منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې د مسافرو او موټرو د تنظيم لپاره ترمينل جوړيږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد(پژواک،۱۱سلواغه۹۴): د ترانسپورټ وزير وايي، چې د ننګرهار په تورخم بندر کې د تراسپورټ د تنظيم او مسافرو د اسانتياوو لپاره د يو مېليون ډالرو په لګښت ترمينل جوړوي.

د ترانسپورټ وزير محمدالله بتاش د سلواغې په ۱۱مه، تورخم ته په سفر کې د يادې پروژې چارې پيل کړې، چې د يو کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

بتاش د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ترمنيل د دې وزارت د يو ميليون ډالرو په لګښت په لس جريبه ځمکه  کې جوړيږي.

هغه زياته کړه: ((دلته په تورخم کې زموږ مسافر او ترانسپورټ ډېر په مشکل کې دي، د دې ترمينل په جوړوېدو به اسانتياوې برابرې شي، مسافر به تم ځايونه ولري، جومات او د موټرو د تم ځای په ګډون  به په کې ټول سهولتونه  وي.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې  چې د ترانسپورټ سکتور کې د فساد موارد ليدل کېږي وويل: ((زه دلته د همدې لپاره راغلی يم ، چې دې پروژې ته څنګه له تراسپورټي ادارو او مسوولينو سره خبرې وکړو او ممکنه ستونزو ته رسېده ګي وشي ، د ننګرهار له والي غواړم چې د تورخم لارې پر تراسپورټي خدماتو او ممکنه فساد نظارت ولري.))

وزير دا هم وويل، چې د  تورخم پر لويه لاره د سرخ ديوال په سيمه کې به د باروړنکو موټرو لپاره هم ترمينل جوړ  کړي ، چې له امله به يې هر ډول سهولتونه رامنځ ته شي.

د ده په وينا: ((موږ په پام کې لرو چې په کابل کې د جلال اباد په اډه کې هم يو ترمينل جوړ شي ، له  دې ټولو سره به زموږ ترانسپورټ منظم او عوايد ښه شي.))

د ننګرهار والي سليم خان کندزوي وويل چې ياده پرژوه به د ترانسپورټ په برخه کې د سهولتونو ترڅنګ د ډېرو خلکو لپاره د کار زمينه هم برابره کړي.

والي زياته کړه  چې د تورخم په بندر کې ډېر مسافر د کرښې دواړو خواوو ته تګ راتګ کوي، چې د دغسې ترمينل د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي: ((دا پروژه به د يوه کال په اوږدو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې ډېر سهولتونه به رامنځ ته کړي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دراني په سيمه کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل: ((په تورخم کې د فساد موارد شته ، د بېلګې په ډول د ترانسپورټ په برخه کې تر دې چې له کراچيو هم پيسې اخيستل کېږي.))

د دراني په خبره، چې دوی غواړي د همدې سفر په څنډه کې دغلته د فساد موارد په نښه او له اړوندو ادارو سره يې په تړاو خبرې وکړي.

د ولايتي شورا دې وکيل په تورخم کې د ترمنيل جوړول ګټور کار وباله او له چارواکو يې هيله وکړه چې دا پرژوه په ټاکلې موده کې ګټې اخيستنې ته وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه