فيروزکوه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): "د پوليسو د جامو په اغوستلو د ډېرغرور او وياړ احساس کوم او موږ بايد دا احساس له منځه يوسو چې ښځې دې يواځې په کور کې وي."
دا د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د کورنيو پروګرامونو د حل امرې دويم څارنې مرضيې خبره ده.
نوموړې چې له پنځو کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې خدمت کوي، له پژواک خبري اژانس سره يې په مرکه کې وويل، هر کله چې امنيه قوماندانۍ کوم پروګرام ولري، عمليات او يا تلاشي کوي، نو خپله هم له دوو ښځينه پوليسو سره د هغوى ملتيا کوي او په خپل نوبت خپل رول لوبوي.
مرضيه چې له دوو کلونو راهيسې د دويم څارن په توګه دنده اجرا کوي، زياتوي چې کله کومه ښځه د جنايي جرمونو په تړاو تر جلب لاندې وي، د نيولو لپاره يې اقدام کوي.
همدارنګه څرنګه چې د لعل و سرجنګل ولسوالي د کابل- غور پر لويه لاره پرته ده، نوموړې په مسافر وړونکو موټر کې ښځې هم تلاشي کوي.
دې افسرې زياته کړه: ((کله مې چې د پوليسو جامې پر غاړه وي، د غرور او وياړ احساس کوم، کله چې ښځې موږ ګوري، دا چې خپل جنس يې يم، خوشحالېږي او د خپلوۍ احساس کوي، له کومې اندېښنې او ستونزې پرته له موږ سره همکاري کوي او له هر کلي سره يې مخ کېږو.))
هغې زياته کړه، ډېر د خوښۍ احساس کوي چې پوليسه ده او کولى شي چې خلکو ته خدمت وکړي، دا مسلک د درناوي وړ دى او په هر ډول شرايطو کې د خلکو خدمت ته چمتو ده.
دويمې څارنې مرضيې وويل: ((کوښښ کوم چې د ښځو حقونه رعايت شي، د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي او نورو نجونو ته مې پيغام دادى چې يو بل ته لاس ورکړي او د پوليسو له ليکو سره يو ځاى شي.))
دې افسرې زياته کړه چې د سرتېرې په توګه يې دنده پيل کړې او اوس د يوې برخې امره ده، هڅه کوي چې دنده په ښه او رښتيني ډول تر سره کړي، په ټولنه کې د ښځو رول او وړتيا وځلوي.
هغې وويل: ((موږ بايد فعاليت وکړو او څرګنده کړو چې ښځې هم ځواکمنې دي، کولى شي چې د نارينه وو ترڅنګ خپل استعداد څرګند کړي، خلکو او ټولنې ته د خدمت مصدر شي.))
مرضيې زياته کړه: ((موږ بايد دا احساس له منځه يوسو چې ښځې دې يواځې په کور کې وي، د ټولنې په پرمختګ، سوله، امنيت، بيا رغونې او مشرۍ کې رول ونه لري، څنګه چې موږ د تاريخ په ټولو پړاوونو کې د ګوهرشاد، مالۍ او سلطان رضيې په څېر څرګنده کړې چې اتلانې يو، تر هغو چې موږ په ټولو برخو کې ګډون ونه کړو، نو پرمختګ امکان نه لري.))
نوموړې زياته کړه، کله چې ښځې د ملي پوليسو او اردو په ځانګړي ډول په هوايي ځواک کې ګوري، له سترګو يې د خوښۍ اوښکې بهېږي. تر هغو چې قرباني ورنه کړي او په ټولو برخو کې برخه والې نه شي، نو د ښځو پر وړاندې به تاوتريخوالى دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پوليسو په اډانه کې د ښځينه پوليسو شمېر ٢٢٠٠ کسانو ته رسېږي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دا شمېره بسنه نه کوي او هڅې روانې دي چې دا شمېره تر پنځو راتلونکو کلونو پورې ١٠ زرو ته لوړه شي.
د دې ترڅنګ شاوخوا ١٣٠٠ ښځې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې خدمت کوي.
دويمه څارنه مريضه ۲۴ کلنه ده، واده يې نه دى کړى او د لعل و سرجنګل ولسوالۍ له دار المعلمين څخه فارغه شوې ده.
هغې وويل چې کورنۍ يې د پوليس له مسلک سره مخالفت نه لري، بلکې دا يې هڅولې خو لا هم په ټولنه کې ګڼ کسان د ښځو لپاره د دې ډول دندو اجرا کولو سره مخالف دي او ورته په سپک نظر ګوري. په دوى پسې ناسمې خبرې کوي.
دې افسرې له دولت او د غور له سيمه ييزې ادارې غوښتنه وکړه د ښځو شمېر بايد په پوليسو کې لوړه شي او زيات رول ورکړل شي. کله چې د ملي پوليسو په چوکاټ او نورو برخو کې د ښځو شتون زيات شي. له شک پرته چې دا منفي ليدلورى به له منځه لاړ شي.
خو دغور امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدزمان عظيمي وويل چې په لومړيو کې يواځې درې مېرمنې د غور پوليسو په چوکاټ کې موجودې وې، خو اوس يې شمېره ٢٢ ته رسېدلې ده.
هغه وويل: ((موږ هڅه کوو چې د ملي پوليسو په چوکاټ کې ډېرې ښځينه پوليسې جذب کړو، ځکه چې هره شېبه د ښځينه پوليسو همکارۍ ته اړتيا ډېرېږي، له لرې پرتو سيمو نيولې تر ښاره د هغوى د دندو اجرا کولو او همدارنګه د ښځو مديريتي رول ته اړتيا ده.))
د امنيت امر زياته کړه، کله چې دوى عملياتو ته ځي، د ښځو لپاره ډېره ګرانه ده چې د استوګنې يو کور يا يوه مېرمن تلاشي کړي، همدا ښځينه پوليسې دي چې په دې برخه کې مهم رول لري.
هغه وويل چې سيمه ييزه اداره تل د غور پوليسې هڅوي او د هغوى ستونزې حل کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










