منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ايا زما د دوو شهيد زامنو د سر بيه همدا دوه لکه افغانۍ ده؟”

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤): د کابل د شاه شهيد خونړۍ او ويجاړوونکې پېښې د قربانيانو د کورنۍ يو غړى وايي چې په ياده پېښه کې يې دوه زامن له لاسه ورکړي، د کورنۍ څو غړي يې ټپيان شوي او کور يې پر يوې کنډوالې بدل شوى، خو دولت ورسره يوازې يوه اندازه پيسې مرسته کړې دي.

د کابل ښار د شاه شهيد سيمه د روان کال د زمري مياشتې په ١٦مه نېټه د يوې درنې چاودنې شاهده وه چې د امنيتي ځواکونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ياده پېښه کې ١٦ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې شاوخوا ٥٠٠ کسان ټپيان شول.

په دغې بې سارې چاودنه کې چې د يوه لارۍ موټربم په وسيله رامنځته شوه، د يادې سيمې ځينې برخې ويجاړې کړې، دغه راز سلګونه موټر، کورونه او هټۍ په کې ويجاړې شوې او دغه راز د سيمې خلکو ته په کې ميليونونه افغانۍ زيان واوښت.

له يادې پېښې څخه د شا وخوا اوو مياشتو په تېرېدو سره بيا هم د يادې سيمې کورونه نه دي رغول شوي او په ليدو سره يې د يادې چاودنې اثار يو ځل بيا په ذهن کې راپورته کېږي.

د يادې پېښې د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي محمدظاهر شاه په داسې حال کې چې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال يې لومړى په سترګو کې اوښکې راغلې او ويې ويل: "دوه زامن مې شهيدان شول، دوه لوڼې او دوه نور زامن مې ټپيان شول، زموږ کور پر کنډوالې بدل شو، خو دولت يوازې د دوو شهيد زامنو د سر قيمت دوه لکه افغانۍ راکړې او بس."

کله چې د دغه غم ليدلي پلار د بوټو ګنډلو دوکان ته لاړم، په اوښکو تويولو سره يې د دوکان داخل ته بدرګه کړم، له يو لوري يې په دوکان کې د شهيدو زامنو عکسونه تر سترګو کېدل او له بل لوري د هغو بوټونو المارۍ چې د وژل شوي زوى مسعود له لوري يې ګنډل شوي وو، اېښودل شوي وو.

 

نوموړى چې ٧٠ کاله عمر لري، اوس هغه شان نه دى پاتې شوی لکه څرنګه چې اوه مياشتې وړاندې د خپلو زامنو د جنازې پر مهال تر سترګو شوى و، اوس د يوه رنځ ليدلي په څېر ښکاري او د سر او ږيري ويښتان يې هم سپين شوي دي.

کله يې چې موږ وليدو نو د خپلې نګور ګلابي رنګه څپلۍ يې د دوکان په تاخچه کې ايښتې وې، را ويط ښودې او ويې ويل چې له خاورو څخه يې د نګور له څپليو پرته بل هېڅ هم نه دي را ايستلي.

نوموړى چې ټول لړزېده، د خپلو زامنو عکسونو ته يې په اشارې سره زياته کړه، شپږ زامن او دوه لوڼې يې درلودې، عبدالله او مسعود يې د شاه شهيد په پېښه کې له لاسه ورکړل، اوس مې څلور زامن پاتې دي چې يو يې له هېواده بهر دى.

ياد پلار چې ژړا ورته د خبرو کولو وخت نه ورکاوو، وويل چې ٢٣ کلن عبدالله د يوه خصوصي پوهنتون محصل و او د هغه تر څنګ يې د احمدشاه ابدالي په خصوصي ښوونځي کې د رياضي د ښوونکي په توګه تدريس کاوه.

رنځ ليدلي پلار محمد ظاهر زياته کړه چې عبدالله يو ډېر با اخلاقه او ښه هلک و، کله به چې سهار وختي له کوره راووت، ويل به دې چې يو وزير راوځي، همېشه به يې ويل چې په دغه هېواد کې ژوند نه کېږي، غوښتل يې بهر ته ولاړ شي او خپلو لوړو زده کړو ته هلته دوام ورکړي، پاسپورټ يې هم تيار و، خو خپلو هيلو ته ونه رسېد.

هغه دا يو څو خبرې وکړې، په داسې حال کې چې دسمال يې له جېبه را و ايست او داسې سخت سخت يې وژړل چې ګني دا پېښه اوس رامنځته شوې ده.

د مسعود پلار د غاړې په تازه کولو سره وويل چې له چاودنې درې ورځې وړاندې يې ترور وفات شوې وه، د ترور دريمه ورځ يې وه، له مسعود سره يو ځاى يې ډېر کارونه کړي و، دوى هغه شپه د دې نړۍ مېلمانه و، دواړو په يوه غوري ډوډۍ سره وخوړه، د ډوډۍ وروستۍ مړۍ يې هم په شريکه سره وخوړلې، له دې نه و خبر چې سبا دغه وخت به د همېش لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

دغه کس چې لاسونه يې لړزېدل، د خپل دويم زوى د مسعود عکس ته ورغى او په اوښکو باندې په لندو لاسونو يې د هغه پر عکس لاس راکش کړ او زياته يې کړه، چې دا زوى يې د ٣٥ کلونو و، د بوټونو خرڅولو دوکان يې درلود او د هغه له مړينې وروسته يې دويم زوى هم نړۍ ته سترګې وغړولې.

هغه وويل، هغه مهال د شپې يوولس بجې يې مسعود وليد چې پر شونډو يې ډېره نا اشنا خندا تر سترګو کېده.

محمد ظاهر له ډېر درد څخه وويل: "له دې نه و خبر چې د شپې يوه بجه به يو سخت بم هغه د مرګ خولې ته ورکوي او دغه خندا به يې په ژوند کې راته يو يادګار پاتې کېږي."

ياد کس خپلې ټولې کيسې د ګوتو په څرخولو سره کولې او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ او ويې ويل چې له چاودنې وروسته پوه نه شو چې له خپل ځايه څنګه راپورته شو، ډېر کوښښ يې وکړ، خو دروازه يې نه شوى موندلى، په سر او تندي يې ښيښې لګېدلې وې، خو په درد يې نه پوهېده، خپل د اورېدو حس يې له لاسه ورکړى و او هغه وخت يې عبدالله وليد چې د دېوال د يوې غټې ډبرې لاندې پروت دى او يوازې سر يې بهر و.

هغه چې له ډېرې نهيلۍ وارخطا و، ويې ويل چې کله يې مسعود وليد چې د دروازې په خوله کې پروت دى، د اوږې او غاړې برخې يې په شيشو لګېدلې وې، څومره يې چې چغې وهلې چا يې اواز نه اورېده؛ ځکه هر څوک په خپل غم کې و.

ياد پلار وويل: "په عبدالله دېوال راچپه شوى و، تر روغتون پورې ژوندى و، د هغه اواز مو اورېده چې ويل يې لږ اوبه راکئ."

هغه وويل، پر دې نه پوهېده چې څرنګه تر ايمرجنسي روغتون پورې راوړل شوي او د هر يوه درملنه پيل شوه.

هغه زياته کړه چې سهار مهال يو زنګ راغى، د ذبيح په نوم يوه ملګري يې په سوړ اواز سره راته وويل چې عبدالله هم له نړۍ سترګې پټې کړې.

محمدظاهر زياته کړه: "د روغتون له بستره پورته شوم او د لېونيانو په څېر له روغتون راووتم او د خلکو په منځ کې مې وويل، ما ته لاره راکئ چې زامن مې شهيدان شوي."

ياد سپين ږيري پلار وويل چې کله يې په نا خبره توګه کور ته جنازې يوړې نو د عبدالله او مسعود مور يوه سخته چېغه وکړه، پر ځمکه ولوېده او اوس شپه او ورځ د خپلو زامنو کيسې په خپله کوي، کله ژاړي او کله کله هم په ناڅاپه توګه له ځانه سره وخاندي.

د مسعود او عبدالله پلار زياته کړه: "که لاريون مو وکړ، که چا ته لاړو نو هېچا هم زموږ غم ونه خوړ، د دولت رييس راغى، سيمه يې وليده، د سيمې د بيا جوړولو ژمنه يې وکړه، خو له يوې خېمې او يوې بورۍ پرمل وريژو چې اوس هم په کور کې پرتې دي او له دوو لکو افغانيو نوره هېڅ مرسته نه ده شوې."

هغه زياته کړه چې اوسمهال په بګراميو کې له سون توکو پرته دغه يخ ژمى تېروي، که درته ووايي چې د لرګيو پيسې نه لري نو باور به مو ونه شي.

ياد پلار د خپلو خبرو په دوام کې په ډېر ستړي انداز زياته کړه: "هېڅ معلومه نه ده چې زموږ برخليک به څه کېږي؟ يو بل بم دې هم وغورځوي چې موږ ټول په يوه ځاى سره ووژل شو."

نوموړي د خپلو خبرو په پاى کې وويل، چې دولت يې غږ نه اوري، لسګونه رسنۍ راغلې او له موږ سره يې خبرې وکړې، دولت ژمنه وکړه خو ټولې خبرې درواغ وې، ان بهرنيان راغلل له سيمې يې عکسونه واخيستل، خو کومه ګټه يې ونه کړه او اوس چې له يادې پېښې اوه مياشتې تېرېږي، کورونه يې هماغه کنډوالې دي او تر اوسه پورې نه دي رغول شوي.

د پژواک خبريال په دې موخه چې دغه سيمه په خپلو سترګو وويني چې ايا په دغه سيمه کې په رښتيا سره کار نه دى شوى، له سيمې هم ليدنه وکړه.

هر لوري د هماغه وخت چاودنې ياد تازه کاوه، له تيږو او د خښتو له انبارونو پرته بل هېڅوک هم نه تر سترګو کېدل.

يو ډېر کمزورى کس د دې په موخه چې ګنې موږ له دوى سره د مرستې په موخه د دولت له لوري راغلي و، زموږ خوا ته راغى.

د مسعود او عبدالله ماما عبدالحکيم چې په سيمه کې يې د پرزو دوکان درلود، وويل چې د زمري مياشتې له ١٦مې نېټې راهيسې دولت ورسره کومه مرسته نه ده کړې، يوازې د هر وژل شوي کس پر سر يې د هغوى د کورنۍ غړو ته ١٠٠زره افغانۍ ورکړې او بيا يې ان پوښتنه هم نه ده کړې چې په دې سخت ژمي کې تاسو چېرته ژوند کوئ؟

نوموړي چې خپلې وچې شونډې په ژبه لندولې، زياته کړه: "د شاه شهيد له چاودنې وروسته مې هر څه له منځه ولاړل، کم دى چې سوال وکم، د چا سرمايه له لاسه لاړه او د چا هم ځاى او ملکيت."

د مسعود ماما په دردېدلي اواز سره وويل چې د شاه شهيد له چاودنې وروسته يې مشر زوى او دوه ورېرونه له درې سوه زره افغانيو سره يو ځاى چې په ډېرو ستونزو سره يې ترلاسه کړې وې، وتښتېدل اوس نه پوهېږي چې دوى چېرته تللي، ژوندي دي که مړه؟

هغه وويل: "زه مخالفينو ته وايم چې په ملک کې د جګړو اصلي قربانيان غريبان دي، چارواکو ته هېڅ زيان نه اوړي؛ ځکه چې ټول کورونه او بچيان يې په بهر کې دي. نور جګړه بس کړئ، دلته ستاسو مرمۍ خپلې موخې ته نه رسيږي، يوازې څو بې وزله کسان چې يوه مړۍ ډوډۍ هم نه لري، وژل کېږي."

دا په داسې حال کې چې حکومت د يادې پېښې اصلي لاملين وسله وال طالبان بللي، خو طالبانو يې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

عبدالحکيم په ټينګار سره وويل: "که دولت له موږ سره مرسته ونه کړي، نو خپل وطن به پرېږدي."

هغه په ژړغوني اواز سره وويل، امنيتي چارواکو خلکو ته دوکه ورکړه او ورته يې وويل چې لاريون مه کوئ، ستاسو حق له ولسمشر څخه درته اخلو او کله يې چې سوله ييز لاريون کاوه نو پوليسو ورباندې ډزې وکړې چې د محمد ظاهر د يوه بل زوى پښه هم پکې ټپي شوه.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون هم د شاه شهيد پېښه پر کلکو ټکو غندلې او له امنيتي ارګانونو، وسله والو مخالفينو او زورواکو يې غوښتنه کړې وه چې ملکي خلک دې نه په نښه کوي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه