منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د ناوې خلک په شخصي لګښت ۳۵ کیلومتره کانال پاکوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٦ مرغومى ۹۴): د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو پر خپل شخصي لګښت سیمې ته د غځېدلي ۳۵ کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل کړې.

د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا ريیس جمعه ګل نن خبریالانو ته وویل چې دې ولسوالۍ ته د غځېدلي ٣٥ کيلومتره کانال د پاکولو چارې نن پيل شوې.

ده وويل چې د ياد کانال د پاکولو په موخه تر اوسه درې ميليونه افغانۍ له کروندګرو ټولې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې دغه کانال ژر او سم پاک شي، نو موږ پرېکړه وکړه چې د حکومت او موسسو له مرستې پرته دغه کانال پاکوو.))

ريیس وویل چې د اړتیا پر مهال نورې پیسې هم ټولوي او کوم شرکت چې دوی ته ماشینري ورکړې، خاوندان يې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د پاکولو په برخه کې ورسره ډېره مرسته کوي.

دى وايي چې له دغه کانال څخه څه باندې ٧١زره جريبه ځمکه خړوبېږي او د اوبو سيستم د يو کمېسيون له خوا اداره کېږي.

د همدې ولسوالۍ د ټولنیزې شورا مرستیال حبیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ دولت ته نه په تمه کېږو؛ ځکه هغوی په ډېرو نورو کارونو لکه د امنيت په ټينګښت او جګړو بوخت دي، موږ خپلو مشکلاتو ته خپله لاس په کار کېږو.))

د هغه په وينا، د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو څو ځلې د ياد کانال د پاکولو غوښتنه وکړه خو د حکومت له لوري عملي نه شوه.

د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عتيق الله پژواک ته وويل چې د دغه کانال د پاکولو چارې به د لسو ورځو په اوږدو کې بشپړې شي.

هغه وايي: ((دا کومې پيسې چې موږ ټولې کړې، په دې به د کانال په ځينو سيمو کې دروازې هم جوړې کړو.))

د هغه په وينا، تېر کال هم د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د يو بل کانال د پاکولو چارې ترسره کړې وې.

په هلمند کې د اوبو د تنظيم رياست مشر خان اقا د ناوې ولسوالۍ د اوسېدونکو له ياد نوښت څخه مننه وکړه.

هغه پژواک ته وويل چې په ډېرو کارونو کې بايد خلک له حکومت سره ونډه واخلي؛ ځکه حکومت اوسمهال د هر کار لپاره بوديجه نه لري.

د ياد رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، څو کاله وړاندې د نادعلي، ګرشک، ناوې، مارجې، ګرمسېر او خانشین ولسوالیو کانالونه او ویالې په ټاکلي وخت د حکومت له لوري پاکې شوي خو اوس د لومړي ځل لپاره د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه چاره ترسره کړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه