جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۴): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د نباتي تېلو د توليدي فاريکې په ګډون د څه باندې شپږ ميليونه ډالرو په ارزښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په يادو پروژو کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په ملاتړ او لږه مالي مرسته بشپړې شوې، د چرګانو د خوراکي توکو، د چرګوړو د توليد او نباتي تېلو پروسس او جوړولو فابريکې شاملې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير د مرغومي په ۱۷مه جلال اباد ته په سفر کې د يادو فاريکو د پرانيستې پر مهال وويل چې د دې فاريکو په فعاليت سره به د کورنيو توليداتو له امله د ورته وارداتو کچه راټيټه شي.
هغه زياته کړه: ((نن مو په ننګرهار کې د چرګانو د خوراکي توکو د توليد فاريکه پرانيسته، چې په ۲۴ ساعتونو کې به ۲۴۰ټنه د چرګآنو خوراکه توليدوي، همدا شان د نباتي تيلو او د چرګوړو د توليد فاريکې به هم ښه توليدات عرضه کړي.))
د کرنې وزير وايي، راتلونکی کال به په ننګرهار ولايت کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د کرنې به برخه کې ولګوي.
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ننګرهار په شيخ مصري صنعتي پارک کې د يادو فاريکو د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د چرګانو د خوراکي توکو د توليد پر فاريکې درې عشاريه شپږ ميليونه ډالر پانګونه شوې ده.
والي زياته کړه: ((دا فابريکه د ملي سوداګر حاجي ګل مراد په ۹۵ سلنه او د کرنې وزارت د درې سوه زره ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د ډېرو ولايتونو لپاره به د چرګانو خوراکه برابره کړي.))
کندوزي زياته کړه چې د چرګوړو د توليد فاريکه هم شخصي پانګونه ده، چې د فارم هډې په سيمه کې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دی وايي: ((دا فاريکه د سل زره چرګوړو د توليد ظرفيت لري، چې پر جوړيدو يې ۲سوه او ۲۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی دی.))
د والي په خبره: ((د نباتي تېلو د توليد فاريکه چې نن ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه، د دوه عشاريه پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې او هر ورځ د ۱۵ټنه نباتي تېلو د توليد ظرفيت لري.))
سليم خان کندوزي په خبره، د دې فاريکو په فعاليدو سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او د واريداتو کچه په راټيه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










