لښکرګاه (پژواک، ۶ سلواغه ۹۴): په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې په دغه ولايت کې يې د امنيت د ټينګښت په موخه د پلان جوړونې ٩٠ سلنه چارې بشپړې کړې دي.
څو ورځې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې، په ولسي جرګه کې د هلمند استازى عبدالجبار قهرمان په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وټاکل شو.
عبدالجبار قهرمان د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د هلمند جګړه ډېره پېچلې ده او دی هم په ازمايښتي پړاو کې دى.
خو قهرمان وايي چې په دغه ولايت کې يې د امنيت د ټينګښت لپاره د پلان جوړونې ٩٠ سلنه چارې بشپړې کړې او ډېر ژر به يې عملي کړي.
قهرمان زیاتوي چې په دغه ولايت کې کافي ځواکونه او جنګي وسايلو شتون لري خو د نه همغږۍ او ځينو لاسوهنو له امله يې امنيتي حالات ترينګلي دي.
هغه زياته کړه: ((خو زما په راتګ د خلکو روحيه بدله شوې، هره ورځ سلګونه ځوانان او قومي مشران زما ليدو ته د مرستې په موخه راځي.))
ده وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت کافي وخت ته اړتيا لري خو دى وروستۍ هڅې کوي چې ډېر ژر په هلمند کې امنيت ټينګ شي.
د قهرمان په وينا، بهرنيو ځواکونو هم د هوايي ځواک په برخه کې ژمنه ورسره کړې نو ژر به وکولاى شي خپلې موخې ته ورسېږي.
هغه وايي: ((ولسمشر او درې واړه امنيتي ارګانونه هم زما ملاتړ کوي نو د امنيت په ټينګښت کې به ژر پرمختګ وکړو.))
قهرمان د خپلو پرېکړو د پلي کولو کره نېټه په ګوته نه کړه خو ويې ويل چې هڅه کوي په هلمند کې د تلپاتي امنيت لپاره زمينه برابره کړي.
خو قهرمان ته يوې نږدې سرچيني پژواک ته وويل چې په روانې اونې کې به د قهرمان په مشرۍ په يو شمېر سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيل شي.
هغه وويل چې د جګړې لپاره سرتېري، وسلې او نور تجهيزات برابر شوي او ډېر ژر به عملي ګامونه هم پورته شي.
قهرمان داسې مهال په هلمند ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره استول کېږي چې په تېرو څو مياشتو کې طالبانو پر موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ سربېره د دغه ولايت يو شمېر نورې سيمې هم نيولې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










