منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مغارې يو اسېدونکی: له دولته د هېڅ تمه نه لرو؛ ځکه دولت خپله وږى دى

· ۸ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

باميان (پژواک، ٢٢ مرغومی ٩٤): په باميانو کې د بودا د ويجاړو مجسمو شاوخوا سمڅو کې مېشت کسان له وزګارتيا ځورېږي او يو شمېر نور يې له لوږې د هوټلونو پاتې شونې وچه ډوډۍ او نور خواړه د ماشومانو لپاره راوړي.

د بودا د ويجاړو شوو مجسمو شاوخوا سيمو کې کابو درې زره سمڅې شتون لري او نږدې ٢٥٠ د باميانو او نورو ولايتونو بې سرپناه کورنۍ په دې سمڅو کې په ابتدايي ډول ژوند کوي.

دا سمڅې چې د بوديزم په دوره کې ( ٢- ٥ زېږديزو پېړيو پورې) د بودا لارويانو ترې ګټه اخيسته؛ له پخوا کلونو څخه د بېوزلو او بېځايه شوو کسانو په مېشت ځايونو بدلې شوې دي.

د دغه وضعيت په ليدلو سره داسې انګېرل کېږي چې سمڅ ناستې کورنۍ دېر لومړنی ژوند لري او د بوديزم پېر ته ورګرځېدلي دي او په رښتيا د بودايانو زمانه يې بېرته پيل کړې ده.

سمڅ مېشتې د ابتدايي وسايلو او امکاناتو په مرسته د کور او کار د نشتوالي له امله له پخوا کلونو دې سمڅو ته پناه وړې ده.

د ژمي سړې هوا تر څنګ په ډېرو سمڅو کې له يو زوړ فرش او دوشکې څخه زيات، نور څه نه تر سترګو کېږي او ولږه د يو شمېر کورنيو ژوند ګواښي.

د دولت حسين په نوم يو سمڅ مېشي چې اته کسيزه کورنۍ لري وايي چې دوى يوازې هڅه کوي چې ژوندي پاتې شي او کله چې د خوراک لپاره څه نه لري، له شنو څخه ګټه اخلي او خپلو ماشومانو ته د هوټلونو پاتې شونې وچې ډوډۍ او نور خواړه ور وړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "زه څو ځله هوټلونو ته تللى يم او په دې پلمه چې غوا لرم د هوټل وچه ډوډۍ مې پېرلې ده، خو په حقيقت کې هغه وچه ډوډۍ او پاتې شوني خواړه مې کورنۍ ته راوړي څو ګېډه يې مړه شي."

دې سمڅ مېشتي شکايت وکړ چې کار او روزګار نشته هغه څوک به ډېر نيکمرغه وي چې لسو ورځو کې دوه ورځې کار پيدا کړي، نورې ورځې د باميانو ښار د چوک پر سر وزګار پاتې کېږي او دغه وضعيت سمڅ مېشتي تنګ کړي دي.

همداراز يو سمڅ مېشته مېرمن چې ځان يې د مهدي مور پېژنده، وويل چې پسرلي کې ښه و د لرګيو پلورنځي ته به ورتله او ونې به يې له پوسته کولې او د ورځې به يې له ٥٠ – ١٠٠ افغانيو پورې مزدوري ترلاسه کوله؛ خو اوس دا کار هم شتون نه لري.

دا مور چې درې ماشومان لري او خاوند يې ١٠ کاله وړاندې مړ شوى دى، وويل اوس چې د ژمي يخني خورا سخته شوې ده په سمڅه کې د سون توکي نه لري.

د مهدي مور زياته کړه: "زموږ سمڅه ډېره سړه ده، بچيان مې لږ پلاستيک او لرګي راوړي څو لږ تاوده شو."

نوموړې ادعا وکړه چې اولادونو يې له تېرو دوو مياشتو راهيسې غوښه نه ده خوړلې، کله يې چې ماشومان ټينګار کوي، له قصابانو نه پښې او د غوا او پسه لري په وړيا توګه او يا لږو پيسو ترلاسه کوي او خپل ماشومان په دې ډول تېر باسي.

د افغانستان د مدني ټولنو د بنسټ (مجما) مسوول حسين داد احمدي په باميانو کې وويل چې په رښتيا د سمڅ مېشتو وضعيت د اندېښنې وړ دى او بايد دې ته د حل لار وموندل شي.

د هغه په وينا، د لوستو کسانو په ګډون زيات شمېر کسان وزګارېږي او ورځ تر بلې دندې او کارونه کمېږي چې همدا موضوع لامل شوې څو د سمڅ مېشتو کسانو شمېر ډېر شي.

احمدي زياته کړه: "چې خلک له هوس نه په غرونو او نمجنو سمڅو کې ژوند نه کوي، دا بېوزلي ده چې هغوى يې د بوديزم مهال سمڅو کې ژوند کولو ته اړ کړي دي."

د مجما مسوول نيوکه وکړه چې له بده مرغه حکومت د کار ستراتيژي او پلان نه لري چې وکولى شي خلک له بېوزلۍ او وزګارتيا څخه وژغوري او دا اندېښنه شتون لري که له پروګرام پرته دا وضعيت په همدې ډول دوام ومومي، د بېوزلو کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو زياتېږي او بېځايه شوو کورنيو شمېرې به هم لوړې شي.

د باميانو د ولايتي شورا غړی محمدحسن اسدي په دې ګومان دى چې بېوزلي او وزګارتيا خلک په ځانګړې توګه سمڅ مېشتې اندېښمن کړي دي او له هېواده د ځوانانو د تېښتې ګراف هم لوړ شوى دى چې سږ کال له دې ولايت څخه سلګونه ځوانان بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

هغه وويل چې د کاري ځواک د جذب لپاره د دولت د ظرفيت نشتوالى، د کرنې وده نه کول، د کاري پروژو، د خصوصي سکتور او دولت له خوا د باميانو اوسېدونکو ته دکاري پروګرام نشتوالى د خلکو د بېوزلۍ او بهر ته د ځوانانو د تېښتې لاملونه دي.

اسدي زياته کړه چې د سمڅ مېشتو شمېره هم ورځ تر بلې زياتېږي، لامل يې د باميانو د اوسېدونکو اړمنتيا، وزګارتيا او بېوزلي ده.

د مجسمو څنګ ته د سنچ جسپان سمڅې اوسېدونکي محمد علي وويل: ((کار نه پيدا کېږي، د خپلې کورنۍ لپاره په سختۍ سره وچه ډوډ‌ۍ پيدا کوم او د مجبورۍ له مخې په سمڅو کې ژوند کوم.))

هغه زياته کړه چې هر سهار د باميانو ښار څلورلارې ته د کار لپاره ځي، خو اکثره ورځې بېرته خالي لاس را ستنېږي.

محمدعلي چې د دوو زامنو او يوې لور پلار دى، په سمڅه کې يې خپل مېشت ځاى له لرګيو او د غوړيو له قوطيو جوړ کړى او په کور کې يې له يوه زاړه فرش، د پخلنځي له وسايلو او څه اندازه خوراکي توکو پرته بل څه نه ليدل کېږي.

هغه زياته کړه چې ژوند يې تر څارويو بدتره دی.

محمد علي وويل: ((له دولت هم تمه نه لرم، دولت خپله وږى دى، د دولت ناڅيزه مرستې زموږ ژوند ته بدلون نه شي ورکولى.))

هغه زياته کړه، که دولت وغواړي خلک له دغه وضعيت نه وژغوري، نو سمڅ مېشتو ته دې استوکنځى او کور جوړ کړي، څو خلک په کې ژوند وکړي او د کار زمينه ورته مساعده شي، څو خلک خپلو اولادونو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه چې نه غواړي ځمکه او کور په خپل نوم کړي، يواځې دومره بسنه کوي چې ژوند په کې وکړي او د سر سيورى ولري.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل: ((موږ منو چې په ٢١مه پېړۍ کې بايد خلک په سمڅو کې ژوند ونه کړي، خو دا پلان بايد د حکومت له خوا جوړ شي او په سمڅو کې د ژوند کولو لمنه ټوله کړي.))

هغه زياته کړه د ځينو موسسو په همغږۍ د سيمه ييزې ادارې پلانونه مهالني دي او دا نه شي کولى چې د سمڅ مېشتو ستونزې حل کړي. بايد په دې برخه کې د دولت له خوا بوديجه په پام کې ونيول شي، څو هغه کسان چې استوګنځي ته سخته اړتيا لري، ورته کور جوړ شي چې دا د سيمه ييزې ادارې له ظرفيت لوړ کار دى.

احمدي وويل چې اکثره سمڅ مېشتي وزګار دي او يواځې په روان کال کې توانېدلي چې د دوى له ډلې ٢١ ته سرپناه جوړې کړي او په کې ځاى پر ځاى يې کړي، دوى همدومره توان درلود، خو د اساسي کار لپاره بايد دولت تصميم ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په باميانو کې د امريکا د پخواني ولسمشر ابراهام لينکلن په نامه ښوونيز فرهنګي مرکز په دغه ولايت د سمڅ مېشتو لپاره د مرستو په موخه اعلان وکړ چې هر څوک دې خپلې کارول شوې او زړې جامې دغه مرکز ته راوړي چې پر سمڅ مېشتو يې ووېشي.

دا اقدام له هغه وروسته وشو چې سړې هوا به د د مغارو ماشومانو او ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړ او ټولو يې يې پر وړاندې د مسووليت احساس وکړ چې تر اوسه د ماشومانو، ښځو او نارينه وو سلګونه جوړه زړې جامې را ټولې شوې او ټاکل شوې چې په نږدې وخت کې به پرې ووېشل شي.

د باميانو د مرکز يوه اوسېدونکي محمد افضل پژواک ته وويل چې دولت د کار په برخه کې خلکو ته خدمت نه دى کړى او هغه کسان چې په دولت کې دنده پيدا کوي، سواد او واسطه لري او اکثره خلک نالوستي دي، بايد خپله د کار لپاره هڅې وکړي او يا د خپلو تېرو کلونو زېرمې مصرف کړي.

هغه پر دولت نيوکه وکړه او څرګنده يې کړه چې کار و کسب نشته او په ځينو مواردو کې خلک په بازارونو کې د خپل کور توکي د پلور لپاره راوړي، څو پر پيسو يې خپلې کورنۍ ته اوړه او غوړ واخلي.

د باميانو د کار او ټولنيزو چارو مشر رحمت الله علوي په دې ولايت کې د وزګارتيا د لوړو شمېرو د منلو تر څنګ وويل چې سږ کال يواځې په دولتي ادارو کې ٢٠٨کسه په کار ګومارل شوي او د خصوصي سکتورونو په برخه کې شمېرې نه لري.

هغه زياته کړه چې د وزګارتيا په برخه کې د کار غوښتونکي دومره ډېر دي چې کله يو ساده دولتي پوسټ اعلانېږي، څه باندې ٨٠ کسان ورته نوم ليکنه کوي چې له دې ټولو نه يو کس نيول کېږي.

په ورته وخت کې که چېرته محاسبه وشي، د هر دولتي کار لپاره اتيا غوښتونکي شته، نو دا پايله ورنه اخيستل کېږي چې اتيا سلنه زده کړي کسان وزګار دي.

علوي وويل چې د عمومي کارونو په برخه کې بوديجه نه لري، خو د کار او ټولنيزو چارو رياست په روان کال کې د سمڅ مېشتو له ډلې يواځې د ٢٠ مېرمنو لپاره د خياطۍ په برخه کې روزنه ورکړې، خو دهغوى د ملاتړ لپاره نوره بوديجه نه لري.

هغه زياته کړه، هغه سروې چې د سرې مياشتې رياست، د بشري حقونو سيمه ييز کميسيون، له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې، د ولايت استازي، کار او ټولنيزو چارو رياست لخوا د روان کال په پسرلي کې وشوه، د سمڅ مېشتو شمېره ١٣٦کورنيو ته رسېږي چې اوس دا شمېره لوړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه