منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د سلګونه ښوونځيو په رغولو کې اختلاس شوى او يا يې هم کار نيمګړى پاتې دى”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٤): د پوهنې وزارت موندنې ښيي، چې د ٥٢٤ ښوونځيو د جوړولو په چارو کې اختلاس شوى او يا هم قرارداد کوونکي شرکت د پروژې د ټولو پيسو په ترلاسه کولو سره خپل کار پاى ته نه دى رسولى.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي دغه موضوع نن په کابل کې د "ټولنيز خوځښت او د پوهنې شوراګانو تنظيم" تر نوم لاندې په ناسته کې ياده کړه.

هغه وويل: "د پوهنې وزارت د تېرو شپږو مياشتو څېړنې ښيي چې د ٥٢٤ ښوونځيو قراردادونه تر سره شوي او قراردادي پيسې ترلاسه کړې، خو د ښوونځيو ودانۍ تر اوسه هم نيمګړې پاتې دي."

د پوهنې وزير زياته کړه: "دغه کار بېلابېل لاملونه لري، يا قراردادي تښتېدلى، يا هم د ښوونځي د جوړېدو لپاره پيسې په سم ډول نه دي رسېدلې او يا اختلاس شوى دى."

بلخي وويل: "په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونځيو سيمه ييزو شوراګانو١١٠ نور ښوونځي هم شته، چې د ځينو ښوونځيو کار تر ٧٠ سلنې پورې پرمختللى، د ځينو يې هم پنځوس سلنه او په يو شمېر يې ان هېڅ کار هم نه دى شوى، خو پيسې يې سل په سلو کې اخيستل شوې دي."

د پوهنې وزير په وينا، ټول هغه اسناد چې په دغو ښوونځيو کې په اختلاس پورې اړوندېږي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوي او نوموړي د هغو کسانو په اړه د عدالت د ټينګښت غوښتنه کړې، چې په دغه اختلاس او خيانت کې لاس لري.

حنيفي بلخي د پوهنې وزارت د پخواني مشرتابه پر کمزورتيا د نيوکې ترڅنګ وويل، د پخواني وزير په وخت کې پر دې سربېره چې د وزارت په ګودامونو کې سلګونه زره جلده کتابونه موجود وو، خو بيا هم پر زده کوونکو نه دي وېشل شوي.

د پوهنې پخواني وزير په واکمنۍ کې د مشرتابه د کمزورتيا او اختلاس په اړه د پوهنې وزارت نوې موندنې په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پوهنې پخواني وزير فاروق وردګ د دغو تورونو د ردولو ترڅنګ، په دې اړه د شواهدو او مدارکو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړې څېړنې دفتر هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

سيګار د امريکا له نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) چې د پوهنې له وزارت سره يې ډېرې مرستې کړې، غوښتنه کړې چې د "خيالي ښوونځيو" د شتون د ادعاو په اړه ځواب ووايي.

د پوهنې وزير، د يادې ناستې په بله برخه کې د "پوهنې شوراګانو د تنظيم او ټولنيز خوځښت رياست" پر کړنو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ويلي، دغه شوراګانې په دې بريالۍ شوې چې د هېواد په کچه د ښوونځيو ولسي ١٤زره او ٧٠٠ شوراګانې رامنځته کړي او دغه راز د ښوونځيو او د ښوونځيو د لوبو ميدانونو د رغولو په موخه د خلکو شاوخوا ٨٣٠ يمليون افغانۍ مرستې راټولې او ولګوي.

پر دې سربېره، د هغه په وينا، د يادو شوراګانو د هڅو له امله په کندهار، بغلان، کاپيسا، هلمند او غزني ولايتونو کې د ناامنۍ له امله ٢٤ تړل شوي ښوونځي يو ځل بيا پرانيستل شوي دي.

بلخي څرګنده کړه، تصميم لري چې په دغه وزارت کې د پوهنې وضعيت د ښه والي په موخه اصلاحات رامنځته کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه