منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فېسبوک له لارې ودونه څه پايلې لري؟

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): ځينې نجونې او هلکان چې د فيسبوک له لارې سره اشنا شوي او ودونه يې کړي دي، خوشحاله ژوند، خو يو شمېر نور د فيسبوک له ياد پيوند څخه ناوړه خاطرې لري.

پخوا چې په هېواد کې انټرنېټ شتون نه درلود، يو شمېر ځوانانو به له نږدې له يو بل سره کتل او د يو بل په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته يې واده کاوو؛ خو په وروستۍ يوه لسيزه کې چې انټرنېټ رامنځته شو، يو شمېر ځوانان او نجونې له دې لارې له يو بل سره جوړېږي او دونه کوي.

دغو کسانو يو بل مخامخ نه وي ليدلي؛ خو فېسبوک، وايبر او ټوېټر له ټولنيزو پاڼو او نورو انټرنېټي امکاناتو څخه د يو بل شخصيت او ژوند په اړه معلومات ترلاسه کوي چې په پايله کې دا انټرنېټې اړيکه د ودونو لامل ګرځي.

د هرات ولايت اوسېدونکې فاضله وايي چې خاوند يې د فېسبوک له لارې موندلى دى، له واده څخه يې څه باندې لس کاله تېرېږي او درې نجونې لري.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دنيا د بدلون په حال کې ده، پرمختګ دا ايجابوي چې نجلۍ او هلک خپل برخليک خپله وټاکي چې دا په اسلام کې هم جواز لري چې نجلې او هلک بايد مخکې له ايجاب او قبول څخه يو بل وګوري او د يو بل نظرونه واوري.

فاضله چې په څېره يې خندا خپره وه زياته يې کړه: "دوه کاله مې له کورنۍ څخه په پټه توګه له خپل خاوند سره فېسبوکي اړيکه درلوده، چټ به مو کاوو، د وايبر او موبايل له لارې به مو خبرې کولې، څو چې مو يو بل په سمه توګه نه و پېژندلي مرکه مې نه منله؛ کله مې چې د خپل هلک ملګري په اړه معلومات بشپړ شول، اجازه مى ورکړه چې ريبار راولېږي، وروسته مو يو بريالى واده ترسره کړ."

ياده مېرمن چې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې ده، وېې ويل چې تر اوسه خوشحاله ژوند لري او که منځ کې کوم نزاکت پيدا شي، هغه په زغم او تفاهم سره هواروي.

فاضله چې د کور مېرمن ده، زياته يې کړه چې خاوند يې سوداګر او با ادبه انسان دى او که کومه ستونزه رامنځته شي، هغه له پامه غورځوي، نو ځکه يې ژوند کې تاوتريخوالى ځاى نه لري.

ځينې کورنۍ چې اولادونه يې د فېسبوک له لارې ودونه کړي دي، مسووليت يې له خپلې غاړې خلاص بولي.

٥٤ کلن عبدالقيوم چې په دې وروستيو کې د المان له فرانکفورت ښار څخه کابل ته راغلى دى، ويې ويل چې زامنو يې دوه مېرمنې د انټرنېټي اړيکو"چټ، ايمېل، ټويټر، وايبر... له لارې موندلې او ودونه يې ورسره کړي دي.

په افغانستان غوندې هېوادونو کې د انټرنېټي خدمتونو رواجېدو او پراختيا د اسانتياوو او نوښتونو تر څنګ ځيني منفې پايلې هم لرلې دي.

د افغانستان د فعالو ځوانانو شبکې غړي حبيب الله وويل چې ځيني وختونه هلکان او نجونې له دې لارې يو بل ته مزاحمت کوي او يا هم له يو بل سره اشنا کېږي چې دا کار يې په واده او راتلونکي ژوند کې د ستونزو سبب ګرځي.

هغه زياته کړه: ((ځيني هلکان او نجونې د فېسبوک له لارې خپل ځانونه يو بل ته شتمن او د سترو کورنيو غړي معرفي کوي، خو له بده مرغه چې له واده وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، شخصيت يې په بشپړه توګه ناسم او بدل راوځي، تريخ کورنی ژوند ور په برخه کېږي.))

دغه مدني فعال زياته کړه، هغه کسان چې د فېسبوک له لارې يو بل ته رسېدلي، په ژوند کې يې د نېکمرغۍ امکان کم دى؛ ځکه چې د يوه او بل له اصل و نسب نه معلومات نه لري، د يوه او بل پر ښکلي انځورونو تېر وځي او بدبخته کېږي.

حبيب الله زياته کړه چې ګڼ ملګري يې د فېسبوک له لارې له نجونو سره اشنا شوي او ودونه يې کړي دي، خو د اکثرو ژوند له تاوتريخوالي سره مل دى.

ځينې کورنۍ د انټرنېټ له لارې د خپلو اولادونو پر يو ځاې کېدو دوه زړې دي.

د کابل ښار د کارته نو اوسېدونکې نسيمه چې پنځه ماشومان لري، په خپګان سره يې وويل چې انټرنېټ او فېسبوک يې ماشومان سپين سترګي کړي او هر وخت چټ کوي.

دغه ٥٠ کلنې مېرمنې زياته کړه چې زوى يې په يوه خصوصي پوهنتون کې درس وايي، د فېسبوک له لارې يوه نجلۍ پيدا کړه، هر وخت د چټ له لارې ورسره بوخت دى، عذر او زارۍ کوي چې همدا نجلۍ ورته وغواړو، په داسې حال کې چې هغه نجلۍ يې مخامخ نه ده ليدلې.

هغې په خواشينوونکې انداز وويل: ((خداى پوهېږي چې دا نجلۍ به له څنګه کورنۍ نه وي، پلار او مور لري که نه، زوى مو په کوم خراب انسان وانه وړي، هر څو چې نصحت ورته کوم نه يې مني، حتى درس هم ورنه پاتې دى، اړ يو چې څه اقدام وکړو.))

د ټولنيزو چارو ځيني څېړونکي وايي چې د ټکنالوجۍ په پرمختګ، د انټرنېټ او ټولنيزو شبکو له لارې د اړيکو پراختيا سره د اړيکو بڼې او ماهيت هم بدلون موندلى.

 

د بدخشان ولايت اوسېدونکي او د ټولنيزو چارو څېړونکي ابراهيم داريوش وويل، سره له دې چې په افغانستان کې ټولنيزې شبکې دومره عمر نه لري، خو ټول د ګڼو مجازي ګروپونو شاهدان يو چې يو له بل سره اړيکه لري او نظرونه شريکوي.

 

هغه زياته کړه: ((د فرهنګ پرمختګ، فردپالنه او انټرنېت کارونه خپله د دې سبب شوې چې د واقعي نړۍ تر منځ يوه مجازي نړۍ هم ځان ته جوړه کړو.))

دغه ټولنيز څېړونکي وويل چې له شک پرته د لنډمهاله او اوږدمهاله ملګري موندلو چارو د ټولنيزو رسنيو له لارې اسانه شوې، خو دا مجازي نړۍ انسان د رښتينې نړۍ په ټولو برخو کې له سخت ګواښ سره کړى دى.

 

داريوش زياته کړه، که څه هم افغانستان کې د انټرنېټ د محدوديت په سبب د انټرنېټي ودونو ډېرې بېلګې نه لرو، خو د دوستۍ ګڼې اړيکې له همدې خواله رسنيو ټينګې شوې دي.

 

د هغه په اند، که چېرې انټرنېټي ودونه دود هم شي، لومړى بايد د جوړو ټولنيزه، رواني اوذهني زمينه برابره شي، د يوه او بل په اړه کره معلومات پيدا کړي او بيا سره واده وکړي چې په دې صورت کې به څه ستونزه ونه لري.

 

خو يو شمېر ارواپوهان د انټرنېټ له لارې واده سم نه بولي او باور لري چې د لاس او خولې خبره توپير لري.

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې استاد شرف الدين عظيمي وويل چې واده يوه ډېره مهمه چاره ده او ډېر دقت ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه چې د يوه ځوان په ژوند کې دوه شيان مهم دي، يو دنده چې اقتصادي ستنه يې پرې ولاړه وي او بل هم واده، خو ليدل شوي چې د فېسبوک له لارې د اکثريت ښځو او مېړونو اړيکه ناسالمه، ناکامه او بدمرغه شوې ده.

عظيمي زياته کړه چې ناکام ودونه حتماً سم معيار نه دى، مهم معيار د دوو کسانو تر منځ پېژندنه ده، خو تر کومه چې ليدل شوي د "SMS" يا فېسبوک اړيکې د افهام او تفهيم او پېژندنې معيار او وسيله نه ده.

نوموړي زياته کړه له همدې خبرو چې په سم ډول ترسره کېږي، ګڼې کورنۍ ستونزې رامنځته کوي، بايد هوښيار و اوسو چې د لاس خبره د خولې له خبرې سره توپير لري، په ځينو مواردو کې کوژدن شوي، ښځه او خاوند جګړه کوي، د دواړو تر منځ ناسم پوهاوى رامنځته کېږي او په پاى کې خبره تاوتريخوالي، د کوژدنې ماتولو او طلاق ته رسېږي.

هغه وويل: ((څه چې غواړو په لاس يې وړاندې کړو، معمولاً ښکلي کوو يې، فېسبوکي اړيکې هم همداسې دي، زه په دې باور يم چې د فېسبوک او مجازي اړيکو له لارې رامنځته شوي اړيکې سمې نه دي.))

عظيمي زياته کړه: ((د اړيکو د جوړولو لپاره فېسبوک، برېښناليک، ټويټر او ... په ټوله کې ښه دي، څو يو کس پيدا او يا يې تعقيب کړو چې له زرګونو کسانو يو وټاکو، ويې پېژنو او مرکه ور ولېږو، دا بيا فرق لري.))

دغه ارواپوه زياته کړه چې په فېسبوک د ملګري موندلو د پېژندنې او موندنې طريقه پيل او مقدمه ده، د اړيکې لپاره پيل دى، خو د غوره څېړنې وسيله نه شي کېدلى.

ځينې عالمان د دواړو خواوو د پېژندنې لپاره انټرنېټي اړيکه موثره بولي، خو د نکاح تړلو ناسته کې د هلک او نجلۍ او وکيلانو شتون اساسي شرط بولي.

ديني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وويل، هغه کسان چې د انټرنېټ له لارې ايجاب او قبول کوي، سم نه دى؛ځکه چې حقوقي او شرعي ارزښت نه لري.

هغه زياته کړه، امکان لري چې په فېسبوک کې له يوې خوا يو زوړ سړى کومې ځوانې نجلۍ ته د ځوان عکس واستوي او يو بل قبول کړي، خو کله چې دواړه يو بل وګوري نو راضي نه وي چې کورنۍ ستونزې او د ښځې او خاوند تر منځ اختلافات رامنځته کوي.

مولوي فروتن وويل، که چېرې نجلۍ په يوه هېواد او هلک بل هېواد کې وي، کولى شي چې نجلۍ د ټيلېفون او يا هلک دانټرنېټ او تيلېفون له لارې خپل وکيل وټاکي، په دې صورت کې ايجاب او قبول کېږي.

نوموړي ديني عالم زياته کړه:((که چېرې دواړه خواوې د انټرنېټ له لارې د يوه او بل نظريات اخلي، د يوه بل عکسونه ګوري، که چېرې دا اړيکه رښتيني وي، د شهوت، چل او فريب نيت په کې نه وي، د پېژندنې لپاره کومه ستونزه نشته، خو که چېرې د نکاح په ناسته کې دواړه شتون ونه لري او يا يې وکيلان نه وي، ايجاب او قبول يې شرعي نه دى.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه