کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د کابل ښار غرمېشتي د پلي تګ او موټرو لپاره د لارو له نشتوالي، د اوبو او برېښنا له کمښت، د سېلابونو راوتو او له غره ښويېدنې شکايت کوي او وايي چې ستونزې يې په ژمي کې زياتېږي.
له کلونو راهيسې د سرپناه د نشتوالي له امله د کابل ښار په غرونو کې د هستوګنې لسګونه زره کورونه جوړ شوي دي.
دهمزنګ، کارته مامورين، ګذرګاه، شېردروازه، اسمايي غر، تپه مرنجان، کارته سخي، باغ بالا، چهلستون، پنجصدفاميلي، د قرغې فاميلۍ، سراى شمالى او... هغه غرونه او غونډۍ دۍ چې اکثره بېوزله خلک يې په لمنو کې ځانونو ته سرپناوې جوړه کړې دی.
د دغو کورونو له ډلې يې ځينی څه باندې دوه کيلومتره لوړوالى لري او داسې کورنۍ هم شته چې تر دې هم په لوړو او سختو ساحو کې ژوند کوي چې ورته تګ راتګ له ستونزو خالي نه وي.
دا کورنۍ خوراکي توکي، اوبه او نور د اړتيا وړ شيان له ډېر کړاو ګاللو وروسته تر خپلو کورونو رسوي او مهمه دا چې روغتون ته د خپلو ناروغانو د رسونې په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
غر مېشتي وايي چې په ژمي کې سره له دې چې نلونه يې يخ وهي، دوى د اوبو له کمښت سره مخ وي، د غرونو په سختو لارو او کږلېچونو کې ورته تګ راتګ څه اسانه کار نه دى.
د کارته مامورين غره يو اوسېدونکی عبدالمبين وايي چې په ژمي کې د اوبو نلونه يخ وهي، خپله ناروغ دى، کوچني ماشومان يې اړ دي چې هره ورځ د ګڼو زحمتونو له ګاللو وروسته د اوبو بوشکې خپل کور ته چې ٤٠٠ متره لاره کېږي، راوړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله مې ماشومان د اوبو راوړلو پر مهال لوېږي، ژوبلېږي، خو چاره نه لرو، که مو پيسې درلودى د ښار په دننه کې به مو کور جوړ کړى و، دا ستونزې به مې نه ليدلې.))
سرچينې زياته کړه چې په ژمي کې يې ستونزې دوه چنده وي، هر کال غره ته ښکته کېدو او پورته کېدو او اوبو راوړلو پر مهال لوېږي او ژوبلېږي.
د پلې او موټر لپاره د لارو نشتوالى، هټيو او برېښنا ته نه لاسرسى، د هغوی له نورو ستونزو ګڼل کېږي.
د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دويم کال محصل احمد راشد چې په ګذرګاه غره کې کور لري، وايي چې کور يې له پاخه سړک نه يو کيلومتر واټڼ لري، د موټر او پلو تېرېدونکو لارو نشتوالى يې له سترو ستونزو څخه دي.
هغه وويل، کله چې خلکو ته ناروغ پيدا شي، اړ دي چې ناروغ له ګڼو ستونزو سره تر پاخه سړکه په شا کړي.
دغه محصل زياته کړه: ((څه موده وړاندې مو يو ګاونډى ناروغ شو، عمومي سړک او امبولانس ته له رسېدو وړاندې يې په نيمه لار کې ساه ورکړه.))
احمد راشد وايي چې څه باندې ٢٠ کاله کېږي چې د غره په دې برخه کې ژوند کوي، خو تر اوسه هېڅ کوم دولتي او يا نادولتي بنسټ د دوى ستونزې نه دي حل کړې.
ځيني نور بيا د هټۍ له نشتوالي شکايت کوي چې کور ته د خوراکي توکو د راوړلو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ملي اردو بريدمل عبدالمومن چې د کارته مامورين په غره کې اوسېږي او کور يې له سړک نه ٥٠٠ متره واټن لري، وايي چې د غره په لوړو برخو کې ژوند کول سراسر ستونزه ده.
هغه زياته کړه: ((يوه ورځ مې يوه بوجۍ اوړه اخيستي وو، د لارې په نيمايي کې مې پښه وښويېده، پړمخې ولوېدم، که ورور مې نه وى نيولى، نو له غره به لاندې لوېدلى وم.))
د ملي اردو دغه افسر د برېښنا د نشتوالي په اړه هم شکايت کوي او وايي چې شاوخوا اته کاله کېږي په غره کې ژوند کوي، خو د برېښنا له نشتوالي محروم دي او د شپې تيارې د ګاز له رڼا سره تېروي.
عبدالمومن وويل چې پنځه ځله يې برېښنا شرکت ته مراجعه کړې، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د برېښنا کوم فاز ترلاسه کړي.
خو د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي وايي: ((په داسې حال کې چې موږ په کابل کې د برېښنا له نشتوالي سره مخ يو، نه شو کولى چې د غرونو په لمنو کې جوړو شوو کورونو ته يو ترانسفرمر هم ولګوو.))
هغه وويل چې اوسمهال برېښنا شرکت کولى شي چې يواځې په پلانۍ ساحو ته برېښنا ورکړي، خو د غرونو او غونډيو اوسېدونکي دې په تمه وي.
ځيني نور غر مېشتي بيا له غرونو د سېلابونو راوتلو او ډبرو له ښويېدو وېره لري.
د ګذرګاه غره د يخدان سيمې يوه اوسېدونکي شريف وويل چې تېر کال يې د يوه ګاونډي کور د سېلاب راوتلو له امله ويجاړ شو او څه باندې سل زره افغانۍ زيان يې وکړ.
هغه وايي چې دوه کاله وړاندې هم له غره يوه ستره ډبره را ولوېده او يو دېوال يې ويجاړ کړ، خو له نېکه مرغه چې مرګ ژوبله يې نه درلوده.
د اوومې ناحيې اړوند د ګذرګاه غره د ګذر وکيل محمداشرف شاهين د سېلابونو راوتلو او له غره د لويو کمرونو د ښويېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې هر کال يو شمېر کورونه د سېلابونو په وسيله ويجاړېږي او کورنۍ زيان کوي.
هغه وويل چې کلونه وړاندې له غره نه د ډبرو د ښويېدو له امله يو شمېر کورونه ويجاړ شول، خو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ مرسته نه ده کړې.
سرچينې زياته کړه: ((هر کال شاوخوا ١٥ ماشومان له سړک نه د تېرېدو پر مهال موټر وهي چې ځيني يې مري او ځينی نور ټپي کېږي، زما يوولس کلن زوى هم په کې ټپي شوى دى.))
شاهين د تېرېدو پلې لار او د موټرو د تګ لارې نشتوالى هم د غر مېشتو بله ستونزه وبلله او له حکومت يې وغوښتل چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
خو د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو وايي چې په غرونو او غونډيو کې کورونه په مطلق ډول غير پلاني او غير قانوني جوړ شوي دي.
هغه غرنۍ ساحې او غونډۍ د دولت ملکيت وباله او ويې ويل: ((دا امکان نه لري چې ښاروالۍ دې په غرونو او غونډيو کې د کورونو خاوندانو ته سړکونه جوړ کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ چارواکو، په کابل ښار کې د شاوخوا ٧٠ سلنه ساحو د غير پلاني بڼې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د غير پلاني ساحو دې سلنې په ښار کې د خدمتونو وړاندې کولو برخه پيکه کړې او سترو پروګرامونو ته اړتيا ده چې دا ساحې پر پلاني ساحو بدلې کړې او د خدمتونو وړاندې کولو کچه غوره شي.
خوغر مېشتي وايي چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ دي چې د غره په لوړه برخه کې کور جوړ کړي او حکومتي چارواکي په خپل دا ډول څرګندونو ځان خلاصوي.
د يادونې ده، د اصلاحاتو او غورې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود د ښار جوړونې وزارت ته لارښوونه کړې وه چې د کابل ښار په لوړو غرونو او غونډيو کې جوړ شوي کورونه دې سروې کړي او د هستوګنې په هوارو ځمکو کې دې ځاى ورکړي، څو غونډۍ او غرونه شنه پاتې شي.
له دې لارښوونې تر اوسه يو کال تېرېږي، خو په اړه يې کوم عملي اقدام نه دى شوى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










