منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار له شېرزادو پاکستان ته قیمتي ډبرې قاچاق کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۴): د ننګرهار د شېرزادو ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې دوه کانونه په غیر فني ډول ایستل کېږي او قيمتي ډبرې يې د کرمې ایجنسۍ له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

د شېرزادو ولسوال معلم معشوق له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې مرکيخېل او کديخېل سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او د قيمتي ډبرو، شوکاڼو او مرمرو کانونه لري چې هره مياشت ترې وسله وال طالبان ١٢ ميليونه کلدارې (شاوخوا اوه ميليون افغانۍ) ترلاسه کوي.

ولسوال زياتوي: ((په دې سيمو کې د حکومت حاکميت نشته، هغه کسان په کې د کان ايستنې قراردادونه ترلاسه کولی شي چې له طالب مشرانو سره شناخت ولري، دلته کانونه په غير فني شکل ايستل کېږي چې کابو ۷۰ سلنه ګټه يې طالبانو ته ځي.))

د نوموړي په وينا چې په يادو سيمو کې طبيعي ځنګلونه هم د پاکستان په اشاره ايستل کېږي او ياد هېواد ته قاچاق کېږي.

هغه زياته کړه: ((په شېرزادو ولسوالۍ کې د ناامنیو اصلي لامل همدا کانونه دي چې وسله وال طالبان ترې مالي ګټه ترلاسه کوي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((تر هغه وروسته چې ولسمشر غني د مرمر ډبرو د بندېدو حکم وکړ، موږ يې د مخنیوي هڅې وکړې چې قاچاق يې له ۱۰۰ نه تر ۷۰ سلنې راښکته شو، خو تر دې ډېرې يې مخه نه شو نيولی.))

ولسوال تاييدوي چې يو شمېر قرارداديان يادې ډبرې د شېرزادو له لارې جلال اباد ښار ته انتقالوي، خو له دې لارې يې پاکستان ته د اړولو په تړاو څه ونه ويل.

هغه وايي: ((ځينې قيمتي ډبرې د کُديخېلو او مرکيخېلو له لارې کرمې ايجنسۍ ته قاچاق کېږي خو د مرمرو ډبرې له بېلابېلو لارو جلال اباد ښار ته وړل کېږي.))

سرچينه زياته کړه چې د دغو کانونو د ايستلو قراردادونه له دوی سره نه دي ثبت شوي او د ده په وينا ښايي يو شمېر کسان جعلي قراردادونه ولري.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت پژواک اژانس ته وويل چې ياده مسئله له دوی سره شريکه شوې او دوی يې په تړاو سيمه ييزې ادارې او حکومت ته خبر ورکړی دى.

د ولايتي شورا رييس وايي: ((نه يوازې په شېرزادو کې، بلکې په ځينو نورو سرحدي ولسواليو کې هم کانونه په غیر قانوني ډول ايستل کېږي.))

پژواک په دې اړه د ننګرهار د ولايت له مقام سره اړیکه ونیوه خو هغوى د دى موضوع په اړه جزئيات ورنه کړل.

همدا راز وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه