غزني (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۴): د غزني يو شمېر اوسېدونکي او ځيني چارواکي وايي چې د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد له امله خلک خپلې حقوقي پرېکړې پر وسله والو طالبانو کوي.
د غزني د مرکز پښتون اباد سيمې د سيمه ييزې شورا مشر حاجي بزاز پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ اداري فساد شتون له امله خلک اړه شوي چې خپلې حقوقي پرېکړې پر وسله والو طالبانو وکړي.
هغه زياته کړه: "خپله مې دعوه درلوده، د غزني ښار منګور سیمې ته ولاړم، وسله والو طالبانو په نیم ساعت کې فیصله کړه، حال دا چې په دولت کې مې یو کال ووت خو حل نه شوه."
بزاز د غزني له چارواکو غوښتنه وکړه چې په خپلو ادارو کې دې د اداري فساد مخه ونيسي، تر څو خلک د طالبانو پر ځاى خپلې پرېکړې پر دوی وکړي.
دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي عبدالاحد پژواک ته وويل چې د غزني ښار او ولسواليو په يو شمېر جوماتونو کې د طالبانو د قضايي برخې استازې شتون لري.
هغه وويل چې د ځينو جوماتونو ملا امان هم د طالبانو د قضايي چارو د کمېسيونونو غړيتوب لري.
ده زياته کړه: "په قضایي ارګانونو کې د یوې عادي دعوې فیصله په میاشتو میاشتو ځنډول کېږي، خو وسله وال طالبان یې په ډېر کم وخت کې فیصله کوي او له چا نه پیسې هم نه اخلي."
د غزني ښار بل اوسېدونکي احمد خالد پژواک ته وويل چې خلک خپلې کوچنۍ حقوقي پرېکړې په غزني کې پر طالبانو کوي خو د لويو حقوقي پرېکړو لپاره کوېټې شورا ته ورځي.
کوېټي شورا د پاکستان هېواد د بلوچستان ايالات په مرکز کوېټه ښار کې شتون لري.
احمدخالد زياته کړه: "موږ د خپلو تره له زامنو سره د ځمکې پر سر لانجه درلوده، کوېټې ته ولاړو، هلته اول دروازه بنده وه خو وروسته مو يو کس را پيدا کړ، بيا له هغه سره دننه ولاړو، هلته مېزونه ايښي وو، سم طالبان ناست وو، په نيم ساعت کې زموږ دعوه فيصله کړه او بېرته راغلو."
دغه راز د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري هم پژواک ته وويل چې خلک د خپلو حقوقي پرېکړو په موخه وسله والو طالبانو ته مراجعه کوي.
ده وويل: ((خلک مجبور دي طالبانو ته ورشي؛ ځکه وسله وال طالبان رشوت نه اخلي خو دولتې کار کوونکي يې اخلي.))
په غزني کې د عالمانو شورا مشر مولوي محمداسماعیل پژواک ته وويل چې ټول هغه ملا امان بايد ونيول شي چې د طالبانو د قضايي کمېسيونونو غړي دي.
نوموړي وايي: "که واقعيت وي باید داسې ملا امامان ونیول شي او که نه وي نو دا د ملا امامانو لپاره توهین دى."
دغه راز د غزني د ولايتي شورا منشي حمید الله سروري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېری وخت د محکمې حکم نه پلی کېږي.
ده وويل چې يو شمېر چارواکي هم د محاکمو په چارو کې لاسوهنې کوي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي محمدامان هميمي هم پژواک ته وويل چې خلک عدلي او قضايي ارګانونو پر ځاى خپلې پرېکړې پر وسله والو طالبانو کوي.
والي وايي: ((دا چې ولې خلک وسله والو طالبانو ته ورځي؟ د دې سوال جواب زه له قاضیانو اخلم او هڅه مې دا ده چې فساد له منځه یوسم.))
خو د غزني د استيناف محکمې مشر سکندر حیدري پژواک ته وويل چې په قضايي ارګانونو کې يې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
حيدري شاوخوا يوه مياشت وړاندې د غزني د استيناف محکمې د مشر په توګه دنده پيل کړې ده.
نوموړی وايي: ((هر قاضي چې رشوت واخلي په هماغه ورځ يې کور ته استوم خو خلک باید مرسته راسره وکړي او داسې کسان راته په ګوتو کړي.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې ډېری خلک د خپلو حقوقي پرېکړو په موخه طالبانو ته مراجعه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ پرېکړو ته ډېره توجه کوو چې د خلکو وخت په کې ضايع نه شي، د خلکو پیسې په کې مصرف نه شي او مفت عدالت تأمين شي چې واقعاً هم د یوه مشروع نظام دنده ده.))
مجاهد ادعاى کوي چې طالبانو په هر ولايت کې دری ګونې محکمې لري او ٢٤ساعته کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهيسي د غزني يو شمير اوسيدونکي خپلې حقوقي پرېکړې پر وسله والو طالبانو کوي او ويل کېږي چې د طالبانو ستره محکمه او لويه څارنوالي د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ده خو د دغه ولايت چارواکې دا ادعا نه مني.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










