فراه (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): په فراه ولايت کې د بېلابېلو لاملونو لکه نا امني، په ځينو مواردو کې د طالبانو د ممانعت، د کافي خدمتونو د نشتوالي او بېوزلۍ په سبب شاوخوا درې سوه زره کسان چې له شپږو تر ٢٥ کلونو پورې عمر لري، له زده کړو محروم دي.
د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٤٧ ښوونځي تړل شوي او د دغو ښوونځيو شاوخوا ٨١زره نور زده کوونکي چې څه باندې ٣٢ زره يې نجونې دي، له زده کړو محروم دي.
د دغو موندنو له مخې، شاوخوا ٢٨٠ زره نور ماشومان، ځوانان، تنکي ځوانان او نور هم د بېلابېلو لاملونو په سبب د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د زده کړو له نعمت محروم دي.
پشترود
د فراه د پشترود ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر توريالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د هلکانو شاوخوا ١٣ ښوونځي فعال دي، خو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځيو ته اجازه نه ورکوي.
هغه زياته کړه: ((طالبان په دې ولسوالۍ کې د هلکانو له ښوونځيو سره کار نه لري، همدا اوس دا ډول څو ښوونځي د پشترود په هغو ساحو کې فعال دي چې د طالبانو په واک کې دي، د بېلګې په توګه د مساو کلى يادولى شم.))
نوموړي وويل چې پر دې سربېره ځيني نور لاملونه لکه د ښوونځيو کمښت، د دولت بې کفايتي او د وسله والو مخالفينو او دولت تر منځ د جګړې دوام په دې ولسوالۍ کې زده کړو ته نه لاسرسي لامل دى.
د هغه په باور، له زده کړو د ځوانانو پاتې کېدل د جګړې د دوام يو لامل دى؛ ځکه چې بې تعليمه ځوانان د وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېږي او جګړه کوي.
په ورته وخت کې د پشترود ولسوال غوث الدين وويل چې په دې ولسوالۍ کې ١٤ لومړني، منځني او لېسه ښوونځي فعاليت لري، خو بيا هم شايد شاوخوا دېرش زره کسان د دې ولسوالۍ په هغو کلونو چې د طالبانو تر واک لاندې دي، له زده کړو محروم وي.
د هغه په خبره، يو ښوونځى د پشترود ولسوالۍ په نالي دشت کلي کې دری کاله وړاندې د طالبانو د ګواښ له امله وتړل شو او د دې ولسوالۍ د مساو کلي د نجونو منځنۍ ښوونځى څلور مياشتې وړاندې د طالبانو له خوا بند شو.
بکواه
د بکواه ولسوالۍ په مرکز کې د (ليربګي) کلي اوسېدونکي غلام حضرت وويل چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي نشته او زرګونه کسان له زده کړو بې برخې دي.
هغه څرګنده کړه چې په وروستيو دوو دريو کلونو کې د دې ولسوالۍ په يواځې څو کلونو کې د پوهنې رياست له خوا ځيني کسان ګومارل شوي چې يو شمېر ماشومانو ته د دوو دريو مضامينو درس ورکوي.
د بکواه د مارجه کلي د پراختيايي شورا غړي ٣٦ کلن ميرحمزه د غلام حضرت د خبرو د پخلي تر څنګ وويل چې پخوا طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو فعاليت ته اجازه نه ورکوله، خو څو مياشتې کېږي چې اجازه يې ورکړې ده.
د هغه په خبره، طالبانو وروسته له هغه ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړه چې قومي مشرانو ورسره خبرې وکړې.
ګلستان
د ګلستان د مغل اباد کلي اوسېدونکي ٥٥ کلن رحمت الله وويل چې شپږ زامن او دوې لوڼې يې له دې امله له ښوونځي پاتې دي چې ښوونځى ور نه لرې دى.
هغه جګړه او نا امني له ښوونځيو د ماشومانو د محروميت لامل وبلل او وويل: ((طالبانو! د خداى لپاره بس کړئ، اې حکومته! پرېږده چې سوله راشي، ښوونځي فعال شي او زموږ غريب خلک يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.))
رحمت الله زياته کړه: ((جګړې خراب کړو، اولادونه مو بې سواده شول، موږ چې نالوستي وو افغانستان خرابېږي، اوس چې ځوان نسل نالوستى پاتې شي، افغانستان به سل کاله نور هم خراب وي.))
د ګلستان ولسوال محمدقاسم مجبور وويل چې په دې ولسوالۍ کې زرګونه ماشومان، ځوانان او تنکي ځوانان د وسله والو طالبانو د شتون او په نا امنو سيمو کې د دولت د حاکميت د نشتوالي په سبب له زده کړو محروم شوي دي.
د هغه په خبره، په ګلستان ولسوالۍ کې يواځې دوه ښوونځي (د بي بي دوست د نجونو منځنى ښوونځى او د ملا محمد فراهي د هلکانو لېسه) فعاليت لري او د زده کوونکو شمېر يې په ټوليز ډول دوه سوه کسه دى.
خاکسفېد
د جيجه کلي اصلي اوسېدونکي ١٤ کلن عبدالرحيم چې اوسمهال د فراه د مرکز کلا ارباب د شپږ ټولګي زده کوونکى دى، وويل: ((تر پنځم ټولګي پورې مې د خپل کلي شهيد محمديوسف ښوونځى کې درس ولوست، خو د ښوونکو د نشتوالي په سبب مو ښوونځى وتړل شو او ونه توانېدم چې هلته خپلې زده کړې وکړم.))
هغه وويل، په خاکسفېد کې يواځې څو ښوونځي شته چې يو په کې د شهيد محمد يوسف ښوونځى و چې سږ کال د قراردادي ښوونکو لپاره د بوديجې د نشتوالي په سبب وتړل شو.
عبدالرحيم وويل: ((پلار مې سخته هيله درلوده چې زه تحصيل وکړم. له همدې امله يې کور زما لپاره فراه ښار ته راووړ.))
د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق نورزي وويل چې د روان کال په وږي مياشت کې د شهيد محمد يوسف پر ښوونځي سربېره په خشکابه سيمه کې يو منځنى ښوونځى او يو بل منځنى ښوونځى په کارېز سرکاري سيمه کې تړل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د دغو ښوونځيو قراردادي و، دا چې د پوهنې وزارت سږ کال د دغو ښوونځيو لپاره ښوونکي ونه ګومارل، نو د خاکسفيد دا دری ښوونځي وتړل شول او سلګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شول.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو لس ښوونځي فعال دي، خو د ښوونځيو د نشتوالي له امله چې لامل يې د طالبانو مخالفت او د پوهنې ادارې کمزوري ده، زرګونه کسان په دې ولسوالۍ کې له زده کړو محروم شوي دي.
بالا بلوک
د بالا بلوک ولسوالۍ د کنسک کلي اوسېدونکي ٤٥ کلن سراج الدين وويل چې په دې ولسوالۍ کې چې يوه لويه ولسوالي ده، کم شمېر ښوونځي فعال دي او زرګونه د زده کړې پر شرايطو برابر کسان له زده کړو پاتې دي.
نوموړي د دولت بې کفايتي او په ځينو برخو کې د طالبانو مخالفت، په دې ولسوالۍ کې له ښوونځيو نه د زرګونو کسانو د محروميت لامل وبلل.
هغه وويل: ((کلونه وړاندې طالبانو ښوونځيو ته د فعاليت اجازه نه ورکوله، خو له يوه نيم کال راهيسې طالبانو د دې ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې د ښوونځيو د جوړېدو اجازه ورکړې، حتى خلکو ته يې ويلي چې ورشئ، معارف ته ووايئ چى راشي، ښوونځي جوړ کړي.))
نوموړي له پوهنيزو خدمتونو د شکايت تر څنګ زياته کړه: ((موږ په خپل کلي کې يو فعال ښوونځى لرو، ١٢٠ زده کوونکي لري، خو د ښوونکو شمېر يې يواځې دوه کسه دی، څو ځلي مو د پوهنې رياست ته شکايت وکړم، خو ښوونکي يې رانه کړ. زموږ ښوونځى ودانۍ نه لري، څوکۍ نشته، کتابونه مو له پوهنې رياست نه په زور واخيستل، خو بيا هم پوره نه دي.))
د بالا بلوک ولسوال ملا سيدمحمد د دې پخلى وکړ چې د خلکو په هڅو، طالبانو د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ښوونځيو فعاليت ته اجازه ورکړې ده.
هغه وويل چې اوسمهال په دې ولسوالۍ کې ١١ د هلکانو ښوونځي فعال دي او ٣٧٨٠ تنه په کې زده کړې کوي.
هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ په کنسک او دهزک سيمو کې هم دوه د نجونو ښوونځي موجود وو چې شاوخوا دری کاله وړاندې د طالبانو د ګواښ له امله وتړل شول او تر اوسه يې هم د فعاليت اجازه نده تر لاسه کړې.
د فراه مرکز او نورې ولسوالۍ
د فراه د ښوونکو ټولنې مشر او د فراه مدني ټولنو منشي حميدالله رحماني وويل: ((تر کومه چې زه پوهېږم په فراه ولايت کې طالبان له ښوونځيو سره دومره مخالفت نه لري، خو اصلي کمزوري په دولت کې ده چې نه دى توانېدلى ښوونځي فعال کړي.))
د هغه په خبره، امکان لري چې په فراه کې څه باندې دری سوه کسان له زده کړو محروم وي؛ ځکه چې د دغه ولايت له لسو ولسواليو نه په بکواه ولسوالۍ کې له لسو کلونو راهيسې ښوونځى نه دى فعال شوى او په ګلستان، خاکسفېد، بالابلوک او پشترود کې محدود شمېر ښوونځي فعال دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د اناردرې، پرچمن او جوين ولسواليو کې د پوهنې جدي ستونزې نشته، خو په شيبکوه، او پشتکوه ولسواليو کې په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا د پوهنې په برخه کې خنډونه رامنځته شوي وو چې اوس بېرته لرې شوي دي.
رحماني د جزئياتو له ورکړې پرته د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د خيالي ښوونځيو خبره هم وکړه او ويې ويل چې د فراه د مرکز په ځينو سيمو کې هم خلک زده کړو ته لاسرسى نه لري.
هغه زياته کړه: ((د بېلګې په توګه خپله د فراه د مرکز رحمان کلا د کلي اوسېدونکى يم... يواځې زموږ په کلي کې سلګونه نجونې له زده کړو محرومې دي؛ ځکه چې په دې کلي کې د نجونو ښوونځى نشته او خلک هم خپلې لوڼې لرې سيمو ته د درس لپاره نه لېږي.))
ځيني بيا د اقتصادي ستونزو په سبب له زده کړو محروم دي.
د فراه د مرکز د نوبهار کلي اوسېدونکى ٣٨ کلن فيض محمد د فراه ښار په سولې څلورلارې کې تر غرمې پورې د کار موندلو په تمه و، هغه وويل چې څلور زامن او دوې لوڼې لري، خو دوه زامن يې د اقتصادي ستونزو په سبب ښوونځي ته نه دي استولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










