منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په دايکنډي کې د ټوکريز پول د جوړېدو کاليزه ونمانځل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

باميان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٤): مدني فعالانو په دايکنډي ولايت کې له ټوکر نه جوړ شوي پول د جوړېدو کاليزه ونمانځله چې تر څنګ يې يو لرګين پول شتون لري او خلکو ته په ارزانه بيه مالونه لېږدوي.

مدني فعالانو تېر کال دا پارچه يي پول په نمايشي ډول د دايکنډي د مرکز نيلي ښار په شاوخوا شپږ کيلومترۍ کې جوړ کړ، څو څرګنده کړي چې دولت د بيارغونې په برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

دا ځل يې بيا له سره ټوکر نه د ١٥ متره په اوږدوالي او اوو مترو په پلن والي سره دغه پول نوى کړ او اعتراض يې وکړ چې دولت د يوه کال په تېرېدو سره د خلکو د مواصلاتي ستونزو د حل په برخه کې غلى دى.

د ټوکريز پول تر څنګ يو لرګين پول هم تېر کال د ځايي خلکو له خوا جوړ شوى چې وسايط پرې له زياتې وېرې او لړزې سره تېږي.

مدني فعال مهدي مدبر پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پول ته د سره پوښ ورکولو موخه د دولت د کار انځور و چې د سړکونو او لارو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي.))

هغه زياته کړه چې مدني فعالان، د ولايتي شورا غړي او د دايکنډي خلک په دې کار سره ښيي چې د خلکو محروميت تر دې کچې دى چې اړ دي خپل عمومي پلونه له لرګيو او ټوکرونو په نمايشي ډول جوړ کړي.

د دايکنډي د ولايتي شورا عمومي مشر هادي رحيمي زاده وويل چې دا پول د دايکنډي پنځه ولسوالۍ او دوه ګاونډي ولايتونه (غور او هلمند) د دغه ولايت له مرکز سره نښلوي چې په ژمي کې د سيند د اوبو د زياتوالي په سبب پرې د نقليه وسيلو تګ راتګ ستونزمن وي.

د هغه په خبره، اکثره وخت مسافر خپل بارونه دلته تشوي او په نورو موټرو کې يې له سيند پورې وړل او بيا يې په لوړه بيه نيلي ښار ته لېږدوي.

رحيمي زاده زياته کړه چې په تېرو څو کلونو کې سيمه ييزې ادارې په بېړنۍ ناسته کې د معترضينو له استازو سره سل په سلو کې د دغه پله د جوړېدو ژمنه کړې وه، خو له بده مرغه چې تر اوسه په دې اړه څه اقدام نه دى شوى.

د محمد حسين په نوم يوه هټۍ وال چې له کابله نيلي ښار ته مالونه راوړي، وويل: ((کله چې موټر پله ته ورسېږي، مالونه ښکته کوم، په کاماز موټر کې يې له سيند پورې غاړې ته اړوم او بيا يې په بل موټر کې تر نيلي پوري وړم.))

دغه هټۍ وال زياته کړه چې په دې کار سره د هر من بار په بدل کې د جنسونو بيه لس افغانۍ توپير کوي او تر څنګ يې يوه ورځ ضايع کېږي.

محمد حسين وويل چې په ژمي کې ګنګل وي او کاماز موټر چې قوي ماشين لري، په ډېره سختۍ له دې ځايه تېږي.

هغه زياته کړه ، که چېرې پول په پاخه او بنسټيز ډول ورغول شي، د دوى مالونه به په مناسبه بيه او کم وخت کې ولېږدول شي.

 دايکنډي سختې لارې لري او پوخ سړک په کې نشته، دا وضعيت د لارو په اوږدو کې د خونړيو  ترافيکي پېښو سبب شوى.

سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ترافيکي پېښې له ځانمرګو بريدونو کمې نه دي.

د دايکنډي د ترافيکو مديريت شمېرې څرګندوي چې سږ کال شاوخوا ١٣٠ ترافيکي پېښې په ځانګړي ډول د سختو لارو لرونکو ولسواليو کې ثبت شوې چې په ترڅ کې يې ٤١ کسان مړه شوي او څه باندې ٢٣٠ نور ژوبل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه