ايبک (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): په سمنګان ولايت کې وزګارتيا د دې لامل شوې چې ګڼ ځوانان نشه يي توکو او جرمونو ته مخه کړي او ګڼ شمېر نور يې د هېواد پرېښود ته اړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د چارو شنونکي په دغه ولايت کې د سمنټو د توليد، کرنې او ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې پانګونه هغه څه بولي چې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه رامنځه کولى شي.
د وزګارتيا کچه
د روان کال په وري مياشت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا د احصايې مرکزې ادارې په مرسته شوې سروې څرګندوي چې د دغه ولايت څه باندې ٢٤سلنه د کار پر شرايطو برابر کسان وزګار دي.
د سمنګانو د احصايي امر محمدعارف امين د دغه ټکي د څرګندولو تر څنګ پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کار په شرايطو د برابرو کسانو شمېره څرګنده نه ده، خو د دغه ولايت د وګرو شمېر د وروستيو شمېرو له مخې څه باندې ٣٨٧ زره کسان اټکل شوى دى.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو مدير نقيب الله شريفي د ځوانانو شمېره له پنځوسو تر شپېتو زرو پورې وبلله چې عمرونه يې د ١٨ او ٣٥ ترمنځ دي. هغه وويل چې دولتي چارواکي نه دي توانېدلي چې د ځوانانو لپاره کاري زمينه مساعده کړي.
د هغه په خبره، څېړنې څرګندوي چې ځوانانو ته د کاري زمينو نشتوالى د دې سبب شوې چې ګڼ سمنګاني ځوانان د هېواد پرېښودو او يو شمېر يې نشه يي توکو او جنايي جرمونو ته مخه کړي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه څه باندې څلور ميليونه وګړي وزګار دي او شمېر يې کال په کال لوړېږي.
له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت او د بهرنيو ځواکونو وتل په هېواد کې د وزګارتيا د ډېرښت سبب شوي.
د هېواد پرېښودل
د سمنګانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د امريت سرپرست عبدالغفور وويل چې په وروستيو شپږو کلونو کې د کار د نشتوالي په سبب شاوخوا ٥٠٠ سمنګاني ځوانان اروپايي هېوادونو ته تللي او شاوخوا ٧٠٠ نور يې ايران او پاکستان او ځيني هم کابل او نورو ولايتونو ته تللي.
د دغه ولايت د خرم سارباغ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالخليل جاوېد چې ١٩ کلن زوى يې شاوخوا دری مياشتې وړاندې له قاچاقي لارو ډنمارک ته استولى، په دغه ولايت کې د کار له نشتوالي شکايت کوي.
هغه وويل چې زوى يې له ١٢ ټولګي فارغ شو، خو کار نه و او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ؛ ځکه يې هغه د کار لپاره ډنمارک ته ولېږه.
هغه زياته کړه: ((تر ډنمارکه مې د خپل زوى د رسولو لپاره قاچاق وړونکو ته ٤٦٠٠ امرکايي ډالر ورکړل، اوس مې هيله دا ده چې زوى مې په ډنمارک کې قبول شي، له دې لارې به هم خپل ژوند جوړ کړي او هم به له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې شاوخوا ٢٠٠ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
په هېواد کې شته نا امني او وزګارتيا د دې سبب شوې چې ګڼ افغان ځوانان خپل هېواد پرېږدي.
د نشه يي توکو روږدي
د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر غلام سخي رضواني وويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو په اړه سروې نه ده شوې، خو اټکل کېږي چې شاوخوا پنځه زره کسان به په دغه ولايت کې پر بېلابېلو نشه يي توکو روږدي وي.
د هغه په خبره، رسنۍ څرګندوي چې وزګارتيا په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدېدو يواځېنى لامل دى او د ولايت اتيا سلنه روږدي هغه ځوانان دي چې له شلو تر دېرشو کلونو پورې عمر لري.
د رضواني په خبره، په سمنګان کې د نشه يي توکو روږدي د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله کم دي؛ ځکه چې په سمنګانو کې د کوکنارو کښت له تېرو لسو کلونو راهيسې صفر شوى او پوليس هڅه کوي چې په دغه ولايت کې په بشپړه توګه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى وکړي.
هغه هم زياته کړه چې وزګارتيا، نشه يي توکو ته د ځوانانو د مخه کولو اساسي لامل دى.
د هغه په باور، که چېرې دولت د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى ونه کړي او ځوانانو ته کاري زمينه مساعده نه کړي، د روږدو شمېر به زيات شي.
ځينې روږدي هم وايي چې وزګارتيا په نشه يي توکو د هغوى د روږدېدنې لامل دى.
د سمنګانو د مرکز د لرغان ايبک کلي اوسېدونکي او روږدي ٣٠ کلن شفيع الله وويل چې شپږ کاله وړاندې يې خپله اته بسوې ځمکه د ٣٠٠ افغانۍ په بدل کې خرڅه کړه او له يوې نجلۍ سره يې کوژده وکړه.
دغه ځوان چې ډنګر وجود او ژېر زبېښلى وجود يې درلود، زياته يې کړه چې د ولور پيسو او د واده د نورو لګښتونو لپاره ايران ته ولاړ؛ ځکه چې په سمنګانو کې کار نه پيد کېږي.
هغه وويل چې په ايران کې يې درانه کارونه ترسره کړي دي.
شفيع الله زياته کړه: ((کله به چې له کار نه کوټې ته را ستنېدم، د ډېر کار په سبب به مې وجود درد کاوو، ما او ملګرو مې د دردونو د ارام لپاره د شپې د يوه نخود په اندازه ترياک خوړل، بالاخره شپږ مياشتې وروسته په هيروينو روږدى شوم.))
دغه ځوان چې اوس يې واده کړه او دوه ماشومان لري، وويل: ((کله چې کور ته راستون شوم، بيا هم د کار زمينه نه وه مساعده، اوس مې مور او مېرمن هم رانه کرکه کوي... مېرمن مې د خلکو په کورونو کې کار کوي، څو د کور خرڅ پيدا کړي.))
نوموړي زياته کړه چې يو ځل د دغه ولايت د روږدو په روغتون کې تر درملنه لاندې ونيول شو، نشه يي توکو يې پرېښودل، خو د اقتصاد ستونزو او کار د نشتوالي په سبب يې بېرته د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړه.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په کچه دری عشاريه پنځه ميليونه وګړي په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي او افغانستان لا هم د نړۍ د نشه يي توکو ستر توليدوونکى دى.
جنايي جرمونه
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي وويل چې د روان کال په ٩ مياشتو کې د دغه ولايت په کچه ٢٨٥جرمي قضيې ثبت شوې او پوليسو يې په تړاو ٤٩٨ کسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د هغه په خبره، په دې قضيو کې ٣١ د وژنې، ٤٤ د غلا، يوه د درغلۍ، د لارې شکونې اووه، د تښتونې څلور، د وهلو ډبلو ٦٧، د لواطت څلور، د زنا اووه او ١٢٠ د نورو جرمونو قضيې شاملې دي.
د هغه په خبره، د دغو کسانو ډېره برخه ځوانان دي.
رحيمي وويل چې پوليسو له دغو کسانو په څېړنو کې موندلې چې بېوزلي او وزګارتيا په دغه ولايت کې د اتيا سلنه جرمونو لامل شوې او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په چمتو کولو سره به د جرمونو په کچه کې د پام وړ کمښت راشي.
کاري فرصتونه
د چارو ځيني کارپوهان په دې اند دي چې که چېرې په دغه ولايت کې د سمنټو د توليد، د ډبرو سکرو د کانونو استخراج او کرنې د پراختيا په برخه کې پانګونه وشي، د وزګارتيا ستونزه به ورسره حل شي.
ددې ولايت د مدني ټولنې يوه فعال نجيب الله دانش وويل، که چېرته په سمنګانو سربندونه جوړ شي، پراخه ځمکې بۀ خړوب او د کرنې په برخه کې به ګڼ خلک په کار شي.
د هغه په خبره، په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو او سمنټ د خامو توکو ستر کانونه شته دي.
دانش وويل چې په دغه ولايت کې د سمنټو د فابريکې او د روى دواب، دره صوف پايين او دره صوف بالا ولسواليو د ډبرو سکرو په فني استخراج سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.
د سمنګانو د کانونو مشر انجنير عبدالليطيف واحدي هم وويل، که چېرې دغه کانونه د شمال د ډبرو سکرو تصدي او يا هم خصوصي سکتور له خوا په فني ډول استخراج شي، نو زرګونه کسانو ته به د کار زمينه مساعده کړي.
واحدي د دغه ولايت د مرکز ايبک ښار په ٢٠ کيلومترۍ کې د سمنټو د خامو توکو کان ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغه کان کې د سمنټو شل ميليارده ټنه خام توکي اټکل شوي دي.
هغه وويل، په دغه ولايت کې د سمنټ د اړتيا وړ توکو ٩٥ سلنه لکه د ګچ ډبره، چونه او د ډبرو سکاره موجود دي او که چېرې د سمنټو د توليد فابريکه جوړه او هر کال ميليونونه ټنه سمنټ توليد کړي، نو کولى شي چې دا کانونه ورته خام توکي چمتو کړي.
د سمنګان چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د دغه ولايت د ډبرو سکرو کانونو کې شاوخوا لس زره کسان کار کوي او دولت هر کال له دغو کانونو ۲،۵ ميليارده افغانۍ عايد لري.
خو دولت يواځې د ډبرو سکرو دری کانونه خصوصي سکتور ته سپارلي او د دې کانونو پاتې يې د ځينو کسانو له خوا په غير قانوني ډول استخراجېږي او په بدل کې يې دولت ته د ټن پر سر ١٥٠٠ افغانۍ سپاري.
غير فني استخراج له يوې خوا ضايعات لري او له بلې خوا هم د کارګرانو ژوند له خطر سره مخ کوي. تر اوسه پورې په څو پېښو کې يو شمېر کارګر د دغه ولايت د سکرو په استخراجي تونلونو کې مړه شوي دي.
د ډبرو سکرو کانونه د کمبربند په بڼه د هندوکش غرونو د لړۍ په بېلابېلو برخو کې شته چې له بدخشان ولايت نه پيل تر تخار، بغلان، سمنګان، باميانو او سرپل ولايتونو پورې غځېدلي او د هرات په سبزک کان باندې پاى ته رسېږي.
د سمنګان د سکتوري خدمتونو مشر محمدکبير مکرم زاده وويل چې د دغه ولايت د مرکز په قچن دره سيمه کې د اوبو يو سربند او بل هم د خرم سارباغ ولسوالۍ په اب کلي سيمه کې د کلو پراختيا وزارت له خوا سروې شوى، خو د رغونې چارې يې د دغه کال په بوديجه کې نه دې شاملې.
نوموړي څرګنده کړه چې څو ځلي د ولايت د مقام له خوا د کانونو وزارت ته وړانديز شوى چې د دغه ولايت د ډبرو سکرو د فني استخراج په اړه اقدام وشي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه وزارت د نوي مشرتابه ټوله پاملرنه د کوچنيو، منځنيو او سترو کانونو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو استخراج ته ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










