خوست ښار (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): د خوست ښار په شمال لوېديځه څنډه کې د دوه نيم کيلومتره سړک د جوړولو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.
دغه سړک پر دوو برخو وېشل شوی، چې لومړۍ برخه يې د خوست- ګردېز لويه لاره د ښار له حلقوي سړک سره نښلوي او دويمه هغه يې د عامې روغتيا له رياست څخه د متون تر درش کلي پورې جوړېږي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د مرغومي په ١٠مه د ياد سړک د جوړېدو د چارو د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې پر دغه سړک ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د خوست ښاروالي يې ورکوي.
نوموړي زياته کړه، دغه سړک د ښار له مهمو سړکونو ګڼل کېږي چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې تر جدي څارنې لاندې بشپړې شي.
والي وايي: ((دا د ښاري پراختيا په برخه کې مهمه پروژه ده. موږ د ښار د پراختيا او د نورو ښاري سړکونو د جوړولو لپاره نورې پروژې هم تر لاس لاندې لرو.))
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي د يادې پروژې د پيل پر مهال له پژواک اژانس سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د ښاريانو لومړنيو اړتياوو ته به پوره پاملرنه وکړي.
هغه وويل چې د ښار شاوخوا اووه کيلومتره سړک له سره جوړولو او يا ترميم ته اړتيا لري چې په دې اړه مو پر يوې پروژې کار کړی او مرکز ته مو لېږلې ده.
هغه زياته کړه: ((د ښار د سړکونو د ډېری برخې قير په تاريخ تېر شوی او له سره قير کولو ته اړتيا لري. موږ د ښار اووه کيلومتره سړکونه په څو برخو وېشو او بيا يې د جوړولو کار پيلوو.))
انجنير عبدالبصير زياته کړه چې په ښه ډول د ښاري اسانتياوو د وړاندې کولو لپاره يې يو پلاوی ټاکلی، اړتياوې څېړي او د هواري پر لارو چارو يې غور کوي.
د خوست يو اوسېدونکي عبدالبصيربينا له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ښار د سړکونو پر ترميم او له سره جوړېد You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.