جلال اباد (پژواک،۱۵مرغومی۹۴): د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د زاخېلو سربند او کانال د نړيوال بانک په ١٥ ميليون افغانۍ جوړېږي، چې ورسره به ۳۳۵ هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
د دې سربند او کانال د جوړېدو چارې نن پيل شوې.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې دا سربند او کانال به د نړيوال بانک په ۱۵ میلیونو افغانیو مرسته د يوه کال په موده کې جوړ شي.
ده زياته کړه، دا کانال او سربند اوه کیلومتره اوږدوالی لري او ۹۸۵ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
نوموړي د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو هيله وکړه، چې د يادې پروژې په تطبيق او ساتنه کې همکاري وکړي.
د ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کامه وال وويل، په دې پروژې سره به د کامې ولسوالۍ د کروندګرو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د هغه په وينا، د زاخيلو په سيمه کې د اوبو د کانال د نشتوالي له امله ډېرو ځمکو دايمي اوبې نه درلودې او سېلابونو هم واړه سربندونه وړل.
د ولايتي شورا دې غړي غوښتنه وکړه، چې د کامې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د کونړ سيند په اوږدو کې استنادي دېوالونه جوړ شي، ترڅو کرنيزې ځمکې د سېلابونو له خطره وژغورل شي.
د سيمې يو قومي مشر حاجي فضل ربي هم د ياد سربند او کانال د جوړېدو چارو پيل ته خوښ دى او وايي: ((موږ د سېلابونو له امله ډېر په ستونزو کې وو، سربند نه وو، چې اوبه به را ډېرې شوې، نو زموږ ځمکې به يې وړلې.))
د يو بل خبر له مخې، همدا نن (د مرغومي ۱۵مه) د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ښځينه وو د فاتحې اخیستلو لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ څلور خونې او د فاتحې تالار لري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










