منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بوديجې نشتوالي د کندهار د سړکونو د جوړولو مخه نيولې”

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کندهار (پژواک ١٥ مرغومى ٩٤): د ټولګټو وزارت مرستيال وايي، د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ د ګڼ شمېر سړکونو د ډيزاين او سروې چارې بشپړې شوې، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې د جوړولو کارونه نه دي پيل شوي.

د ياد شوي وزارت د سړکونو جوړولو د څانګې مرستيال انجنير محمد عارف رييس خېل، دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال نن مازيګر له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره يوې ګډې خبري غونډې ته وکړې.

په پيل کې مرستيال والي عبدالعلي شمسي وويل، په تېر کې د ټولګټو وزارت ډېر پلاوي کندهار ته راغلي او د سړکونو جوړولو په برخه کې يې وعدې کړي، خو عملي کړې يې نه دي.

هغه زياته کړه، د دغې ستونزې په اړه يې د ټولګټو له وزير سره خبرې کړې او له هغوى يې غوښتي چې له کندهار ښار څخه ولسواليو ته د غځېدلو سړکونو د جوړولو چارې ژر تر ژره پيل کړي.

د ټولګټو وزار مرستيال انجنير محمد عارف رييس خېل وويل، کندهار ته يې د سفر موخه د سړکونو سروې او څېړنه ده.

هغه زياته کړه، په دې لړ کې يې له کندهار هوايي ډګر څخه تر کندهار ښار پورې د ١٦،٥ کيلومتره سړک د رغولو له چارو ليدنه وکړه، چې دوه کاله مخکې پيل شوې او لا هم بشپړې شوې نه دي.

دغه سړک د ٧٠ متره بر په لرلو جوړېږي چې پر جوړولو يې ٢،٥ ميليارده افغانۍ لګښت راځي چې معادل يې ٤٠ ميليونه ډالر کېږي.

د نوموړي په وينا، د دغه سړک د جوړولو چارې ځکه ورو روانې دي چې له يوې خوا بوديجوي ستونزې شته او له بله اړخه يې د سروې او ډيزاين پر مهال ځينې ستونزې، لکه د ٤ کيلومتره په اندازه جبه زاره سيمه او نور په پام کې نه و نيول شوي.

خو هغه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې شته ستونزې يې حل کړې او د دغه سړک د جوړولو چارې به چټکې شي.

رييس خېل د دې تر څنګ د کندهار سپين بولدک د دويم لاين ٨٠ کيلومتره سړک يادونه وکړه چې سروې او ډيزاين يې شوى، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې کار نه دى پيل شوى.

هغه وويل، کله چې د ماليې وزرات بوديجه ځانګړې کړه، نو هغوى به سملاسي د دغه سړک د جوړولو چارې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي د دې تر څنګ د ښوراوک- سپين بولدک ٩٢ کيلومتره، د ارغستان- معروف ٦٥ کيلومتره، کندهار- خاکرېز ٣٠ کيلومتره، خاکرېز- غورک ٣٣ کيلومتره او ذاکر- پنجوايي ١٨ کيلومتره سړکونه ياد کړل چې د ډېرو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې او د جوړولو لار څاري.

خو هغه يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ٢٦٠ متره په اندازه د ارغستان پُل، د ١٠،٣ کيلومتره په واټن د حاجي محمد شاه سيمې سړک د نړيوال بانک په مالي مرسته جوړ شوي دي.

د ټولګټو وزرات مرستيال يادونه وکړه چې تر ټولو عمده ستونزه د بوديجې د نشتوالي ده، هغه د کندهار له ولايتي ادارې او مدني ټولنې وغوښتل چې د دې ولايت پر استازو فشار راوړي، څو د ولسي جرګې له لارې له ماليې وزارت سره د بوديجې ستونزه حل کړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تېر کال د کابل- کندهار د لوې لارې په اوږدو کې د ميدانښار، غزني او زابل په سيمو کې شاوخوا ٥٠ کيلومتره سړک بيا ورغول شو، خو وروسته د بوديجې د نشتوالي له امله دغه لړۍ له خنډ سره مخ شوه.

هغه ژمنه وکړه چې په روان کال کې به هڅه وکړي، د دې لويې لارې هغه ساحې ورغوي چې له کندهار تېرېږي.

خو نوموړي وويل، د کابل- کندهار لويه لاره د دې تر څنګ چې د وسله والو مخالفينو د جګړو او ډېر وزن لرونکو موټرونو د تګ راتګ له امله خرابه شوه، له  پيله په معياري توګه جوړه نه شوه او د جوړولو چارې يې په بېړنۍ توګه تر سره شوې.

رييس خېل دغه راز وويل چې د سړکونو د ساتلو په موخه يې په دې وروستيو کې په بېلابېلو ساحو کې د ترازوګانو شمېر ډېر کړى، څو بار وړونکي موټرونه کنټرول او د سړکونو ساتنه وشي.

د کندهار د ټولګټو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې د کندهار ښار او ولسواليو تر منځ ٤٩٣ کيلومتره سړکونه پاخه شوي، خو لا هم د کندهار ښار او ګڼو ولسواليو تر منځ د ٨٢٤ کيلومتره په اوږدوالي سړکونه خام پاتې دي چې د جوړولو لار څاري.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه