ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چهادرې ولسوال استعفا وکړه

د چهادرې ولسوال استعفا وکړه

author avatar
4 Jan 2016 - 12:08
د چهادرې ولسوال استعفا وکړه
author avatar
4 Jan 2016 - 12:08

کندوز (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوال ادعا کوي چې د وسله والو مخالفينو پر ځواکمنېدو او د ده دغوښتنو ته د حکومت د نه پاملرنې په سبب يې له دندې استعفا کړې ده.

 

د چهادرې ولسوال ډګروال محمدظاهر نيازى وايي چې دا يو نمايشي پوست و او د حکومت لخوا ورته پاملرنه نه کېده، نو اړ شو چې ځان له دې څوکۍ ګوښه کړي.

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يواځې شپږ کيلومتره پوخ شوى سړک د دولت په ولکه کې وو، خو پاتې ولسوالي او نور تاسيسات د طالبانو واک کې دي او هغوى هره شېبه کولى شي چې ولسوالي په اسانۍ سره ونيسي.

 

نيازي زياته کړه چې د تلې مياشتې کې د کندوز ښار د له لاسه وتلو پرمهال چهادره ولسوالي هم د طالبانو واک ته ورغله، دوى د ولسوالۍ ودانۍ د بلډوزر او سکواټر په مرسته له ځمکه سره برابره کړه او اوس دولتي مامورين د  خپلو چارو د ترسره کولو لپاره دولتي ځاى نه لري.

 

د چهادرې پخواني مستعفي ولسوال ادعا وکړه چې د ولسوالۍ تشکيل ٣٠٠ کسه دى، خو طالبانو پنځه چنده دي او هره شېبه د ولسوالۍ مرکز تر امنيتي ګواښ لاندې دى؛ ځکه چې په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

نيازي وويل چې څو ځلې يې د نا امنۍ، د طالبانو د پراخو بريدونو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره د امکاناتو د نشتوالي ستونزې له امنيتي ارګانونو او سيمه ييزې ادارې سره شريکې کړې، خو دا چې څېړنه ونه شوه، نو استعفا ته اړ شو.

 

د چهادرې ولسوالي د کندوز ښار لوېديځ ته په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ده چې په وروستيو څو کلونو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر پټنځاى بدله شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.