منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار کې ١٢٠٠کورنيو ته د څښاک اوبو اسانتيا برابره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

تالقان(پژواک،٧مرغومى٩٤): د تخار ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې ١٢ سوه کورنيو ته د څښاک اوبو اسانتياوې برابرې شوې.

د تخار ولايت د کليو او پراختيا رييس رازمحمد فيض د مرغومي په٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چاه اب ولسوالۍ په شاه دره، مسجدسرخ او چشمه خورشيد کليو کې د څښاک اوبو زېرمې جوړې شوې.

هغه وايي چې يادې زيرمې د يو کال په موده کې جوړ شوي چې ١٢سوه کورنيو ته د څښاک اوبو اسانتياوې برابر وي.

فيض وايي چې په يادو دريو پروژو ١٢٥ زره امريکايي ډالره لګښت شوى چې د ډاکار موسسې له لوري ورکول شوى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه درې زيرمې د ٧٥متره مکعبه اوبو د زيرمه کولو وړتياوې لري.

د شاه درې ولسوالۍ اوسيدونکي محمد الله پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د شاه درې، مسجدسرخ او چشمه خورشيد کليو اوسيدونکو د څښاک اوبو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و.

ده وويل: (( د دې کليو اوسېدونکو به د سيند اوبه څښلې چې بيا ډيرى وخت ورته د نسناستې او نورې ناروغې پيدا کيدلې خو تر دې وروسته به نور دا ستونزه نه وي.))

ده له ډاکار موسسې څخه مننه وکړه چې د دې کليو اوسېدونکو ته يې د څښاک اوبو اسانتياوې برابرې کړې.

دغه راز د تخار د کليو او پراختيا رييس وويل چې د همدې موسسې له لوري په يادو کليو کې ١٨٠ تشنابونه هم جوړ شوي چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

هغه وويل چې دغه تشنابونه په عصري ډول جوړ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه