زياته کړه: "له نېکه مرغه کوم کار چې پرمختګ تر سترګو کېږي، هغه د شاوخوا ٤٠٠ نقشو اماده کول دي، چې د يو تړون له مخې چې د چارو ادارې د کابل ښاروالۍ په مرسته او د ښار جوړونې وزارت په تخنيکي همکارۍ له ترکي کمپنۍ سره لاسليک شوى، چمتو شوي دي."
سالک زياته کړه چې د ښارجوړونې وزارت په دغه ډګر کې تخنيکي معلومات د ښاروالۍ په واک کې ورکړي وو او د سږ کال په پيل کې پرېکړه وشوه چې د ښارجوړونې وزارت دغه مديريت پر غاړه واخلي چې د ماڼۍ قرارداد، د بوديجې تدارک او بيارغونې چارې ترسره کړي.
د ښار جوړونې چارو وزارت د ودانيزو چارو مرستيال زياته کړه، د غورې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود تر رياست لاندې د ښار جوړونې وزارت د ښاري پراختيا کمېسيون د غونډو په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د ماڼۍ د جوړونې په موخه د ١٥ وزارتونو ګډون اړين دى او دغه وزارتونه مشخص شول.
هغه وويل چې نقشې تحليل او تجزيه شوې او د دغو وزارتونو تر منځ پر څلورو کاري پړاوونو وېشل شوې او د يوه رسمي سفر په ترڅ کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوې ده.
سالک اظهار هيله څرګنده کړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې له ښارجوړونې وزارت سره د بوديجې د تدارک په برخه کې مرسته وکړي.
وزارت هم هڅه کوي چې دغه کار يوې قراردادي کمپنۍ ته ورکړي او دغه کار د وزارت او متخصصينو تر نظر لاندې پر مخ يوړل شي؛ ځکه چې د دا ډول ودانيو د انجنيرۍ، ښکلا ورکولو او جوړولو چارې ډېرې سختې او وخت نيسي او يوې اختصاصي کمپنۍ ته اړتيا لري.
خو د چارو ادارې د انسجام مرستيال نعمت الله ساير وويل چې د چارو ادارې د وزيرانو شورا د يوې مصوبې په ترڅ کې ښاروالۍ ته دنده سپارلې وه، څو د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې کار پر غاړه واخلي.
هغه زياته کړه چې د روان کال په پيل کې په دې اړه د احمد ضياء مسعود او د ښارجوړونې وزير په ګډون غونډه ترسره شوه او د يادې ماڼۍ د جوړونې په موخه يې يو مکتوب هم ولېږه، خو تر اوسه پورې د مکتوب په اړه ځواب نه دى ترلاسه شوى.
خو د وزيرانو شورا د دارالانشا مشر بسم الله حيدري وويل چې دغه موضوع په ښاروالۍ او د ښار جوړونې په وزارت پورې اړوند ده او تر اوسه پورې د وزيرانو شورا ته په دې اړه کوم مکتوب نه دى رالېږل شوى، څو په اړه يې غور وشي او د وزيرانو شورا يې په اړه پرېکړه وکړي.
چارواکو د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې ټوليز لګښت تر اوسه نه دى مشخص کړى، خو الماني انجنيرانو بيا د يادې ماڼۍ د بيارغونې لګښت ٣٠ ميليون يورو ښودلى دى.
د ويلو ده چې د ١٣٩٠ لمريز کال په مرغومي مياشت کې په پښتني بانک کې د تاج بېګ او چهلستون ماڼيو د بيارغونې په موخه يو بانکي حساب هم پرانيستل شوى دى.
د داود خان د واکمنۍ پر مهال (١٣٥٠ لسيزه کې) له تاج بېګ ماڼۍ څخه په پوځي برخه کې او د چهلستون له ماڼۍ چې له اتيا کلونو ډېره مخنيه لري؛ له بهرنيو لوړپوړو چارواکو څخه د ښه راغلاست په موخه ترې ګټه اخيستل کېده.
د چهلستون ماڼۍ د بيارغونې کار، د روان کال په ترڅ کې د اغاخان پراختيايي شبکې له لوري پيل شوى دى. د ماڼۍ د ودانۍ چوکاټ جوړ شوى او د ماڼۍ دېوالونه په اساسي ډول د بشپړېدو په حال کې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










