ترينکوټ (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۴): د اروزګان ولايت په مقام کې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو لپاره مرکز جوړ شو.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي د مرغومي په ١٤مه د ياد مرکز د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړنی مرکز دى چې د ولايت مقام له خوا رسنيو ته د معلوماتو ورکولو په موخه جوړېږي.
هغه زياته کړه چې په دغه مرکز کې به د ولايت اړوند معلومات پر وخت رسنيو ته ورکول کېږي او همدارنګه د ولايت مقام د مسوولينو تر څنګ امنيتي مسوولين هم کولای شي چې د دغه مرکز له لارې خپل مطبوعاتي غونډې ترسره کړي.
د خروټي په وينا، دغه مرکز په عصري ډول جوړ شوى او ټولې هغه اسانتياوې په کې په پام کې نيول شوې چې د خبري ناستو پر مهال ترې کار اخيستل کېږي.
د اروزګان سيمه ييز خبريالان هم د ولايت مقام له خوا د رسنيو د مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به يې په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.
د نجيب لطيف په نوم يوه خبريال پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو کاله مخکې په اروزګان کې د (پي ار ټي) له خوا د رسنيو مرکز جوړ شوى و، خو د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته دا مرکز هم وتړل شو.
د هغه په وينا، د ولايت مقام له خوا دغه مرکز به د دوى هغه ستونزې هوارې کړي چې معلوماتو ته د لاسرسي پر مهال ورسره مخ وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










