کندهار(پژواک،٧مرغومى٩٤): د کندهار ولايت ميخانيکي ليسه د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ ده.
د کندهار ميخانيکي ليسه د سوېلي زون په کچه يوازينۍ ليسه ده چې زده کوونکو ته په کې تخنيکي او مسلکي زده کړې ورکول کېږي، خو د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ ده.
دغه ليسه چې شاوخوا شپېته کاله مخکې د المان هېواد په مرسته جوړه شوې، اوسمهال په کې لسګونه زده کوونکي په شپږو تخنيکي څانګو (برېښنا، د موټرو ترميم، نلدواني، ولډينګ، خرادي او نجاري) کې زده کړې کوي.
د مخانيکي ليسې مدير جميل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ليسه د سوېلي زون په کچه فعاليت کوي چې د نهمو ټولګيو فارغين په کې تر ١٢ ټولګي پورې د خپلو نورو زده کړو تر څنګ په بېلابېلو څانګو کې تخنيکي او مسلکي زده کړې کوي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال په دې ليسه کې ٢٩٠ تنه زده کوونکو ته د برېښنا، د موټرو ترميم، نلدواني، ولډينګ، خرادۍ او نجاري په برخو کې د ٢٨ تنو مسلکي ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.
خو دى وايي، دغه ليسه اوسمهال د برېښنا او خامو موادو له نشتوالي سره مخ ده چې د زده کړې بهير يې اغېزمن کړى دى.
د ده په خبره، برېښنا بنسټيزه اړتيا ده، ځکه ټوله ماشينري چې په وسيله يې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي، په برېښنا چلېږي، خو هغوى اوسمهال هيڅ برېښنا نه لري.
نوموړى زياتوي، هغوى په ليسه کې جنراټور لري، خو د چلولو لپاره يې تېل نه لري.
دغه راز هغه د خامو توکو د کمښت يادونه هم وکړه چې له امله يې زده کوونکي د عملي کارونو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي، په دې برخه کې ورسره يوازې د يوې المانۍ مرستندويه ادارې GTZ له خوا د تختو، اوسپنې، پايپونو او بېلابلو ابزارو مرسته کېږي چې ډېره کمه ده او د ټولو زده کوونکو اړتيا نه شي پوره کولاى.
دغه راز هغه د ليسې د ماشينرۍ او وسايلو له زړښت څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل دغلته کارېدونکې ماشينري ډېره زړه او پخوانۍ ده.
د ده په خبره، دغه ليسه په ١٣٣٦ لمريز کال کې د المان په مالي او تخنيکي مرسته جوړه شوې، خو اوس هم په کې د هغه مهال مشينري او تخنيکي وسايل کارېږي، په داسې حال کې چې اوس تخنيک ډېره وده کړې ده.
نوموړي زياته کړه، له دې ور ها خوا د جګړې په کلونو کې ماشينرۍ ته زيان اوښتى او دغه راز ډېر وسايل ورک شوي، چې بيا نوي کېدو ته يې جدي اړتيا ده.
د ميخانيکي ليسې مدير وويل، چې له يادو شوو ستونزو سربېره اداره توانېدلې چې په تېرو څوارلسو کلونو کې شاوخوا ٧٠٠ تنه فارغ کړي چې په بېلابېلو تخنيکي څانګو کې يې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي.
دى وايي، ډېرى فارغ شوي زده کوونکي د بورسونو له لارې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي، ځينو يې همدلته په فابريکو، موسسو او ځينو نورو ادارو کې کارونه موندلي او ځينو هم په اړوندو څانګو کې خپل شخصي کارځايونه پرانيستي دي.
جميل اغا دغه راز يادونه وکړه چې د جګړې تر کلونو مخکې بېلابېلو دولتي ادارو له دې ليسې سره قرادادونه لرل چې د هغوى به يې موټرونه ترميمول او يا به يې ورته د اړتيا وړ نور توکي جوړول، خو اوس داسې نه کېږي.
هغه د بېلګې په توګه قول اردو ياد کړ چې موټرونه به يې د دغې ليسې د زده کوونکو له خوا ترميم کېدل، دغه راز د پوهنې رياست به ورسره د ښوونځيو لپاره د څوکيو او مېزونو د جوړولو لپاره قرارداد کاوه، چې په دې توګه به ليسې خپل عايد هم لاره او وده يې هم کوله.
نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل چې د دغې ليسې اړتياوو ته پاملرنه وکړي او دغه راز زمينه برابره کړي چې دولتي ادارې د ځينو توکو د جوړولو لپاره له هغوى سره قراداد وکړي، څو هم زده کوونکي ښه وروزل شي او هم دغه ليسه نوره هم وده وکړي او خپلې اړتياوې په خپله پوره کړي.
د کندهار د ميخانيکي ليسې زده کوونکي او ښوونکي وايي، په دې ليسه کې ډېرى د ځانګړي استعداد لرونکي زده کوونکي زده کړې کوي، چې وخت په وخت يې ځينې اختراعات هم کړي دي.
هغوى غوښتنه کوي چې مرکز او مرستندويه ادارې دې دغې ليسې ته پاملرنه ډېره کړي، څو ځوانان تخنيکي زده کړې وکړي او په دې برخه شته تشه ډکه شي.
د محمد ناصر په نوم د همدې ليسې د دوولسم ټولګي يوه زده کوونکي پژواک ته وويل، د ګڼو ستونزو تر څنګ د برېښنا نشتوالى د هغوى جدي ستونزه ده.
دى وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله نه يوازې زده کوونکي سمه زده کړه نه شي کولاى، بلکې ليليه زده کوونکي ډېر مهال د اوبو له کمښت او بېلابېلو نورو ستونزو سره هم مخامخ وي.
نوموړى د دې تر څنګ غوښتنه کوي، چې دغې ليسې ته دې په بېلابېلو تخنيکي برخو کې پرمختللي سامان الات او ماشينري په واک کې ورکړل شي، چې په دې توګه زده کوونکي په تخنيکي برخه کې ښه وروزل شي او زده کوونکي نوې اختراعات وکړي.
د يادونې ده چې شاوخوا يو نيم کال مخکې په هېواد کې د المان سفير مارټن ياګر کندهار ته راغلى و او ژمنه يې کړې وه چې هڅه کوي د کندهار ولايت ميخانيکي ليسه بيا په خپلو پښو ودروي.
نوموړي هغه مهال ويلي و چې مېخانيکي لېسه له ډېر پخوا راهيسې د المان او افغانستان د دوستۍ يوه نمونه وه.
خو دغه خبرې يوازې ژمنې پاتې شوې او په عملي برخه کې تر دې مهاله هيڅ ګام نه دى اخيستل شوى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










