جلال اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۹۴): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، له همغږۍ پرته د پوهنې وزارت له لوري د مکتوبونو استول او د ملي شورا د غړو لاسوهنو يې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د هغوى په وينا، د پوهنې وزارت له لوري د يوه پوست لپاره څو کسانو ته د مکتوبونو ورکول، د ځينو کار کوونکو له يوه ځايه بل ځای ته تبديلي او ورته نورې غوښتنې هغه فشارونه دي چې د پوهنې رياست چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي او وياند محمداصف شينواري د سلواغې په ۴مه د خپلو کړنو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې.
د پوهنې رياست دغو چارواکو يادونه وکړه چې سږ کال يې لسګونو ښوونځيو کې د بيارغونې کارونه ترسره کړي او لسګونه يې نوي جوړ کړي دي.
د پوهنې رياست وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کله کله ځيني وکيلان غوښتنه کوي چې يو ښوونکی يا د پوهنې رياست کارکوونکی له يو ځای بل ځای ته تبديل کړو يا کله کله ځيني کسان د وکيلانو او مشرانو په وسيله وزارت ته ولاړ شي او پر يو پوسټ مکتوب راوړي. داسې هم شوې چې د يوه پوست لپاره دری څلورو کسانو مکتوبونه راوړي دي. دا کار پر موږ فشار دی او د پوهنې په کيفيت يې بده اغېزه کړې ده.))
شينواري غوښتنه وکړه چې په پوهنې رياست کې بايد د بېځايه فشارونو مخه ونيول شي او دغه رياست بايد سياسي نه شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا راپورونه هم ومنل چې وسله والو طالبانو په سره رود، خوږيانو او حصارک ولسواليو کې څو ښوونځيو ته د تدريسي نصاب د بدلون مهالوېش ورکړی دی.
شينوارى وايي: ((دا نصاب زموږ د نصاب په څېر دی، مثلاً په ځينو ټولګيو کې يې د اول سپارې پر ځای د دويمې سپارې د ويلو غوښتنه کړې او بله دا چې د اسلامي درسونو د زياتولو غوښتنه په کې ده؛ موږ يې ځينې هغه غوښتنې چې زموږ له نصاب سره ورته دي، منلي او نور يې رد شوي؛ موږ دا کار د خپلو ښوونځيو د نه بندېدلو په موخه کړی دی.))
دغه راز د ننګرهار د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي وويل، د وسله والو طالبانو دا غوښتنه په څو ښوونځيو پورې محدوده ده، خو د ده په ټکو، په ځينو مواردو کې ورته پاملرنه شوې ده.
هغه وويل: ((موږ د هغوى ټولې غوښتنې نه دي منلي، مثلاً ويلي يې وو، چې د فرهنګ مضمون دې تدريس نه شي، خو موږ دا کار ونه کړ؛ يوه غوښتنه يې د ديني مضامينو وه، موږ هسې هم په ښوونځيو کې ديني مضامين تدريسوو.))
د پوهنې رييس د دغه راپور په ترڅ کې د خپلو لاسته راوړنو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، د حکومتي بودجې تر څنګ يې د مرسته کوونکو موسسو پر مرسته څو ښوونځي جوړ کړي دي.
هغه دا هم وويل: ((زموږ تر ۸ سوه ډېر ښوونځي لرو چې ۴۰۵ ښوونځي ودانۍ نه لري، په دې لټه کې يو، چې دې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړو.))
بلخوا د پوهنې رياست دغو چارواکو يادونه وکړه چې په شينوارو ولسواليو کې د ۶۳ تړل شوو ښونځيو له ډلې ۳۰ ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او د پاتې نورو د فعالېدو هڅې هم روانې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










