پلخمري (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): په بغلان ولايت کې څه باندې پنځوس زره روږدي د ټولنې د اوږو بار دي چې ځيني يې نشه يي توکي هم پلوري او د دې اصلي لامل وزګارتيا بلل کېږي.
هغوی اکثره ځوانان دي چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له ايرانه راستانه شوي او ستونزمن ژوند تېروي.
يو شمېر يې سوال او غلاوي کوي، څو د نشه يي توکو د پېرلو لپاره يو څه پيسې ترلاسه کړي.
په پلخمري ښار کې باغ قهوه خانه يوه تفريحي سيمه ده چې اوس د روږدو پر ځاى بدله شوې او شاوخوا دوه سوه روږدي په کې دي.
اته ويشت کلن باز محمد پژواک ته وويل چې اته کاله مخکې په ايران کې روږدوى شو او درې کاله کېږي چې هېواد ته راستون شوى او له دوو کلونو راهيسې په ساختماني کارونو بوخت و او تصميم يې ونيو چې نشه يي توکي پرېږدي؛ ځکه يې د خپلې کورنۍ په مرسته له ترياکو سره مخه ښه وکړه.
خو دغه ځوان زياته کړه چې په يوه هوټل کې په کار بوخت و، يو کال وروسته بېرته وزګار شو، سره له دې چې ترياکو، بلکې هيروينو ته يې هم مخه کړه او د نشه يي توکو پلور يې پيل کړ.
هغه زياته کړه چې له چاقاق وړونکو نه يوه پوړۍ هيرويين په ٤٠ افغانۍ پېري او پر روږدو يې تر پنځوس افغانيو پلوري.
بازمحمد وويل: ((هېڅوک مې د دغه کار مزاحمت نه کوي، په ډېره اسانۍ سره پر خپلو ملګرو پوډر پلورم.))
نوموړى چې دوه ماشومان لري او دوه کاله وړاندې يې واده کړی، زياتوي چې د هيروينو د پلور له اړخه د خپلې کورنۍ نفقه پيدا کوي، سره له دې چې پوهېږي دا کار حرام او ناسم دى، خو چاره نه لري.
هغه وويل چې تېر کال په يو ځل ٣٠ روږدي د عامې روغتيا رياست د روږدو روغتون تر درملنه لاندې ونيول شول، خو دا چې کار نه و، د نشه يي توکو پلور ته يې مخه کړه او فکر يې کاوو چې بيا به روږدى نه شي، خو له بده مرغه بيا ورباندې روږدى شو.
د بغلان له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر فضل الحق اندرابي وويل، څنګه چې ليدل کېږي روږدي ورځ تر بلې زياتېږي، دولت هم ورو ورو د هغو د مهارولو توان له لاسه ورکوي.
انداربي زياته کړه، د هغې سروې له مخې چې په ١٣٨٣ لمريز کال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې او جرمونو د کنټرول ادارې UNODC) ( له خوا په بغلان کې ترسره شوې، څرګندوي چې چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر ٢٥زرو ته رسېږي.
سره له دې چې له دې وروسته کومه تازه سروې نه ده شوې، خو راټول شوي معلومات څرګندوي چې دا شمېره تر اوسه پورې پنځوس سلنه لوړه شوې ده.
هغه وويل چې پخوا به د روږدو شمېر دومره نه وو، خو اوس د پلخمري ښار په پارکونو، سړکونه او واټونو او حتى ولسواليو کې ليدل کېږي.
د بغلان له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر زياته کړه چې په يادو روږدو کې يو شمېر يې تحصيل کړي دي او که چېرې نړيواله ټولنه لاس په کار نه شي، افغانستان به له يوې انساني غميزي سره مخ شي.
يوه تازه سروې څرګندوي چې په افغانستان کې د بېلابېلو نشه يي توکو د کاروونکو شمېر د ٢٠١٢ کال په پرتله له ۱،۶ ميليونه ٣ ميليونه ته لوړ شوی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اړوندې ادارې په همکارۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتيا وزارت په مرسته شوې سروې څرګندوي چې د افغانستان د نفوس شاوخوا ١١ سلنه پر نشه يي توکو روږدې ده.
ځوانانو ته د نشه يي توکو د رسېدو بيه هم لوړه شوې ده.
يارمحمد بل ځوان دى چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې ترياک کاروي، تېر کال يې يو ګرام ترياک تر ٤٠ افغانيو پورې پېرل، خوسږ کال د همدومره ترياکو بيه ١٢٠ افغانو ته رسېدلې ده.
هغه وويل: ((ګارګر يم، د ورځې درې سوه افغانۍ کار کوم، د ورځې پنځه ګرامه ترياکو ته اړتيا لرم او اړ يم چې له دې وروسته هيرويين وکاروم؛ ځکه چې يو مثقال يې پنځوس افغانۍ دي او يو ګرام يې ما له سهاره تر ماښامه نشه ساتلى شي.))
دغه ځوان زياته کړه، غواړي چې درملنه يې وشي او د سالم فرد په توګه د خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي.
په بغلان کې د روږدو د روغتون مشر ډاکتر رحم خدا نوري وويل چې د روږدو د زياتوالي له امله د ډېرو روږدو د درملنې امکانات نه لري.
هغه وويل چې څه باندې څلور سوه روږدو په روغتون کې نوم ليکنه کړې او د نوبت په تمه دي. که څه هم روغتون ٣٠ بستره لري، خو د روغتون شمېر د زياتوالي امله يې ٤٥ کسان بستر کړي او په يوه نيمه مياشت کې يې درملنه کوي.
د روږدو د درملنې روغتون مشر وويل چې د روغتون له جوړېدو راهيسې دوه کاله کېږي او تر اوسه يې څه باندې ٣٠٠ روږدو درملنه کړې ده.
ډاکټر نوري زياته کړه:(( موږ روږدي درملنه له دوو لارو کوو، لومړى په مسکن درملو او دويمه په رواني درملو، خو له بده مرغه چې ځينې روږدي له رخصتېدو وروسته بېرته روږدي کېږي او بېرته روغتون ته راځي.))
په بغلان کې د روږدو ښځو شمېره سلګونو کسانو ته رسېږي او روغتيايي چارواکي نشي کولى چې د هغوى په درملنه پسې ورسېږي.
د بغلان د روږدو د روغتون مشر وويل چې د روږدو ښځو شمېر له ٣٠٠ ډېر و چې خاوندان، وروڼه او پلرونه يې روغتون ته راغلي وو او د هغوى د درملنې غوښتنه يې کوله، خو له بدغه مرغه چې روغتون د ښځينه روږدو لپاره مناسب ځاى نه لري او دوى يې په کورونو کې درملنه کوي، بيا هم ټول ډاکټران د هغوى کورونو ته نشي رسېدلى، له همدې امله په يوه ځل درمل ورکوي او بيا يې پوښتنه نه کوي.
د هغه په خبره، اکثره ښځې په ترياکو او هيروينو روږدې دي او په پلخمري ښار او د مرکزي بغلان ولسواليو کې اوسېږي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکې ٣٨ کلنې خديجې چې په دې وروستيو کې يوه ترافيکي پېښه کې خپل خاوند له لاسه ورکړي، وويل چې خاوند يې ترياک ورته راوړل او هڅوله يې چې دده په څېر ترياکي شي.
هغه پژواک ته وويل خاوند به يې د ترياکو د نه تر لاسه کولو پرمهال يې د کور لوښي د ترياکو لپاره پلورل، تر دې چې پلار او وروڼه يې خبر شول او دا يې خپل کور ته راوستله.
خديجه ې څلور ماشومان لري، زياتوي:((کله مې چې ځان درد وکړ او لړزې اخيستې وم، په پټه مې ترياک څکلو ته مخه کړه، کله چې را باندې پوه شول، روغتون ته يې راوړم.))
دې مور زياته کړه چې له دوو کلونو راهيسې ترياک کاروي او شپږ مياشتې کېږي چې ترياک يې پرېښې او اوس روغه شوې ده.
د بغلان د کار او ټولنيزو چارو مشر مشتاق احمدي وويل چې وزګارتيا د بغلان په شمول د هيواد په کچه ستونزه ده چې له همدې امله ګڼو ځوانانو نشه يي توکو ته مخ کړې او ځينې يې نورو هېوادونو ته اړ کړي دي.
هغه وويل، سره ددې چې کره شمېره ورسره نشته، خو د معلوماتو له مخې، سږ کال څه باندې زر ځوانان له بغلان نه ايران، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته تللي چې دا فرار د غوره کاري ځواک د بايلنې سبب شوى.
احمدي زياته کړه چې رياست يې تېر کال د خوړو نړيوال سازمان په مرسته د ٢٥٠٠ ځوانانو لپاره د کسب او کار د زده کړې بېلابېلې دورې جګړې کړې چې اوس په دې ولايت کې په کار بوخت دي او پنځه روږدي هم روغ شوي دي.
د نوموړي په وينا، ددې ترڅنګ په پلخمري ښار کې د اغان خان پراختيايي شبکې د ٥٠٠ ښځو لپاره د وړيو او غالۍاوبدنې کورسونه جوړ کړي چې اوس يې په روزنه بوختې دي او په نږدې وخت کې به فارغ شي.
هغه وويل چې امارات، قطر او عربستان د کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره ژمنه کړې چې يو شمېر افغان کارګر مني او د بغلان د کار او ټولنيزو چارو رياست چمتو او په تمه دى چې له دې ولايت نه هم ځوانان يادو شوو هېوادونو ته واستوي.
د احمدي په خبره، تر ټولو زيات روږدي په خوست، فرنګ، مرکزي بغلان، نهرين، خنجان او انداربونو ولسوالۍ کې دى چې له يوې لسيزې راهيسې يې کره شمېرنه نه ده شوې، د کار او ټولنيزو چارو رياست د سروې لپاره امکانات نه لري، ځکه چې زياته بوديجه غواړي.
بلخوا د بغلان د مدني ټولنو شبکې د فرهنګي او ټولنيزې شبکې مشر محمد عثمان شېرزي وويل چې د روږدو شمېر د زياتېدو په حال کې دى، يو کال وړاندې د پلخمري ښار دننه په باغ قوه خانه کې روږدي ليدل کېدل، خو اوس د ښار په ټولو برخو کې ليدل کېږي.
هغه زياته کړه چې روږدي د شپې له خوا هټيو او د خلکو کورونو ته ورځي، مالونه غلا کوي او اکثره خلک د شپې لخوا په کورونو پيره کوي.
شېرزي زياته کړه چې دولت د روږدو د ټولونې لپاره کوم ځانګړى پروګرام نه لري او د روږدو يو روغتون شته چې د کمو روږدو د درملنې وړتيار لري.
خو د مدني ټولنې دغه چارواکي زياته کړه چې څه موده وړاندې يې د کار او ټولنيزو چارو رياست او د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت استازو په همکارۍ وغوښتل چې په پلخمري ښار کې د روږدو شمېره پيدا کړي او له وضعيت نه يې خبر شي، د څلورو ورځو په ترڅ کې يې څه باندې ٤٠٠ کسان لېست کړل، خو شمېر يې هره ورځ زياتېږي او له دې وروسته ونه توانېده چې دې کار ته دوام ورکړي.
هغه وويل چې همدارنګه د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو شمېر تر بل هر وخت زيات شوی او له دې لارې ښه عايد لري او نشه يي توکي په ډېره اسانۍ سره پلخمري ښار ته راځي او پلوري يې.
شېرزي د قاچاق وړونکو هويت څرګند نه کړ او ويې ويل: ((ويلى شم چې په پلخمري ښار کې روږدي هره ورځ شاوخوا څلور کيلو هيرويين او شل کيلو ترياک مصرفوي.))
خو امنيتي چارواکي وايي چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې جدي دى.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام وويل چې په وروستۍ يوه مياشت کې يې په پلخمري ښار کې د نشه يي توکو ١٠ پرچون پلورونکي قاچاق وړونکي نيولي دي.
همدارنګه سږ کال څه باندې يو ټن نشه يي توکي چې ترياک، هيرويين او چرس په کې وو، له شخصي او مسافر وړونکو موټرو نو د بغلان په لاره کې نيول شوي چې په تړاو يې څه باندې ٣٠ کسان نيولي دي.
دې پوليس چارواکي په ډاګه کړه چې د پلخمري ښار نه د روږدو را ټولول د دوى له وسه نه کېږي او زياتې بوديجې ته اړتيا لري.
هغه وويل چې څه موده وړاندې ٢٥ روږدي چې په پلخمري ښار کې يې په پرچون ډول نشه يي توکي پلورل، ونيول او زندان ته يې واچول، خو د ځاى د نشتوالي په سبب يې له ١٥ ورځو وروسته خوشي کړل.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










